کور / تازه خبرونه / اوباما د سپيني ماڼۍ په درشل کي دئ

اوباما د سپيني ماڼۍ په درشل کي دئ


ټاکل سوې ده چي د امريکا منتخب ولسمشر باراک اوباما به نن د جنوري پر ٢٠ – مه د سپيني ماڼۍ واګي له پخواني جمهور رئيس ډبليو بوش څخه تسليم کړي.
بوش تېره ورځ د خپل کار په وروستۍ ورځ د نړۍ د يو شمېر مشرانو سره ټليفوني اړيکي نيولي او له هغوى څخه يې خداى پاماني کړې ده.
نوموړي د جنوبي کوريا، برتانيې، جاپان، روسيې او څو نورو هيوادونو له مشرانو سره خبري وکړې او د هغوى له مېلمه پالني او د تروريزم خلاف جنګ کي له همکاريو څخه يې مننه وکړه.
منتخب ولسمشر باراک اوباما چي د واک د انتقال په ابتدايه مراسمو کي د ګډون په خاطر د شنبې په ورځ لا واشنګټن ته رسېدلى دئ نن به په رسمي توګه د امريکا د ولسمشر په توګه کار پيل کړي.
تېره شپه ولسمشر باراک اوباما او مرستيال ولسمشر جوزيف بايډن له خپلو مېرمنو سره د دوى په وياړ په يوه مېلمستيا او کانسرت کي ګډون وکړ.
د باراک اوباما راتګ ته د امريکايانو په ګډون د نړۍ ډېر هيوادونه اميدوار دي چي په راتګ سره به يې د نړۍ د ځينو هيوادونو په اړه د امريکا دښمنانه پاليسي تغير وکړي.
باراک اوباما د امريکا څلور څلوېښتم، خو د امريکا په تاريخ کي لومړنى تور پوستى ولسمشر دئ چي واک ته رسېږي.
نوموړي د افغانستان په اړه له مخکي لا د خپلي ستراتيژۍ د بدلون خبر ورکړى دئ او د خبرونو له مخي د واک د انتقال په مراسمو کي د ګډون په خاطر يې سپيني ماڼۍ ته د افغانستان د جمهوري رياست څلور احتمالي کانديدان ور بللي دي.