د وطن ناوې!

د لراوبر اداره | جنوري 19th, 2009



ګل د ارمانونو مې سپرلي غواړي
شور غواړي شرنګار غواړي مستي غواړي
مرګ سره چې ګرځي لاس په غاړه  شي
ډار د مړينې لاړ  شي ازادي  غواړي
پرېږده اوس د پلار  او د نيکه  کيسې
خوار ولس  مو عزم  فولادي غواړي
نښې د خوشال خټک خويونو ته
خدايږو چې يو لوی زړه د زمري غواړي
څو پورې به سپين لاسونه ګرځوي
ناوې سره  لاسونه   شنه  بنګړي غواړي
موږ که د سيالانو سره تلل  غواړو
دا له موږ خويونه  ابدالي  غواړي
څوک که د شېرينې  خپلول غواړي
سر غواړي   ټينګ عزم فرهادي غواړي
ځار دې شمه وروره د وطن  مورکۍ
تا نه او له ما نه  ابادي  غواړي
راشه  رڼا پرېږده  نن  د خولې  کيسې
خوار ولس رښتېنې  قرباني  غواړي

Copyright Larawbar 2007-2024