کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پنجاب ته د پاكستان د تجزيې مباركې وايو

پنجاب ته د پاكستان د تجزيې مباركې وايو

په دي وروستيو شپو ورځو كې د غربي رسنيو په ژبه د پاكستان د ټوټه كيدو او تجزيې ګرمي خبري رواني دي.
هغه د چا خبره چې دى موضوع د ځينو پنجابيانو لپاره سر خوږى پيداكړى دى خو په منطقه كې د سولې د پلويانو لپاره ښه زيري بلل كيږي او مونږ دي خبري ته د نيك شوګون په سترګه كورو.
كه سړى د آزاد قضاوت په درياب كې د پاكستان د لنډكي تاريخ په درشل كې وڅيړي، نو دا به جوته شي چې د پاكستان تجزيه تاريخي ضرورت دى. مونږ د پاكستان د تجزيې ځيني عوامل او ضرورتونه دلته ذكر كوو چې د قضاوت لپاره يې لوستونكي تر غور لاندې ونيسي.
۱- د دوهمي نړيوالې جګړي څخه پخوا د ځمكي د كرى په مخ د پاكستان په نوم كوم هيواد، ولايت، ولسوالي، علاقه داري او حتى پدي نامه يو كلى هم موجود نه وو. خو كله چې دوهمه نړيواله جګړه پاى ته ورسيده ، نو پاكستان د يوه مرغيړي(سمارق) په شان په منطقه كې را پيدا شو. او هغه هم د يوه زهر لړونكي مرغيړي په توګه.
۲- د پاكستان هيواد د كوم تاريخي ضرورت پر بنياد ندي جوړ شوى بلكې د هغې زماني د استعمار د شومې پديدي په پايله كې زيږيدلى دى . يعني هغه وخت چې د هندوستان په نيمه قاره كې د بريتانيي د استعمار ټغر ټوليده، تر دى ناولى ټغر لاندې د پاكستان مخ را څرګند شو.
۳- كه چيرته د پاكستان د تجزيې خبري اوس ګرمي دي خو د پاكستان د هيواد تجزيه خو لا د شيخ مجيب الرحمن په زمانه كې شروع شويده. يعني هغه وخت چې شرقي پاكستان ( بنګال) د پنجاب څخه آزادۍ واخستله، او د جنرال نيازى تر قومانده لاندې يې ( ۱۰۰۰۰) پنجابي فوجونه په اسارت كې كښيوتل نو د همغې ورڅي څخه د پاكستان تجزيه پيل شوى ده.
۴- د بلوچستان د ستر قومي مشر( اكبر بوګتي) نامردانه وژنه د پاكستان د تجزيې په لورې يو بل ګام دى چې پخپله د هغه هيواد واكداران يې تر سره كوي.
۵- د پاكستان هيواد د څلورو ايالاتونو څخه جوړ شوى دى چې د دي جملي څخه درى ايالاتونه د پاكستان د موجوديت مخالف دي. د پونم په نوم د دريو ايالاتونو د اوسيدونكو اتحاد زمونږ د پورتنې خبرى ښه ثبوت دى.
۶- د پاكستان هيواد د څرګند عامل په اساس ندى رامنځ ته شوى بلكې د ذهني انګيزي په وجود كې منځ ته راغلى دى. او تجربي داسي ښودلى ده جې اذهان د تل لپاره د تغير په حالت كې دي . نو څكه ويلايشو چې د پاكستان د هيواد پايداري هم هيڅوك نشي تضمن كولاي.
۷- په پښتو كې متل دى ( كومه مرغې چې د نورو مرغانو له سيل څخه ووزي هغه باد وړي) خو مونږ ګورو چې پاكستان د نورې نړۍ په مخالف لورې كې ولاړ دى. يعني د منطقي ولسونه سوله غواړي خو پاكستان د نړۍ د بنيادګرى، ترور او دهشت په مركز بدل شوى دى. نو له دي كبله ويلاى شو چې پاكستان پخپله خوښه د نابودى او تجزيې خواته روان دى.
۸- هر انسان، كورنۍ او ټولنه په دي لټه كې وي چې د خپلو ګاونډيانو سره ښي اړيكي ولري او په سوله كې ژوند وكړي. خو په منطقه كې د پاكستان دوست ګاوندى نه تر سترګو كيږي او دا هيواد په سيمه كې د يوه جګړه مار هيواد په توګه بدل شوى دى .
بر سيره پر پورتنيو عواملو، بې شميره نور عوامل هم شته چې د پاكستان هيواد يې له دغه كړكيچ سره مخامخ كړى دى.
دا چې اوس د پاكستان دولت ټوله نړۍ د دغې ناوړه او شومي ( ترهګري او تروريزم) پديدي له تهديد سره مخامخ كړى ده . او غواړي چې د دوي په واسطه په سيمه او نړۍ كې بې ثباتې او بې امنې ته لمن ووهي او هيڅكله يې هم د دغې غير اسلامي او انساني پديدي پر وړاندې له نړيوالې ټولنې سره په ريښتيني توګه همكاري ونكړه اوتل په دي هڅه كې ول چې د تروريزم پر وړاندې د مبارزي پر ځاي د هغوي په تمويل او تجهيز يې لاس پورې كړ، چې نړيوالې ټولنې هم د دوي د دغې تكلارې پر وړاندې دي پريكړي ته رسيدلي ده چې د سويلي آسيا په راتلوونكي نقشه كې به پاكستان شتون ونلري او د تجزيه كيدو له خطر سره به مخامخ شي چې دا به د نړۍ او سيمي په ګچه بيا په تيره د افغانستان او هند لپاره يو ښه زيرى وي ځكه چې اوس په خپله د پاكستان مظلوم ولس او ټوله نړۍ د ترهګرو او تروېزم له منځه وړل غواړي نه دا چې د تروريزم روزنه او تمويل.