کور / علمي / د ارواسیاEurasien د سیمې پر سر سیالې(دریمه برخه)

د ارواسیاEurasien د سیمې پر سر سیالې(دریمه برخه)

زما په اند، دا مهمه نه ده، چې موږ تر کوم ډول نظام لاندې تیل ساتلی شو.خو دا ماته تر لمره روښانه ده، چې تیل زموږ له پاره ژوندیز ارزښت لري .    (آرتور جیمز بالفور)


د فسیلي انرژۍ زړې نوې نقشې:


لومړۍ نړیواله جگړه لا روانه وه، چې د وخت سترو ځواکونو، بریتانیا او فرانسې هوډ وکړ، عثمانی امپراتورې ټوټې ټوټې او په خپل منځ کې سره وویشي. په همدې موخه بریتانیا له یوېخوا د منځنی ختیځ لارښودو ته د خپلواکې د ژمنې په ورکړې، هغوي د عثمانی امپراتورې په وړاندې پاڅون ته وهڅول او له بلې خوا یې د تزاری روسیې او ایتالیا په پوهاوی له فرانسې سره په گډه پر یوه پټ پلان، سایکس ـ پی کوت Deklaration Picot Sykes- هوکړه وکړه. دغه پلان د بریتانیا د هغه وخت د دفاع د وزیر د سلا کار، مارک سایکس Mark Sykes او فرانسوی دیپلومات، جورج پی کوت Georges Picot د طرحې پر بنسټ رامنځته او د ۱۹۱۶ کال د می په ۱۶ د دواړو هیوادونو د حکومتونو د مشرانو له خوا لاسلیک شو. د دغه پلان له مخې؛
• ایتالیا: د مدیترانې د سمندرگی د اژې Ägäis په ختیځ کې د دودیکانوس Dodekanes په نامه دولس ټاپوگان ترلاسه کړ، چې هغه تر دوهمې نړیوالې جگړې پوري د ایتالیا تر نیواک لاندې و (وگوري: Dodekanes-Wikipedia). په پام کې و، چې تزاری روسیې به د ترکیې ارمنی سیمه او د ایریوان سویل لویدیځه کردی برخه ترلاسه کړی،
• فرانسې: د عراق په شمالی برخې، سوریې، لبنان او د عثمانی امپرتورۍ پر سویل ختیځې برخې، چې په دریمه نقشه کې د A سیمه بلل شوې او
• بریتانیا: د اوسنی اردن، کویت، عراق او د حیفا د شأ و خوا پر سیمو، چې په دریمه نقشه کې د B د سیمې په نامه یاده شوې، واکمنې ترلاسه کړه. باید یادونه وشي، چې، بریتانیا او فرانسې، تر خپل نیواک لاندې سیمو کې د هیوادونو تر منځ د پولو د ټاکلو په برخه کې ازاد لاس درلود (وگوري: Wikipedia, Sykes-Picot- Abkommen او دریمه نقشه).
د لومړۍ نړیوالې جگړې په پایته رسیدو سره، نه یوازې دا چې عربو خپلواکې ترلاسه نه کړه، بلکې ان فرانسه په سیمه کې له ستونزو سره مخامخ شوه. کارېن کنیسل Karin Kneissl په دې اړه لیکی: په کال ۱۹۲۰ کې د فرانسې او بریتانیا مرکچیانو د ایتالیا د سان ریمو په هوتل کې سره جرگه شول.” په داسي حال کې چې دوي د تیلو د راتلونکې پر سر یو له بل سره ډغرې وهلي، د متحدو ایالتونو استازي د هوتل په بڼ کې د ورځپانو په لوستلو لگیا وو. د دغو خبرو اترو مرکزی ټکی له موصل څخه تر حیفا پورې د تیلو د یوه نل لیک تیرول و …” (Kneissl, Karin, 2006). ځکه د بریتانیا دولت د خپلو څارگرو له خوا، چې په سیمه کې د لروغونپوهانو په جامو کې په کیندنه بوخت وو، کره (دقیق) مالومات ترلاسه کړي وو، چې د فرانسې تر اغیز لاندې

دریمه نقشه: د عثمانی امپراتورۍ ویش د سایکس ــ پی کوت د پلان له مخې




اخځ:
http://de.wikipedia.org/wiki/Sykes-Picot-Abkommen

سیمه، موصل کې د تیلو سترې زیرمې کشف کړي دي. بریتانیا هم د دغه ستراتیژیک توکی (تیل) تر کنترول راوستلو په موخه، خپل له یو میلیون څخه زیات سرتیري منځنی ختیځ ته واستول (وگوري: Engdahl, F. William, 2003, S. 67)، چې خپله برترې په جگړه کې له اقتصادي پلوه د کمزورې شوې فرانسې تر اغیز لاندې سیمه کې ثابته کړې. له همدې امله د بریتانیا لومړی وزیر، د فرانسې له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د عراق شمالی سیمه، موصل بریتانویانو ته وروسپاری او بریتانیا به د هغه په بدل کې:
1. پر سترې سوریې باندې د فرانسې له ادعا څخه، د نورو ځواکونو په وړاندې دفاع وکړی،
2. د موصل د سیمې د تیلو نیمایي ترلاسه شوی عاید به فرانسې ته ورکوي،
3. د المان د راینRhein او رور Ruhr په سیمه کې به د فرانسې له وړاندې تک څخه ملاتړ وکړي (وگوري: Engdahl, F. William, 2003, S. 72).
