کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بې وارثه حکومت

بې وارثه حکومت

افغانستان هم دنړۍ دنوروهېوادونوپه څېر څوډوله نظامونه تجربه کړيدي ؛ چې شاهي ،(هغه په دوه ډوله مطلقه اومشروطه) ؛ کودتاهي؛ انارشي ؛اوجمهوري (ولسواکۍ) ته يې ګوته نيولى شو ؛ له سياسي اوحقوقي پلوه  هرډول نظام ځانته تعريف اوځانګړنې لري موږيې حقوقي تعريف ؛سياسي مشروعيت اواصطلاحي پېژندګلوي نه څېړو اونه دا ليکنه دومره حوصله لري خوپدې خاطر چې لوستونکي ښه پوه شي  نوپه لنډه  يې لوستونکيو ته  داسې ورپېژنو چې شاهي هغه نظام دى چې يواځې يوه کورنۍ پر يوهېواد حکومت کوي، پاچاهي يې ميراثي وي  له پلارڅخه زوى ته له زوى څخه بل زوى ته همداسې نسل په نسل. پاچاهان ياپه ژوند خپل وليعهد (ځاى ناستى ) ټاکي اويا يې له مرګه وروسته دکورنۍ کوم غړى دې مقام ته منصوب کېږي .


کودتاهي  خوهغه ده چې کوم سياسي جريان ؛ګوند ؛ ډله  ….له داخل څخه دحاکم جريان پرضد پاڅېږي او واک پخپل لاس کې واخلي لکه دداوودخان سپينه اودکمونستانو سره کودتا.انارشيزم ؛ملوک الطوايفي ؛ملک سالاري ؛ قوندان سالاري ؛زورواکي اوکوڅه واکي خوپخپل زور خپله ځان تعريفوي  اوپر خلکوځان پېژندلىاومنلى شي ، دلته مرکزي حکومت يانه وي اوکه وي هم څوک يې نه مني هرزورورپخپله سيمه کې پاچاوي دځنګل قانون حاکم وي زور له زورور سره وي چې دډاکټر نجيب الله له حکومت څخه وروسته څوکاله همدانظام پرافغانستان هم حاکم وو. يوهم جمهوري ياولسواکه نظام وي چې هلته اصلي واک له ملت سره وي هلته پرخلکو دخلکوحکومت وي هلته ولسمشر ؛ښاروال ؛ واليان  او پارلمان خلک ټاکي هلته سياسي ګوندونه وي هرګوندچې په خلکوکې ډېر نفوذ اوريښې لري اوخلک رايه ورکړي هماغه حکومت کوي اوپه مقابل کې يې هغه ګوند چې په ټاکنو کې پاتې راغلى ، دحاکم رژيم ياګوند پروړاندې داپوريسيون په ډول همکاري کوي . اپوزيسيون دحاکم جريان پرضد دسنګر نيولو اويادهغوى دهرې پرېکړې دوېتو کولوپه معنى  نه ده ، بلکې خپلوسهووته دحکومت متوجه کول ياپه ناسمو اوملي ضدکړنو يې سالمې نيوکې کول ؛مشورې ورکول او…..


 داپوزيسيون کاردى اپوزيسيون اړدى چې دهېواد ټول قوانين ومني ؛دحکومت له کورنۍ اوبهرنۍ  پاليسۍ څخه دفاع وکړي ؛ملي ګټې په پام کې ونيسي ؛له نوروهېوادونوسره پټې اړيکې نيولى نه شي ؛استخباراتي چينلونه فعالولى اواستخباراتي خدمتونه کولى نشي له بهرنيوهېوادونواوکړيوڅخه پيسې اخستلى نشي دتمويل سرچينې ؛دلګښت ځايونه يې ملت اودولت ته معلوم وي ؛دهېواد دوېش اوپه هېوادوالو کې داختلاف راوستلو پلانونه جوړولى نشي ؛دهغه هېواد له ملي ګټو يوسانتي متر هم اخواګام ايښودلى نشي .تعصب اوپه هېواد کې دبدمرغۍ دتخم شيندلواجازه نلري ؛ټول حسابونه يې شفاف اوملت ته ښکاره وي ؛داپوزيسيون غړي دحکومت په لوړوپوستونوکې کارنه کوي ؛ ددولت چارې يې په واک  کې نه وي ؛داچې  سياسي مخالفين يې په واک کې دي نودوى هڅه کوي چې په ولس کې کار وکړي اودسياسي هلوځلواوفعاليت له لارې  په ټاکنو کې هغوى ته ماتې ورکړي اوځان واک ته ورسوي .
خوسړى حيران شي چې داپه افغانستان کې حاکم نظام کوم ډول نظام دى داخونه شاهي دى اونه کودتايي؛نه پوره ملوک الطوايفي دى اونه هم ولسواک ،که څه هم چارواکي دادولت ولسواکه بولي اودافغانستان اساسي قانون هم امرکوي چې په افغانستان کې دې اسلامي جمهوريت وي، ظاهراً دپارلمان او ولسمشر دټاکلولپاره ټاکنې هم وشوې ؛وزيران هم په ديموکراتيک ډول دباور رايې داخستلولپاره پارلمان ته وړاندې شول خوبياهم داحکومت په هيڅ ډول د يموکراتيکه بڼه نلري ؛دولسمشر کرزي کابينه دنامتجانسواو متخاصمواشخاصومعجون دى ؛پدې کابينه کې د کاذبوسياسي مصلحتونو ؛سازش اوفرمايش له مخې دهرفکر اونظرخاوند ؛هردوست اودښمن هرچپ لاسي اوښي لاسي ته ځاى ورکړل شوى دى.


