کور / شعر / فى البديهه مشاعره

فى البديهه مشاعره

که مو ددې مشاعرې جزيات نه وي لوستي دا ځای کليک کړئ


انګار                       روانې بيا ګودر ته جينکۍ زموږ د کلي 
                             له ستورو سره راغلې سپوږمکۍ زموږ دکلي


شريف مينه وال       سهارنه تر ماښامه د ګودر غاړه سينګار وي
                           چې کله منګى واخلي شين خالۍ زموږ د کلي


کريم مظلوم              تړلې ده مظلومه د رواج په ځنځيرونو 
                             اختر کې به راوځې ليوانۍ زموږ د کلي


خيال حيدرخيل        ملا هم په جومات کې پټو څنډ وهي راتاو شي
                            چې پيغلې راښکاره شي پر بلۍ زموږ د کلي


انګار                       راشين شه پسرليه د شنو څڼو په نڅا کې
                            چې څڼې، څڼې شنه شي ګل غونډۍ زموږ د کلي


سلطان خيرخوا           حيران به ورته پاتې اسرافيل شي په اسمان کې
                              که کله يي تر غوږ شوله شپيلۍ زموږ د کلي


طيب بريال                د ګل پشان ځواني يې د غيرت نه ټوله ډکه
                              ملالې ځاى به نيسي ميړنۍ زموږ د کلي


نظرمحمد خاورې        زه لاس تر زنې ناست يمه ريباره حال يې راوړه
                              له ډيرې مودې ورکه ده غوټۍ زموږ د کلي


حقيقت ځدراڼ           بازار د مطلبي مينې ډير ګرم دى مخلوقه
                             په تيښته په الوت دي ښاپيرۍ زموږ د کلي


ميرعلي ملنګ         په يوه توکړه ډوډۍ پسې ځلمي له کلي تللي
                           اې خدايه نورې ورکې کړې نيستۍ زموږ دکلي


انګار                نغمه، نغمه روانه ده په شرنګ،شرنګ د بنګړو کې
                      سندره شوه، ټپه شوه ترانۍ زموږ د کلي


انګار              که ټوله دنيا څو ځلې راواوړي بيا راواوړي
                   راوا به نه وړي خاورو کې ځوانۍ زموږ د کلي


مظلوم           زما په پټه مينه يې  تمام عالم خبر کړ
                   غندم به په سندرو کې بوډۍ زموږ دکلي


بريال             بريال به په کې ناست و له ملګرو سره يو ځاى
                   اوس ورانه ده ويجاړه ده ماڼۍ زموږ د کلي


ملنګ            ښکاريږي چې شاهين يې په اسمان کې وي ليدلى
                   خاموشې شوې او چوپې شوې مرغې زموږ د کلي


خيال             د خيال کوچى ماشوم مې په ژړا باران ته پروت دى
                   چې کومې سيلۍ وړې ده کيږدۍ زموږ د کلي


خيرخوا          خيرخواه ساده سړى ومه له مينې څه خبر وم
                   ادم يې رانه جوړ کړ درخانۍ زموږ د کلي


انګار              ځوانانو لاس تر زنې ورته مه کينئ دا واورئ
                   بل څوک به شړۍ نه کړي دا وړۍ زموږ دکلي


اميرالله ثاقب   د بلې خاورې داسې پيغلې نشته دي ثاقبه
                   درخو زموږ د کلي ملالۍ زموږ د کلي


مظلوم           زه وير د خپل جانان کوم خاونده ورته خير کړې
                   په چا پسې به وتي وي غدۍ زموږ د کلي


بريال             پخوا به دلته جنګ و د څلورو سترګو مينځ کې        
                   ځوانانو هيرې کړې دي سيالۍ زموږ د کلي


مينه وال        د شيخ نه هم تسپې له لاسه پرېوتې حيران شو
                   په سره شال کې چې راغله ګلالۍ زموږ د کلي


خير خواه       لمڅى کوتک راواخله بس چاره دې بله نشته
                   مين چې شوې زړګيه په شپونکۍ زموږ د کلي


انګار              نرۍ پر کنډو واوختې راپرې دې ښول غمونه
                   در ټولې دې لمن کې کړې مستۍ زموږ د کلي


مظلوم           په هر کور کې ماتم وي په هر کور کې جنازې شوې
                   جنګونو رانه وړې خوشحالۍ زموږ د کلي


خاورې           خاونده چاره وکړې د بې وزله بزګرانو
                   سږ شنه فصلونه ووهل ږلۍ زموږ د کلي


بريال             برياله ستا خو يو ارمان په زړه باندې دۍ پاته
                   تر اوسه دې وا نه غوستې شړۍ زموږ د کلي


حقيقت          په خداى که يې اباد کړې تر څو پورې چې دا حال وي
                   تر څو چې ورکې نه وي دا ټګۍ زموږ د کلي


مظلوم           دښمن ته يې سينه لکه د ډال په شان نيوله
                   اوس خاورې شولې هغه ککرۍ زموږ د کلي


خيال             د ټک او د ټوپک خبره دلته نوې نه ده
                   په خپلو وينو تل لامبي څيړۍ زموږ د کلي