د سایکس ــ پی کوت د تړون په ژورې څیړنې سره سړی ته دا چوته کېږي، چې بریتانیا نه یوازې عرب، بلکې ان د ټلوالې غړی هیواد، فرانسه هم دوکه او د انگدال Engdahl په وینا، “یو اس دوه ځله خرڅ” او وکولی شول، د سان ریمو د تړون د یوې مادې له مخې د بهرنيو هیوادونو د تیلو شرکتونه د منځنی ختیځ په تیره د عراق د شمالی سیمې له هغو څخه بې برخې کړي (وگوري: Engdahl, F. William, 2003, S. 95). د مدیترانې د سمندرگي له لارې، نړیوال بازارونو ته د سیمې د تیلو د وړاندې کولو له پاره، بریتانویان د نل لیک جوړولو ته اړ و، چې ” د دغه نل لیک په اوږدو کې د عراق، اردن او سوریې ترمنځ پولې رامنځته شوې. په دې توگه اروپایي ځواکونو په کال ۱۹۲۰ کې د سیمې ملی دولتونه د ښکیلاک په نوې بڼې سره رامنځته کړل او د دغو دولتونو د خپلواکې په ترلاسه کولو سره، د دوي تر منځه دغه رامنځته شوې پولې په خپلې بڼې سره پاتې شوې (Kneissl, Karin, 2006). سربیره پر دې بریتانیا فلسطین د یوې دښمنې سیمه په نامه تر خپلې ولکې لاندې راوست. که څه هم هغه د سایکس ــ پی کوت د پلان له مخې، باید یوې نړیوالې ادارې، د ساری په توگه د ملتونو ټولنې تر خپل کنترول لاندې نیولې وی. (وگوري د سایکس ــ پی کوت دریمه ماده او دریمه نقشه). د فرانسویانو او عربي امیرانو له غولونو وروسته، بریتانویانو د بالفور د اعلامیې Balfour – Deklaration په خپرولو سره د فلسطین سیمه یهودانو ته د ملی ټاټوبی په توگه ډالې کړه (وگوري: Balfour – Deklaration ). ځکه بریتانویانو ته له اقتصادي، سیاسي، مالي او سوداگریز پلوه د داسی یو دولت بنسټ ایښودل څرگند و. هانس کرونبرگر په دې باب لیکی: ” په خپل منځوي شخړو کې د ډوبو عربي هیوادونو تر منځ باید داسی یو دولت رامنځته شي، چې هغه د بریتانیا تر قیمومیت لاندې خو اداره یې د یهودانو په لاس کې وي او هغه هم په دې موخه، چې د بریتانویانو اغیز په دغې بې ثباته سیمه کې د تل له پاره سمبال شی” (Kronberger, Hans, 1998, S. 44). له دغو هاند و هڅو سره سره د بریتانیا دولت و نه شو کړی، خپل ترلاسه شوی دریځ په سیمه کې وساتي. ځکه دغه دولت هم د لومړۍ جگړې په ترڅ کې د متحدو ایالتونو له دولت او د دغه هیواد له خصوصي بانکونو څخه د جگړیزو تجهیزاتو او تیلو د واردولو له امله زیات پوروړی شوی و، چې یوازې د متحدو ایالتونو د خصوصي بانکونو، مورگان