کور / تازه خبرونه / خوست: د ناټو پر پوځي آډه، د موټر بم بريد وشو

خوست: د ناټو پر پوځي آډه، د موټر بم بريد وشو

د خوست ښار نېږدې درې كيلومټره ختيځ ته، د ناټو ځواكونو پوځي آډې په دروازه كې د موټر ېه وسيله ځانمرګى بريد شوى او له امله يې د ځواكونو په وينا ديارلس تنه ټپيان شوي دي.


د ټپيانو دوه تنه، چې يو ماشوم ؤ، د خوست ملكي روغتون ته وړل شوي وو او د ډاكټرانو په وينا ماشوم د سختو ټپونو له امله ساه وركړې او دويم يې تر درملنې لاندې دى.


د پېښې يوولس نور ټپيان، چې د ناټو په وينا يو افغان ساتونكى، پېنځه ماشومان او يوه ميرمن هم پكې شامل دي، د دوى پوځي روغتون ته وړل شوي دي.


ځواكونه دا هم وايي، چې په ټپيانو كې ماشومان او ميرمن هغه ناروغان دي، چې د دوى كلينيك ته د درملنې او دوا اخېستو له پاره ورغلي وو.


طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د فلاينكوچ ډوله موټر په وسيله دا بريد، د حميدالله په نوم د دوى يوه ملګري كړى او ادعا كوي، چې افغان او بهرنيو ځواكونو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې.


له بريد وروسته د پېښې سيمه د ناټو او له هغوى سره د همكارو افغان ځواكونو له لوري كلابنده شوه او هلته هېچا ته د ورتلو اجازه نه وركول كيده، خو هلته ولاړو افغان سرتېرو دا هم ويل، چې ځواكونو د پېښې ځاى ته څېرمه يو شكمن كس هم په نښه كړى او وژلى دى.


دا بريد په خوست كې د بهرنيو ځواكونو د دويمې پوځي آډې په وره كې شوى، له دې وړاندې هم په دغه ولايت كې د صحراباغ په نوم، د دوى سترې پوځي آډې ته څېرمه د موټرونو په وسيله دوه ورته ځانمرګي بريدونه شوي وو