ترتیب: حمید مهمند.
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې ۱۹ نیټه.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د افغانستان په اړه د امریکا د منتخب ولس مشر بارک اوباما ستراتیژیو او پلانونو ته په اشارې لیکلي دي چې دا طرح هم په امریکا کې دننه او هم بهر له مخالفتونو سره مخ ده.
ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرلیک کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې د هند او پاکستان ترمنځ د بحران په هواري کې د ولس مشر کرزي رول ډیر مهم وو.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې افغان ولس مشر ته د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز اصف علي زرداري کړې وو.
ورځپاڼې په هیواد کې د اداري فساد او د هغې د مخنیوي د لارو چارو په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په اړه د لویدیځ د ځینو چارواکو په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او هغه يې په افغانستان کې د شتو واقعتونو پر خلاف بللې دي.
ورځپاڼې په بوداپسټ کې د ناټو د راتلونکې سرمشریزې په اړه په یو مطلب کې د افغانستان په اړه ځینو مهمو ټکو ته اشاره کړیده.
ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې د افغانستان روانو ستونزو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې د حل تر ټولو غوره لاره کومه یوه ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا د بهرنیو چارو د راتلونکې وزیرې میرمن کلنټن څرګندونو ته په اشارې چې پکې په افغانستان کې اداري فساد او د حکومت ناتواني ته اشاره شوې وه لیکلي دي چې په افغانستان کې د بدلون د راوستلو زنګ ووهل شو.
ورځپاڼې په افغانستان کې د ملیشو د جوړولو لپاره روانو هڅو ته هم کتنه کړې او هغه يې یوه ستره تیروتنه بللې ده.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د کابل د امنیې قومندان په حواله لیکلي دي چې په پلازمینه کې د امنیت د ښه کولو لپاره نوي پلانونه ترلاس لاندې دي.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دا سپارښتنه راغستې چې امریکا دې په افغانستان کې خپله ستراتیژي نه بدلوي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې دا د ولس مشر کرزي وروستۍ هڅه ده
ورځپاڼې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د فعالیت په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې اوس مهال شاوخوا اتیا سیاسي ګوندونو د فعالیت جواز ترلاسه کړې خو هیڅ نشي کولې.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم په یو مطلب کې په افغانستان کې د اداري فساد ستونزې ته اشاره کړې او د ناټو د عمومي منشي یاپ دې هوپ شیفر په حواله يې لیکلي دي چې د افغانستان ستونزه د دولت بې کفایتي ده نه طالبان.
ورځپاڼې په افغانستان کې د نشه يې توکو د کارو بار په اړه هم یو مطلب خپور کړې او پوښتلي دي چې د دې سوداګرۍ مسؤل څوک دې.
دې ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه د امریکا د منتخب ولس مشر بارک اوباما د نویو سیاستونو په اړه یو مطلب خپور کړې دې.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې په افغان دولت د ناټو د عمومي منشي وروستیو انتقادونو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې د روانو ستونزو مسؤل څوک دې.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد روانې مبارزې ته په اشارې لیکلي دي چې ښايي دا مبارزه ګړندۍ شي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا هم د افغانستان د ملي شورا تیر درې کلن فعالیتونه څیړلې او پوښتلي دي چې ملي شورا به پخپل څلورم کاري کال کې څه وکړي.
ورځپاڼې د کرنې له پلوه د افغانستان د خود کفا کیدو مسله هم راغستې او لیکلي دي چې دا مسله د افغان دولت او نړیوالې ټولنې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
ورځپاڼې په افغان دولت دا انتقاد هم کړې دې چې د ځوانانو په وړاندې کومه ځانګړې پالیسي نلري.