کور / تازه خبرونه / واشنګټن د واک د انتقال په خاطر امنيتي تدابير نيولي دي

واشنګټن د واک د انتقال په خاطر امنيتي تدابير نيولي دي

تمه ده چي نن به د امريکا متنخب ولسمشر باراک اوباما د امريکا د ٤٤ ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
خبرونه وايي د دوو ميليونو په شاوخوا کي امريکايان به د اوباما د لوړي مراسم له نيژدې څخه وګوري.
په دې مخه په واشنګټن کي سخت امنيتي تدابير نيول سوي دي.
د امريکا هوايي او سمندري ځواکونو په هوا او اوبو کي ګزمې شروع کړي او د واشنګټن پر سړکونو په زرونو پوليس او پوځيان د امنيت د ټينګولو په موخه ځاى پر ځاى سوي دي.
همدا راز د امريکا ايف بي آى او سي، آى، اې استخباراتي شبکو هم خپل په زرونو مامورين د پټو اطلاعاتو د ترلاسه کولو په خاطر ګومارلي دي.