ولسمشرصاحب په دې خاطرچې دملي وحدت، ملي مصلحت اوتوازن معبود!! يې خوښ ساتلى وي ډ‌ېرداسې کسان خپل مرستيالان ، وزيران ،مشاور وزيران اورئيسان ټاکلي چې نه ديني، نه سياسي ، نه ملي او نه هم بين المللي تقوا لري، ددې دولت داکثرو چارواکيولاسونه ترڅنګلوپورې دملت په وينو سره دې ډېرو يې ددې نيستمن اوبيچاره ولس شتمنۍ لوټلې ده ، دشهيدانو او ټپيانو په وينويې سو د اکړې ده په داسې حال کې چې دولس ميليونه افغانان   (دهيواد سم نيم   نفوس) دفقرله کرښې څخه هم ټيټ ژوند لري ددې نظام اکثره چارواکيو په بهرنيو بانکونوکې په ميليونونوډالره  ذخيره کړي او لويې لويې سوداګرۍ يې پيل کړې دي.
اکثره چارواکي يا دتخصص اوپوهې او ياهم داخلاص ،صداقت او زړه سوي دنه شتون له کبله په خپلو چاروکې پاتې دي. داڅومره دحيرانتيا او خفګان خبره ده چې په داسې يو هيواد کې چې ټول کنډواله او وران ويجاړوي دنړيوالو شاوخوايوميليارد ډالرمرسته په دې خاطرمصادره کېږي اوبېرته مرسته کوونکيومراجعوته ورګرځي چې دلته موږ لګولى ونه شوې او يايې موږ دپرځاى لګولو استعداد ، ظرفيت او وړتيا نلرله.
نړيوالې ټولنې دافغان حکومت په غوښتنه دافغانستان لپاره دمرستو جلبولو په خاطر  څووارې سترې غونډې جوړې کړې چې خبري سرچينويې يواځې دپاريس په غونډه کې له افغان حکومت سره د يوپنځوس ميليارده ‌ډالرو مرستې دژمنې خبرونه خپاره کړل خواوس داسې ښکاري چې دا اکثره هيوادونه ښايي خپلې ژمنې پوره نکړي ځکه چې په افغان حکومت او افغان چارواکيو  کې يې دپرځاى لګولو وړتيا  اوکاري فهم نه ويني.
دکرزي مرستيالانو او د‌ډېرو نورو لوړرتبه چارواکيوسرونه له کرزي، زړونه له اپوزيسيون اوپښې له بل چاسره دي (ناسته يم له تاسره زړه _مې په کندوکې دى _ځارله بيرانې نه شم) کله چې دولسمشرمرستيالان چې دهمدې ولسمشرله برکته دې مقام ته رسېدلي ، دهغه مخالفين شي ، دهغه اوحکومت پرضد  يې جبهې او دسيسې جوړوي،  دهغه د په اصطلاح اپوزيسيون غړي شي نو خير ددې نظام وارث څوک وبلل شي. کله چې دجمهوررئيس دلومړي مرستيال او دکابينې ډېر غړي ،حکومت پربې کفايتۍ ، اداري فساد او خيانت او درغلۍ تورنوي. کله چې دولسمشر لخوا ټاکل شوي دهغه مرستيالان او وزيران ولسمشرفاشيست ، متعصب  اوحاکم نظام مافيايي  بولي نوسړى چاته شکايت وکړي، پرچانيوکه وکړي،څوک دنظام وارث وګڼي، څوک حاکم او څوک يي اپوزيسيون وبولي ؟.
