الحـــاج سیدهاشم په حق ورسېد (تسلیت پیغام )

وحيدالله شمس زابل | جنوري 18th, 2009



په ډیره خواشیني سره موخبرترلاسه کړه چی دجـــــــهاد دسنګراتل اوغازی اودسره ښکیلاک اودهغوی دمزدوران دمخی سپر الحـــاج سیدهاشم دورپيښي ناروغی له امله په ۲۵دمرغومی۱۳۸۷له دی فانی دونیاســترګی پټي کړي


انالله واناالیه راجعون


دارواښاد ژوندانه ته لنډه کتنه!


الحــاج سیدهاشم چی اصل نوم ئی جمعه ګل دمرحوم محمدشازوی په قوم وردک په۱۳۳۵ه ش کال دزابل ولایت دقلات په ښارکی دي دنیاته سـترګی رڼي کړی لومړنی زده کړی ئي دقلات ښارپه ابتدایه ښونځي کی پيل اوبیاورسته دشیخ متی لیسی ته شامل شوپه۱۳۵۴کال دهمدی لیــسی نه فارغ اولوړی زده کړی ئي په کندهارکي وکړی په ۱۳۵۷کال کي دکندهاردعالي دارالــمعلمین نه فارغ شود دندی ترپیل ورسته ئي سمدستي عملاً په جهادپيل وکړاودروسي یرغلګروقواوپه ضدئي خپل جهادته دوام ورکړاودخپل وطن ترپوره ازادولوپوري ئي دیوفعال مــجاهدقوماندان په حیث جهادوکړچی دزابل د ډیرولـسوالیوپه فتوحاتوکی ئی برخه اخیستي ده اوکله کله به ئي دکابل کندهارپه عمومي سـړک دروسانوپه قطارونوحملی کولی چی ډیردرانه تلفات به ئي دښــــــمن ته اړول.


دزابل ولایت ټول اوسیدونکي ئي ددی ولایت لپاره یوه غټه تشه بولي اوارواښادته دلوي خداي(ج)له درباره جنت فردوس اوکورنی ته ئي دجمیل صبرغوښتونکی دي


روح دی ښادوي

Copyright Larawbar 2007-2024