کور / راپور / د باچا خان کال ۲۰۰۸رپوټ

د باچا خان کال ۲۰۰۸رپوټ



 


یوکال مخکښې د باچا خان د شلم تلین د لمانځلو لپاره په بن کې د افغانستان معلوماتي مرکز هېوادوالو ته بلنه ورکړه. د بلنې په يوه برخه کې داسی راغلی وو:


 


» که مهاتما گاندي په خپل ولس او نړیواله کچه پېږندل شوی دی، خو باچا خان او د ده د ژوند یوه مهمه فلسفه (په اسلام کې عدم تشدد) نه په خپل ولس، نه په اسلامي هېوادونو او نه په نړی کې ډیر خلک پېږني. حال دا چې نن موږ داسی یوې لارې ته د پرون څخه لا زیات اړتیا لرو.


نو پکار ده، چې لومړی موږ خپل ځانونه د ده د ژوند او لارښودنو څخه خبر او بیا يې سیمی، اسلامي هېوادونو او ټولې نړئ ته وروپیږنو. «


بیا د باچا خان د شلم تلین په ورځ ۲۰/ جنوری ۲۰۰۸ م ک په بن کې یو شمیر افغانان راټول او د باچا خان د خاطرو څخه وروسته مهم وړانديزونه او پريکړې وشوی .


 


په دغه ليکنه کې د دغو پريکړو د عملي شويو،تر کار لاندی کارونو او د باچا خان په اړوند د نورو هڅو رپوټ وړاندی کيږی :


 


۱- په هامبورګ ښار کې د سياسي زده کړو د ټولنی او افغانیک لخوا د هامبورګ دیارلسمې اونۍ په چوکات کې په آلماني ژبه يو سمينار جوړ شو. دلته په برلین کې د ګاندي معلوماتي مرکزGandhi Informations- Zentrum e.V. مشر ښاغلی کرستیان بارتولف او زیرګل وردګ د باچا خان او د عدم تشدد په فلسفه باندي خبرې وکړی. دلته پريکړه وشوه، چې د باچا خان اتوبيوګرافی په آلماني ژبه چاپ شي. دريو ګډوکوونکيو د عملي کار ژمنه وکړه.


 


۲ـ د باچا خان ايډوکېشن فونډيشن  (http://www.bkefoundation.org)مشر محمد رضا خان په اروپا کې مېشتو افغانانو ته د نوموړو ټولنې د فعاليت او د تعليم د لارې د امن د راوستلو په هکله خبرې وکړې.( د غونډې راپور، بن، افغانيک، ٢٣ می ٢٠٠٨)


 


۳ـ د باچا خان په هکله په انګليسي ژبه لیکل شوي لس کتابونه انتخاب او د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخوا په پښتو د ژباړی او چاپ چاری روانې دي.


 


۴ـ په کابل کی د غويي په ٣٠  مه، د افغانستان دعلومو اکاډمۍ او دسيمه ييزو مطالعاتو د مرکز لخوا د عبدالغفارخان د٢٠ تلين دنمانځنې په مناسبت درې ورځنى سيمينار جوړ شو . راپور دلته 


 


۵ـ د اپرېل مياشتې پر ١٢ د باچا خان د سولې او روغې د لومړۍ څېړندغونډه په نيويارک کي دخيبر ټولنې او د پاکستان د ملي عوامي ګوند له خوا جوړه شوه .دلته  مهاتماګاندي لمسي پروفيسر راجموهن ګاندي وويل: »باچا خان د نه تشدد الهام له قرآن څخه اخيستی و«




 


۶ـ د افغانستان کلتوري ودې ټولنې لخوا لاندی کتابونه چاپ شول:


۱ـ زما ژوند او زما جد وجهد. د عبدالغفار خان اتوبیوګرافی


ـ د باچا خان لیکونه، د بختاني خدمتګار په زيار


ـ فخر افغان او افغانستان، ليکوال: سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار


ـ باچا خان په افغانستان کې،ليکوال: سيد عثمان سنجش


۷ـ د ۲۰۰۸ کال د نوامبر پر ۲۸ د جرمني د هورت په ښار کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا په د ( باچاخان ، دامن او عدم تشدد سترمبارز) تر سرليک لاندي  لوی سيمينار جوړ شو.په دې سيمينار کي د امريکا او افغانستان برسېره د بېلابېلو اروپايي هيوادونو څخه پوهانو ، ليکوالو او د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې پيروانو برخه اخستې وه . راپور يی دلته لوستلی شۍ


۸ـ په همدې ورځ 28.11.2008 د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخواه دجلال آباد په ښار کې هم دباچاخان پر قبر د ګلو ګیډې کیښودل ښوي او وروسته تر هغه په همدې اړه یوه مشاعره جوړه شوي وه .


ـ د افغانستان معلوماتي مرکز لخوا (زموږ د باچا خبرې، د يحيی وردک راټولونه» په نامه نوې کتاب په زرو ټوکو کې په آلمان کې خپور شو. پوره کتاب دلته کتلې او لوستلې شۍ.


 


۹ـ د نومبر پر اتمه په نيويارك كي د خان عبدالغفار خان پر ژوند او مبارزه يو تفصيلي مستند فلم وښودل شو. دغه فلم د (سرحد ګاندی: باچا خان، دسولي يوڅراغ) په نوم د فلم جوړوونكي ټي سي لوهان ۲۱ كاله پر دې فلم تحقيق كړى، د نيويارك په هندو امېريكن فسټيوال كي نندارې ته وړانديشو. څو اونې مخکښی دغه فلم په پېښور کې هم ښودل شوی دی.


 


۱۰ـ د باچا خان په هکله دافغانيک په ويبسايت کې په آلماني او انګليسی ژبو د ليکنو خپرول: http://afghanic.de/index.php/content/view/38/58/lang,de


 


۱۱ـ د لر اوبر ويبسايت په مرسته د باچا خان په هکله يو ويب سايت جور شو: http://larawbar.com/bachakhan


دلته به د باچا خان په هکله نوې ليکنې او  راپورونه خپريږي .


 


يحيی وردک، wardak@afghanic.org


بن ښار، ۱۹، جنوری ۲۰۰۹ م ک


 


نوټ : کيدای شی دلته په تیر کال کې د باچا خان په اړوند ټولی هڅې نه وی راغلی. هيله مند يم، تاسو په دې هکله د راپورونو او موادو په رالېږلو سره زموږ سره مرسته وکړۍ.