Morgan د پور ونډه ۲۵،۱ میلیاردو ډالرو ته رسیده (وگوري: Engdahl, F. William, 2003, S. 85) او ” له کال ۱۹۱۳ څخه تر کال ۱۹۱۵ پورې انگلستان ته د امریکایي صادراتو وده ٪ ۶۸ وه” ( Engdahl, F. William, 2003, S. 85) او د متحدو ایالتونو دولت د لومړې نړیوالې جگړې په بهیر کې د یوه نړیوال اقتصادي ځواک په توگه رامنځته او پر نړیوالو سمندري لارو، پاڼگې او په تیره بیا د منځني ختیځ د طبیعي اومه توکو لکه د تیلو او گازو پر زیرمو، د کنترول ادعا وکړه. د لومړې نړیوالې جگړې له پایته رسیدو وروسته بریتانویانو د متحدو ایالتونو د دغې غوښتنې په وړاندې څه نا څه یو لسیزه په ښکاره او پټه توگه مبارزه وکړه. خو بالاخره دغه هیواد د خپلې اقتصادي کمزورتیا له امله بله لار نه درلوده، پرته له دې چې د امریکایانو دغې غوښتنې ته غاړه کېږدي. د همدې لامَل پر بنسټ د دواړو هیوادونو د تیلو د سترو شرکتونو استازي سره جرگه شول، چې د منځنی ختیځ د تیلو په اړه خبرې اترې تر سره کړي. د دغو خبرو اترو لاسته راوړنه د هغو د زیرمو د بیا ویش، بیې او د تولید د ونډې پر سر یوه هوکړه وه. د دغې هوکړې پر بنسټ ” د تیلو سترو شرکتونو، په اصطلاح اووخویندو، چې د هغو له ډلې څخه پنځه یې لکه:
• ستاندارد اویل اف نیوجرسی Standart Oil of New Jersey (اوسنی اکسون Exxon)،
• ستاندارد اویل اف نیویارک Standart Oil of New York (اوسنی موبیل Mobil)،
• ستاندارد اویل اف کالیفرنیاStandart Oil of California (اوسنی شورون)،
• گلف اویل Gulf Oil او
• تگزاکو Texaco امریکایي او دوه نور یې لکه:
• رویال داچ – شل Royal Duch – Shell او
• د انگلیس – فارس د تیلو شرکت Anglo – Persian- Oil (اوسنی بریتیش پترولیم BP)، بریتانوي وو، د نړۍ د تیلو د بازارونو کنترول تر لاسه کړ (وگوري: Spillmann, Kurt, R., 2006). دغه هوکړه د بریتانیا د حکومت او د متحدو ایالتونو د دولت له خوا تصویب او د سرې کرښې د تړون (Red – Line – Abkommen رید لاین) په نامه ونومول شوه” (Kronberger, Hans, 1998, S. 50).
دغه سره کرښه ” د داردانل Dardanellen له تنگې څخه نیولی د فلسطین، سویز کانال او یمن څخه تیره د فارس د خلیج له لوری د ترکیې، سوریې، لبنان، سعودي عربستان، اردن، عراق او د کویت په شأ و خوا” راتاو وه ( Engdahl, F. William, 2003, S. 120 او همدارنگه وگوري څلرمه نقشه).