دولسمشرۍ لومړۍ مرستيالي خوپه يوه دولت کې دوهمه ترټولو لوړه څوکۍ وي نوکله چې احمدضيامسعود دولسمشر لومړى مرستيال دى نو داخود هيواد دوهم، لومړى رتبه چارواکى دى نو دى  ولې له نظام څخه سرټکوي ؟ که نظام نيمګړتيا ولري نودى يې ولې نه اصلاح کوي. که پرحکومت رښتيا هم مافيا حاکمه وي نو بيا خودى ددې مافيا په سرکې دى. که دى، ځينې چارواکي په نشه يي توکيوکې لتاړګڼي نو د ولسمشردلومړي مرستيال په توګه يې ولې مخه نه نيسي ، ولې يې څارنوالۍ او محکمې ته نه وړاندې کوي؟ داکوم نظام دى چې په يووخت کې دې يوڅوک  هم حاکم  ان کله کله  دولسمشرۍ سرپرست وي اوهم داپوزيسيون غړى.
موږ د ولسمشردواړه مرستيالان وينوچې دټاکل کېدلوله لومړۍ ورځې راهيسې يواځې دخپل قام او سيمې لپاره کارکوي اوبس .
که و لسمشر دملي مصلحت اودديني اوملي ګټولپاره له مخالفينو سره  دسولې خبرې کوي نو مرستيالان اودبهرنيو چارو وزير خپل مشر فاشيست ؛قومپال اومتعصب بولي اودخپلو پخوانيوګوندي اختلافاتو له مخې ورسره تروروستۍ سلګۍ پورې  جګړه اړينه بولي . جګړه هم ددوى په لاس نه ؛بلکې دامريکايي ځواکونو اودهغوى د بي دوه پنځوس الوتکودبمباراو سل ټنيزو بمونو داورولوپه واسطه .
کله هم چې کرزي لوېديځ ته کوم سفر کړى دى نوپه سبايې مرستيالانوروسيې ؛هند ؛ايران ؛تاجکستان ؛اوفرانسې ته سفرونه کړيدي اوله هر هېواد سره يې ځانته خپل غوږ جنګولي دي .
په نورو سيموکې که دحکومت اواپوزيسيون تر منځ اختلا ف هم وي نو ديني اوملي مسايلو کې بياګډاويودريځ لري خودلته داسې نده دلته دهرچاقبلې بېلې بېلې دي .
دلته کاري شاخصونه اواستقامتونه معلوم ندي . دشخصي ګټولپاره ديوبل په چاروکې لاسوهنه روانه ده  .په بهر کې دافغانستان په سياسي نماينده ګيوکې يې نظمي ؛غلا؛کارماتي ؛ رشوت ؛ اواختلاس ښه په درزکې روان دى هر سفير ځانته يوکوچنى پاچا دى  .دسفارت عوايد خپل شخصي ګڼي ډېر سفيران دتعصب پرناروغۍ ککړدي چې له خپل قام پرته له نوروهېوادوالوسره وړچلند نه کوي.
دکرزي په حکومت کې اوس هم دچارو ډېر واګي دهغه چاپه لاس کې دي چې ده يې له يوې بهرنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې په افغانستان کې کې مطرحول ، واک ته رسول اوسياسي راژوندي کول دامريکايانو تر ټولو سخته سهوه وبلله .
موږ اکثره وخت پربهرنيو ځواکونوغږکوو چې له افغان دولت اوامنيتي چارواکيو سره دې په همغږۍ پرمخ ولاړشي په داسې حال کې چې له بده مرغه پخپله  حکومت کې همغږي نشته او ډېرکارونه چې خراب دي لامل يې دادى چې دچارواکيو ترمنځ   تيوريکي او فزيکي  همغږي نشته ده. له دولت څخه د حضرت داوود ع همسا جوړه شوې چې بيخ يې ټول چينجيو خوړلى يواځې کوچنۍ ديکه (ټيله ) يې هم غورځولى شي.
اوس ملت له کنفيوژن سره مخ اوله شک پرته  داحالات ورته هيڅ دزغم وړندي. داچې د حالاتو دسمون لپاره څه کول پکاردي. په دې اړه دبين المللي ټولنې، زړه سواندو افغان مشرانو، ملي رجالو، کارپوهه اشخاصو همغږۍ، ګډ کاراو تصميم ته جدي اړتيا ده.


haqyar@gmail.com

تبصره نسته