کور / تازه خبرونه / د بوش سره مخه ښه د بوټونو په ويشتلو وسوه

د بوش سره مخه ښه د بوټونو په ويشتلو وسوه


په سوونو مظاهره چيانو د امريکا د تلونکي ولسمشر ډبليو بوش د کار په وروستۍ ورځ له هغه سره د بوټونو او چوټو په ويشتلو مخه ښه وکړه.
دغه مظاهره چيان چي د سپيني ماڼۍ شاوخوا ته راټول سوي وه، سپينه ماڼۍ يې په چوټو او بوټونو وويشتل او د جنګ خلاف نارې يې وهلې او د بوش له جنګي پاليسيو څخه يې د شعارونو په ورکولو خپله کرکه څرګنده کړه.
مظاهره چيانو د عراقي ژورناليست منتظر الزيدي له کړني څخه ملاتړ اعلان کړ، چي جمهور رئيس بوش يې د خبري کنفرانس پر مهال په بوټونو ويشتلى وو.
قهرېدلو مظاهره چيانو ډبليو بوش د امريکا له اساسي قانون څخه په سرغړونه تورن کړ او وايي د نوموړي د غلطو پاليسيو حساب نسته.
سروې ګاني ښيي چي د امريکا تلونکى ولسمشر بوش د دغه هيواد په تاريخ کي هغه واکمن دئ چي د تګ پر مهال يې په امريکايي ولس کي د محبوبيت کچه تر بل هر يوه کښته ده.