کور / تازه خبرونه / په بلخ كې مېرمن كولتوري ټولنيز بهير اوومه غونډه وكړه

په بلخ كې مېرمن كولتوري ټولنيز بهير اوومه غونډه وكړه

 


د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د مرغومي په اته ويشتمه مېرمن كولتوري ټولنيز بهير اوومه غونډه د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتركې وكړه. 


غونډه د ذهره كاكړ لخوا د قرانكريم په څو مباركو ايتونو پيل شوه چې د ويندويي چارې يې طيبې تر سره كولې. 


د تېرې غونډې راپور ذهره ساپۍ ولوست. 


غونډه د قمر نوري په نثر پيل شوه او ورپسې زرغونې خپل شعر ولوست.. 


د غونډې په اوږدو كې ملالۍ، طيبې، ذهره كاكړ او ذهره ساپۍ ګډونوالو ته په خپل وار شعرونه او نثرونه وړاندې كړې. 


د غونډې په پاى كې ګډونوالو د نثري لوستنې په خاطر د مومند بابا كتابتون څخه بېلابېل كتابونه د لوستلو لپاره واخيستل.