څلرمه نقشه: د سرې کرښې تر منځه ستراتیژیکې سیمې




اخځ:
http://www.oelberatung.de/HTML/Oel_popUp1.html

د دغې هوکړې له تصویب سره سم د تیلو نوموړو کنسرنو (اوو خویندو) د سرې کرښې د سیمو د تیلو او گازو د زیرمو انحصار ترلاسه او په دې توگه دوي ته، د سیمې د اومه توکو د تالان (لوټولو او چور) زمینه برابره شوه. د تیلو کنسرنو پرته له دې چې د تیلو د زیرمو لرونکو هیوادونو له واکمنو سره د هغو د تولید د وندې او بیې په اړه کومه هوکړه وکړي، په ډیره ارزانه بیه او په زیاته پیمانه راایستل او نړیوالو بازارونو ته به یې د خپلو قیمتونو د سیاست له مخې، چیرته په ارزانه او چیرته هم په ډیره لوړه بیه وړاندې کول. د دغو کنسرنو دا ډول سیاست، له یوېخوا د زیرمو لرونکي هیوادونو واکمن دې ته اړ کړل، چې د خپلو زیرمو د تالان د مخنیوي په خاطر د یوه ګډ دریځ د غوره کولو په لټه کې شي، چې د دوي په غوښتنو کې ترټولو دمخه د زیرمو د اومه توکو له پاره د عادلانه بیې غوښتنه او ان د یوه سازمان رامنځته کول شامل و.
له بلې خوا د تیلو لگښت کونکي هیوادونه په دې لټه کې شول، چې په متحدو ایالتونو او بریتانیا پورې د نه تړلتیا په خاطر یا له نورو هیوادونو سره د خپلو اړتیا وړ تیلو په برخه کې تړون لاسلیک کړي، چې ښه بیلگه یې د شوروی اتحاد او المان تر منځه په کال ۱۹۲۲ کې د راپالو Rapallo په نامه تړون دئ (وگوري: Der Brockhaus, Bd., 11, 1998, S. 298) او یا هم خپل د اړتیا وړ تیل له نورو لارو ترلاسه کړي. له همدې امله د المان چارواکو خپل څانگیز پوهان دې وهڅول، چې د تخنیکي وسایلو په مرسته د سون داسي مصنوعی توکي تر لاسه کړي، چې د تیلو ځای ونیسي. ځکه د المان د واکمن، ادولف هیتلر په اند: ” اوسمهالیز اقتصاد د المان له پاره، چې د سیاسي خپلواکۍ غوښتونکی دئ، له تیلو پرته د تصور وړ نه بریښي. نو ځکه د المانی ماشین د سون توکي باید یو واقعیت وبلل شي، ولو که هغه زیاتې سرښندنې ته اړتیا هم ولري. له همدې امله د ډبرو له سکرو څخه د هایدروجنو ترلاسه کول یو اړین عمل بلل کېږي” (Yergin, D., 1991, S.425). د همدې هاند و هڅو په ترڅ کې المانی کیمیا پوه، فریدریش برگی یوس Friedrich Bergius په کال ۱۹۱۳په دې بریالی شو، چې د ډبرو سکاره په مایع تبدیل او له دغې مایع څخه د سون داسي توکي ترلاسه کړل، چې د تیلو په ځای ور څخه گټه تر لاسه کیده. د همدې کشف له پاره، برگی یوس ته په کال ۱۹۳۱ کې د کیمیا د څانگې د نوبل جایزه ورکړ شوه.
څنگه چې المان په خپله خاوره کې د طبیعي تیلو له زیرمو بې برخې او په لومړې نړیوالې جگړې هم د هغو د نشتوالی له امله له ماتې سره مخامخ شوی و، نو په دې هڅه کې شو، خپله اړتیا د مصنوعي تیلو په تولید سره څه نا څه اقناع کړي. د همدې اړتیا پر بنسټ و، چې په ۱۹۴۰ کال کې د سون د دا ډول توکو ورځنی تولید لس میلیونو لیترو ته ورسید او دغه ونډه تر کال ۱۹۴۳پورې دوه برابره شوه (وگوري: Kronberger, Hans, 1998, S. 54). لکه څنگه چې مخکې یادونه وشوه، هیتلر د تیلو په اقتصادي او سیاسي ارزښت پوه او هغه یې د صنعت د اومه توکو یو ډیر مهم عنصر او د خپلو راتلونکو پلانونو د پلی کیدو له پاره یو اړین شرط باله. نو ځکه د دوهمې نړیوالې جگړې په ترڅ کې د مصنوعي تیلو د تولید ترڅنگ د تیلو د طبیعي زیرمو لاندې کول او د هغوي کنترول د نوموړی تر ټولو مهمه ستراتیژې وه. د دغې موخې د ترلاسه کولو له پاره الماني پوځونو په کال ۱۹۴۲ کې د ختیځ په لوری خپل ستر یرغل “د آبی رنگه عملیاتو” په نامه پیل کړ. د دغه یرغل موخه د قفقاز د سیمې له لارې د ایران او عراق په لوری پرمختک او د هغوي د تیلو پر پیژندل شوو طبیعي زیرمو کنترول ترلاسه کول و. خو الماني پوځونو په خپلو ټولو سرښندنو او د مدرنو وسلو او تجهیزاتو په لرلو سره، د جگړې په ترڅ کې د تیلو د کمښت او نه ورسیدو له امله له خنډونو سره مخامخ شول. ان ویل کېږي، چې الماني شوبلي به د تیلو د نشتوالي له امله په ورځو ورځو ځای پر ځای ولاړې وې او د دوي لوژیستیکي سمبالښت به د اسونو او اوښانو په مرسته تر سره کیده. نو ځکه د باکو په لوری د دوي پرمختک له ماتې سره مخامخ شو. هیتلر ویلی و: ” که زه د باکو د تیلو د زیرمو په لاندې کولو بریالی نه شم، نو دې ته اړ یم، چې د جگړې بایلل اعلان کړم” (Spillmann, K., R., 2006).
