پاكستان ۱۲۵ افغانان خپل هيواد ته له سپارلو وروسته ۲نور ونيول

خان زمان کاکړ | جنوري 19th, 2009



پاكستاني دولت يوسل پنځه ويست افغان وګړي افغان دولت ته له سپارلو وروسته دوه نور بيا نيولي دي 



د مالوماتو له مخي پاكستاني دولت هغه  يوسل پنځه ويست افغان وګړي چي په بېلابېلو وختونو كې يې د غيرقانوني استوګنې په تور كي نيولي وپه چمن كي و افغان دولت ته سپارلي دي 


دغه يوسل پنځه ويست افغان وګړي خپل هيواد ته له سپارلو وړاندي د كوټي د ولسوالۍ په بنديخانه كې بنديان و


بل پلود بلوچستان ايالت  د نوكنډي په سيمه كي دوه افغانان چي له كوټي څخه د تفتان پر لور په موټر كي سپاره وه نيول سوي دي 


 د دولت له خوا په وركړل سويو مالوماتو كي پر دغو كسانو تور لګېدلى چې په بې قانونه توګه يې د تفتان له لاري و ايران ته د ننوتلو هڅه كوله

Copyright Larawbar 2007-2024