کور / خبرتیا او پيغامونه / د word او فوټوشاپ پروګرامونو د زده کړي لارښود چاپ شو

د word او فوټوشاپ پروګرامونو د زده کړي لارښود چاپ شو


وروستېوڅو ورځو کې په پېښور کې د شمشاد خپرندوېه ټولنې له لوري  دWord پوستکالي په باب ېو نوی کتاب  په ډېره ښکلې قطع او صحافت چاپ کړل شوی دی . دکتاب نوم دی (( دWord پوستکالي ګټور لارښود  او د فوټوشاپ زده کړه )) او د تازه ګل محبوب شينواري لخوا پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی .  دغه کتاب چې مجموعأ 139 مخه لري په 121 مخونو کې يې د ورډ پوستکالي مهم توکي ېا کالي په انځوريزه ساده او عملي  توګه تشرېح کړل شوي دي او په پاتې پاڼو کې د فوټوشاپ په باب ځينې مطالب راوړل شوي دي ،چې ښايي دغه مضمون لومړی ځل وي چې په پښتو ژبه کې ترجمه او چاپېږي  . د کتاب د خپرندويې ټولنې او هم خپله د ژباړونکي په وېنا دغه کتاب په ځانګړې توګه د ورډ پوستکالي(Software) ډېر مهمې برخې او څانګې په ډېره اسانه توګه لوستونکو ته ورپېژني او هرڅوک کولی شي ددغه کتاب په مرسته، په ډېره اسانۍ د دغه پوستکالي سره اشنا او هغه څخه کار اخيستل زده کړي .
هېره دې نه وي چې د کمپيوټر په باب دا د ژباړونکي دوېم کتاب دې چې په پښتو ژبه يې  ژباړي او مينه والو ته يې وړاندې کوي . دهغه لومړی کتاب (( د ايکس پي وېنډوز ګړندی لارښود )) څوکاله مخکې چاپ شوی او ډېر ژر له بازار څخه ورک شوی، چې د ېو غټ شمېر مينه والوپه غوښتنه  شمشاد خپرندوېه ټولنه تکل لري په  نږدې راتلونکې ېو ځل بېا هغه چاپ کړي .
همدارنګه د ژباړونکي راتلونکی کتاب خلکوسره  دخبرو اترو او مرکو د څرنګوالي په باب ېو ډېر عالي او ګټور کتاب دی چې (( د خبرو اترو هنر ېا زړونو ته لار )) نومېږي چې شمشاد خپرندويې ټولنې ( د انشااله په ېادولو  سره )  راتلونکو دوه مېاشتوکې   د چاپولو زېری ورکړی دی .
                 
هغه سرليکونه چې د ورډ پوستکالي کتاب کي دنورو جزېېاتوسره ، ورباندې رڼا اچوله شوې ده په لاندې توګه دي :         
 1-  Word پوستکالي ته د دننه کېدلو او –
 هغه څخه د بهر کېدلو  ( چالانولو او ګل کولو ) څرنګوالی
2- داصلي کړکۍ د بېلابېلو برخو سره بلدتېا
-3 د متن  ټا ېپو ل
4- لنډ لارې ( شا ټ کټ ) تڼۍ
– 5 فونټ (Font)
– 6 دمتن برابرول  
– 7 دمتن (سند) دزېرمه کولو لاره
– 8 د  Undoاو  Redo فرمانونه
– 9 شاټ کټ تڼۍ (2)
-10 ديوه سند پرانيستل ( Open )
-11 دنوي ( New ) سند جوړول
– 12 د ليکنې د لوري ېا مخې بدلول
-13 په  کرښو، شمېره  او علامت کېښودنه  Numbering & Bullets ) (
(-14 د کرښو د  دننه والي کنټرلول
-15 Paragraph    پارګراف
16- شاټ کټ  تڼۍ (3)
-17 چوکاټ  بندي (Columns)
-18 جدول اود هغه د جوړېدلو  څرنګوالی
 -19د ټاېپ شوو پاڼو طراحي کول
 -20 دسند په پاڼو، شمېره کېښودل
Header and Footer-21 ( د پاڼې سر او پای )
-22 Page setup (د پاڼې سمونتېاوې )
-23 په Word کې د شکلونو  رسمول (Drawing)
 -24 لمن ليک
 -25 Print Preview
-26 دسند چاپ (Print)
-27 Zoom (غټ ښودل): د پاڼې د غټ ښودلو لپاره کارول کېږي
-28 Find ( موندل )
-29 Replace ( ځای پرځای کول )
-30 Go to (… ته ورشه )
31- Symbol (علامې )
32-د Word پوستکالي د Options د څانګې مهمې برخې
A -33  ضميمه
B -34 ضميمه

او دفوټو شاپ ځينې سرليکونه :
1. د اوزارو بکس او ستنډرد اوزار
2.په عکسونو کار کول
3. دعکس څخه دېوې ټوټې بېلول
4.د عکسونو څرخول
5. په عکسونو کې د سترګو سوروالي پاکول
6. عکسونو کې سمونونه راوستل
7. پرمخ تللې سمونتېاوې
8. فوټو شاپ کې دليکنې څرنګوالی
9. د متن دپردې پاکول
10.پرعکس باندې د متن د موقعېعېت ټاکل
11. دمتن لوړول ېا پړسول