کور / تازه خبرونه / روسيه له افغانستان سره دفاعي مرستي کوي

روسيه له افغانستان سره دفاعي مرستي کوي


د روسيې جمهور رئيس ديميتري ميديوف د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه ليک ته مثبت جواب ورکړى چي د نومبر په مياشت کي يې له دغه هيواد څخه د پوځي مرستي غوښتنه کړې وه.
روسيه وايي د افغانستان د دفاع له وزارت سره به د ټانکونو او الوتکو او نورو روسي پوځي سامان آلاتو د پرزو مرسته وکړي.
د دغه هيواد جمهور رئيس له افغانستان سره د خپل هيواد پوځي مرستي په سيمه ايزه دفاعي همکاري کي مهمي ګڼلي دي، خو کارپوهان وايي امريکا چي د افغان پوځ د روزني چاري پر غاړه لري، هيڅکله به افغانستان له خپل پخواني حريف روسيې سره دفاعي پوځي همکارۍ ته پرېنږدي.