په شمالی افریقا کې هم الماني پوځونه په ورته برخلیک اخته شول. که څه هم دوي د جگړې په پیل کې سترې بریاوې ترلاسه کړې، خو د افریقا په شمال، الجزایر او لیبیا کې د متفقینو د ځواکونو په پلي کیدو سره، دوي له لوژیستیکي پلوه په تیره د تیلو له ستونزو سره مخامخ شول. د دوي د ټلوالې غړی هیواد، ایتالیا جنگي بیړیو په دې بریالۍ نه شوې، الماني پوځونو ته تیل ورورسوي. د المان د پلو ځواکونو قومندان، مارشال اروین رومل Rommel Erwin د تیلو دغه کمښت ته په نغوتې سره ویلی و: چې، ” تر ټولو زړه ور کسان پرته له شوبلو او عالي شوبلې پرته له ډیرو تجهیزاتو بې گټې دي، شوبلې او مرمي په جگړه کې، چې جبهې یې تل د بدلون په حال کې دي، هیڅ گټه نه لري، که هغه د نقلیه وسایلو او د پوره اندازه تیلو په مرسته په خوځښت رانشي” (Kronberger, Hans, 1998, S.56-57).
د تیلو د دغه ارزښت له امله د المان لارښود، هیتلر په دې هڅه کې شو، چې د خپل پوځ دغه بنسټیزه ستونزه په هیواد کې دننه د مصنوعي تیلو د تولید په مرسته له منځه یوسي. خو د سیالو ځواکونو، په تیره د متحدو ایالتونو د جگړه ییزې ستراتیژې بنسټیزه موخه د جگړې په ترڅ کې په دې کې نغښتې وه، چې”د دښمن وسله وال پوځ له تیلو څخه بې برخې کړي”. همدا لامَل و، چې ” د المان د مصنوعي تیلو پر صنعت په پر له پسی توگه هوایي یرغل دوام وموند” (Yergin, D., 1991, S.450). د دغه هوایي یرغل په لړ کې د مصنوعي تیلو صنعت تر زیاتې اندازې پوري ویجاړ او د المان د پوځ ستونزه لا نوره هم ژوره او په دې توگه د هغه جگړه ییز ماشین له کاره ولوید.
سربیره پردې دوهمې نړیوالې جگړې دا په ډاکه کړه، چې تیل نه یوازې په اروپا کې د هغې ستراتیژیکه موخه او هڅونکی ځواک بلل کیده، بلکې په ختیځ په تیره د ارام سمندر په جبهو کې هم ورته رول درلود. د المان د ټلوالې بل غړی هیواد، چاپان هم د جگړې په پیل کې په ډیرې چټکتیا سره د اسیا په سویلی برخه کې خپل اغیز ته پراختیا ورکړه. لکه چې دانیل یرگین د هغه د بریاوو په باب لیکی: ” چاپان د خپل درې میاشتنی تیری په ترڅ کې د اسیا د سویل ختیځ، ټولې بډایې زیرمې په ځانگړی توگه د تیلو زیرمې، چې د هغوي په خاطر یې جگړه پیل کړې وه، تر خپل نیواک لاندې راوستې”(Yergin, D., 1991, S.459).
