کور / شعر / دکلي مازديګر

دکلي مازديګر


زيړمازديګرئ شته خودپېغلومې ګودرنشته
تاوبه له منګوشول دبنګړوداشوراوشرنشته
زړه مې رانه تېرمازديګرئ دکلي بياغواړي
هو کلۍ مې هغه دی خواوس ئې دزړه سرنشته
ورځوپسې شپې وي خوپه شپوپسې صباه راځي
پټه ده وريځ کې نن هغه وړانګه دلمرنشته
څومره ئې دخياله کوږ ورمېږ وړ په ګودرباندې
نن صباځوانانوکې دخيال هغه هنر نشته
پيرکوتۍ مې کلۍ لوی سپېداردکلي جمعه وه
جاردې ملکياره شم بې تانه مې اخترنشته
څنګه ،اصلزيه، دخپل کلي لاس په سرشولې
تاته چې ياديږي نن هغه لمڅۍ ټغرنشته



٢٠٠٨،١٢،٨