اسرائيلي يرغلګر د غزې څخه د پښو سپکولوپه حال کښي

د لراوبر اداره | جنوري 18th, 2009



تر ۲۳ ورځو وحشيانه يرغل وروسته نن يکشنبه په غزه کښي نور ټک و ټوک ارام سوئ اواسرائيلي يرغلګرد غزې څخه د پښو سپکولوپه حال کښي دي .

د اسرائيلوکابينې د اوربند په اړه تر يوې غونډي جوړولو وروسته پر غزه باندي نور خپل وحشيانه بريدونه درولي؛ چي له امله يې په غزه کښي تر ۵۳۰۰ تنو پوري ژوبل او تر ۱۳۰۰ تنو پوري بې ګنا فلسطينان ووژل .

د حماس ډلي چي نن يکشنبه يې لا هم د اسرائيلو پر سديروت ښارګوټي خپلو راکټونو ته دوام ورکړئ وو؛ چي ژوبله يې نه لرل؛ نن يکشنبه ناوخته خپل اوربند اعلان کړئ دئ .

د امريکا د منتخب ولسمشر بارک اوباما وياند او د ملګروملتونو سرمنشي د اوربند هرکلی کړئ، د ملګروملتونو سرمنشي بانکيمون د غزې څخه د اسرائیلي پوځيانو د بيرته وتلو او د حماس څخه د راکټي بريدونو د درولوغوښتنه کړې ده خو ايران وايي چي د غزې دپاره اوربندمناسب نه وو، ترکيې د غربي هيوادونو څخه د حماس سره د خبرو اترو او پاپ د نړۍ د وګړو څخه د غزې د سلګونو قربانيانو ارواحانو ته د دوعا کولوغوښتنه کړې ده .




Photo

Copyright Larawbar 2007-2024