د چاپان جگړه ییز ماشین پر مخ روان و او پر له پسي بریاوې ترلاسه او د راتلونکو عملیاتو په اړه یې فکر کاوه. د بیلگې په توگه دوي پلان درلود، چې د هند د سمندر له لارې د لویدیځ په لوری پرمختک او په روسیه یا منځني ختیځ کې له الماني پوځیانو سره یو ځای، او متفقین د باکو او ایران له تیلو بې برخې کړي. خو چاپانیان په خپل دغه پلان کې بریالي نه شول. ځکه دوي د پوځي بریاوو سره سره، په جگړه کې له ستونزو سره هم لاس او گریوان وو. د ساری په توگه امریکایانو به له ارام سمندر څخه د شأ تک په وخت کې، د دغې سیمې د تیلو پیژندل شوې زیرمې ویجاړې کړې. نو چاپانیان به دې اړ شول، خپل د اړتیا وړ توکي، د سترو تیل لیږدږنکو بیړیو په مرسته له نورو سیمو څخه سمبال کړي، چې د هغو د لیږدولو (تدارکاتی) لارې به د متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو په تیره د هغو د مدرنو اوپتالونو له خوا تر پر له پسی یرغل لاندې نیول کیدې. له دغو پوځي عملیاتو څخه د امریکایانو او د هغوي د ټلوالې”بسټیزه موخه د خپلو تدارکاتي لارو ساتنه … او د هغو اډو لاندې کول و، چې له هغو څخه وکړی شي چاپان ته د تیلو بهیر پري کړی” (Yergin, D., 1991, S.461).
په دې توگه چاپان د سون د توکو له کمښت سره مخامخ شو. خو د هاواي په شمال لویدیځ کې د مېدوی Midway د ټاپوگانو پر سر د جگړې پیښو په ارام سمندر کې د هغې لوری ته بدلون ورکړ. له دغې ماتې وروسته چاپان دفاعی حالت غوره او بنسټیزه موخه یې له نیول شوو، په تیره له تیلو لرونکو سیمو لکه ختیځ هند او د سوماترا له استانواک او داسي نورو سیمو څخه دفاع وه. خو په جگړه کې د چاپان تر ټولو ستره کمزورتیا په سمندري جگړو کې د متحدو ایالتونو د اپتالونو په وړاندې وه. سربیره پر دې امریکایي سمندري پوځیان په دې بریالي شول، د دوي د سمندري ځواکونو د جگړې د پلان شفر هم کشف او جگړه ییز عملیات یې له پلی کیدو مخکې شنډ کړي. د چاپان د سمندري ځواکونو دړې وړې کیدل د فلیپین ختیځ ته د لایته Leyte په نامه د ټاپوگانو پر سر جگړه کې لا په ښکاره توگه روښانه شول. چاپانیان په دغې سمندري جگړه کې د تیلو د کمښت له امله له ماتې سره مخامخ او خپلې ډیرې بیړۍ هم لاسه ورکړي (وگوري:Yergin, D., 1991, S.459-476).
خو سره د هغه هم چاپان د فلیپین د بیا نیولو په هڅه کې و. ځکه د هغه په له لاسه ورکولو سره، نه یوازې په خپله چاپان په نیغه د سیالو ځواکونو د هوایي بمباریو تر گواښ لاندې راته، بلکې دغه هیواد (فلیپین) د چاپان او د هغه د اسیا د سویل ختیځو د لاندې شوو سیمو تر منځه د اړیکو او همدارنگه د بیړۍ چلولو د کرښې په توگه ځانگړی ستراتیژیک ارزښت درلود. خو چاپانیانو د سون د توکو د نشتوالی له امله، خپل دغه عملیات په وار وار وځندول. په دې ترڅ کې دوي وکولي شول، د لایته پر ټاپوگانو د یرغل په موخه خپل سمندري ځواک له بیلا بیلو سیمو په یوه مرکز کې سره راټول کړي. د ټاپوگانو پر سر جگړه پیل شوه، خو چاپاني ځواکونو په ناڅاپي توگه شأ تک وکړ، چې وروسته بیا د هغه لامَل د سمندري ځواکونو یو قومندان ” د سون د توکو نشتوالی” (Yergin, D., 1991, S.469) وباله.
له دغې ماتې وروسته چاپانیانو د کامېکازه Kamikaze په نامه له بمب غورځونکو الوتکو گټه تر لاسه کوله. دغه الوتکې به، سیالو ځواکونو ته د زیاتې ورانې د وراړولو او د سون د توکو د سپما په موخه له ځانوژنکو پیلوتانو سره یو ځای، د دښمن پوځ په تیره د هغوي د جگړه ییزو بیړو پر سر وچول شوې. د چاپانیانو دغه ډول پوځي عملیات هم د سون د توکو د کمښت له امله له تنکسیا (محدودیت) سره مخامخ شو. برعکس د چاپان پر مهمو ښارونو د سیالو ځواکونو بیسارو هوایي بمباریو دوام درلود. د دغې ناوړه او زړه بوږنونکې وضعې سره سره، بیا هم دغه هیواد خپل مقاومت ته دوام او تسلیمیدل یې ردول. که څه هم امریکایي مشران په دې پوهیدل، چې د چاپان پوځي ځواک د له منځه تلو (زوال) په حال کې دئ، خو د چاپانیانو تر منځه د جنگې روحیې د کمزورتیا کومې نښې نښانې نه تر سترگو کیدي، بلکې داسي بریښیده، چې دوي ټول له وطن څخه د دفاع په خاطر، ځانوژونکو بریدونو ته ځان چمتو کوي. نو امریکایان د خپلو مالي او د پوځیانو د زیان د مخنیوي او د جگړې د پایته رسیدو په موخه، په دې فکر کې شول، چې خپله نوې وسله، اتومي وسله، پر چاپان استعمال کړی. هماغه و، چې امریکایانو لومړی اتومی بمب د ۱۹۴۵ کال د اگست په شپږمه پر هیروشیما Hiroshima او د همدې کال د اگست په نهمه پر ناگازاکې Nagasaki استعمال کړ او دوهمه نړیواله جگړه په ډیرې زړه بوږنونکې بڼې سره پایته ورسیده.
په لنډه توگه سړی ویلی شي، چې پر المان، چاپان، ایتالیا او داسي نورو هیوادونو د متفقینو د بری لامَل، له ځینو استثناوو پرته، ترټولو دمخه په دې کې نغښتی و، چې دوي وکولي شول د جگړې په ترڅ کې خپل پوځي ټولگي، چې د نړۍ په هر برخه کې په جگړه اخته وو، د سون په توکو سمبال کړي. داسي بریښیده، چې تیلو د جگړې په ډگر کې تر وینو زیات ارزښت درلود. د هغو دغه ژوندیز ارزښت ته د بریتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر داسي نغوته کړې و: “زما په اند، دا مهمه نه ده، چې موږ تر کوم ډول نظام لاندې تیل ساتلی شو. خو دا ماته تر لمره روښانه ده، چې هغه زموږ له پاره ژوندیز ارزښت لري (Yergin, D., 1991, S.245).
د دوهمې نړیوالې جگړې تر ایرو لاندې سرو سکروټو څخه دوو سترو ځواکونو، چې د بیلا بیلو ایدیالوژیو پلویان وو، سر راپورته کړ. د دوي هر یو د خپلې ایدیالوژې پر بنسټ د دې غوښتونکي وو، چې د هغې په رڼا کې خپلې ملی گټې خوندی، اغیز ته پراختیا او خپله برتری ثابته کړی. نو ځکه د دوهمې نړیوالې جگړې له پایته رسیدو سره جوخت، د دواړو سیستمونو، سوسیالیستی او پانگه وال نظام، د ټلوالو تر منځه د نړۍ پر پاتې برخه، په تیره د تیلو پر زیرمه لرونکو سیمو، پټه او ښکاره سیالې پیل شوه، چې هغې د تیلو پر نوی نړیوال نظم ستر اغیز درلود. دا چې له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د تیلو نوی نړیوال نظم څه ډول او د هغه په اړه د وخت د سترو ځواکونو ستراتیژې څه ډول وې، په بله برخه کې” د تیلو نوې نړیوالې نقشې” تر عنوان لاندې وڅیړل شي.
پاتې نور بیا

.