خاورې           رقيبه سر ګردانه به دې يوسي تر مغربه
                   که کله په تا راغله بړبوکۍ زموږ د کلي       


ځلاند            چاپير به پرې ځوانانو د ادم درخو کيسې کړې         
                   سړه شوه د جومات هغه چرګۍ زموږ د کلي         


بريال             تاريخ چې د پلرونو او نيکونو مو ژوندى کړي  
                   راځئ چې پر سرونو کړو لونګۍ زموږ د کلي


انګار              ترې جوړ به غورځنګونه شي، څپاند سمندرونه
                   راپورته که شوې اوښکې او سلګۍ زموږ د کلي


ملنګ            زموږه د پلرونو افسانې د غيرت وايي
                   له ننګ او پښتو ډکې دي له لنډۍ زموږد کلي


انګار              لاليه که د تورې شرنګ دې واورم له ميدانه
                   ځړيږي پر ټټر به دې بودرۍ زموږ د کلي


خيرخواه        رقيبه که پوکي دې څومره وکړل د جنګ اور ته
                   خو ستا ږيره به هم سوزي سپرغۍ زموږ د کلي


مينه وال        منګى به هم ژوندى کړي او ګودر به هم اباد کړي
                   چې پيغلې پښتنې مې دي ژوندۍ زموږ د کلي


انګار              بيا وتي ژڼکي واړه ګودرونه يې نيولي
                   بيا خړو اوبو وړې ده نتکۍ زموږ د کلي


خيال             حتمي به پکې خياله څو مين زړونه اوسيږي
                   چې تل د اوښکو ډکه وي ځولۍ زموږ د کلي


انګار                     څپه څپه روانه د اوبو غوندې په خيال کې
                      چې کله به شي مينه بريالۍ زموږد کلي


انګار              دروامې خله په سترګو کې انګاره ټوله ستايم
                   نن ووى راته سترګو کې اوګۍ زموږ د کلي


بريال             تر اوسه يې ساتلې ده په ذهن کې دې خلکو
                   د غم چا غږولې وه ټالۍ زموږ دکلي


مينه وال        دوعا کوئ ملګرو چې دا وران وطن آباد شي
                   سرتورې چېرې مه کړې افغانۍ زموږ دکلي


ځلاند            ځونډي ځونډي لونګ يې په ټټر وهي ټالونه
                   په پېغلو کې معلومه تورپېکۍ زموږ دکلي


مظلوم           زما او د رقيب زور به په هغه ورځ معلوم شي
                   راوه چې وځي په کومه ورځ ډولۍ زموږ دکلي


انګار              په زرو رڼاګانو به يې ورنه کړم انګاره !
                   دا ښکلې اوربلکې ډېوګۍ زموږ دکلي


بريال             راځئ چې پسې واخلو دښمنان له خپلې خاورې
                   راواخلئ زلمو غشي او ليندۍ زموږ دکلي


خاورې           غليمه هېڅ اثر ورباندې نه کا ستاتوپونه
                   اوس ډېره ده محکمه ګورګورۍ زموږ دکلي


بريال             بريال چې د جانان په مينه ځان دى قربان کړى
                   ځوانان به جاري ساتي دا لړۍ زموږ دکلي


ځلاند            عالم به ورته ګوته په غاښ پاتې شي يارانو!
                   که پورته کړ، پلو له مخ کوچۍ زموږ دکلي


مظلوم           رسېږي بۀ رښتينې عاشقان په کې منزل ته
                    که خداى چېرې روانه کړه بېړۍ زموږدکلي


انګار              زما له زړه روانې ويالې ټولې پسې ګوري
                   ماښام دى راستنې نه دي هيلۍ زموږد کلي


بريال             پخوا بۀ حجرې ګرمې وې غرېب په کې ميشت و
                   اوس نشته دي مېړانې او خانۍ زموږد کلي


افتخارسبا      ډېر خيال کوه ښکارزنه!چې ګوزار ته دې پام نه شي
                   راغلي دي چينې ته مرغاوۍ زموږ دکلي


انګار              يو ښکلى لاس نيولى ترينه بيايمه اوځمه
                   په کارمې نوره نه ده دونياګۍ زموږ دکلي


مينه وال        دديدن ته چې رادرومې خيال کوه پرې پابندي ده
                   تړون کړى په دې دى جرګه ګۍ زموږ دکلي


انګار              څو شوخو پېغلو چور کړله سودا له سوداګره
                   کوڅه کې تيت پاشان شولې مرۍ زموږ دکلي


ملنګ            خالقه ته يې وساتې د وخت له وږو سترګو
                   خوښۍ زموږ دکلي او ښادۍ زموږ دکلي


مظلوم           دشر لـښکر که وباسي نو سپينه خوله به ورکړم
                   دا شرط دى لګولى شهزادګۍ زموږ دکلي


انګار              اى مشره! نور مظلوم ته تيارسئ اوپه سلام شه
                   ته نه يې د خبرې اومشرۍ زموږ دکلي


خيرخوا          شراب د جنتونو به دې هېر شي ملاجانه!
                   که يو ځلې دې وڅښلې شړومبۍ زموږ دکلي


ځلاند            پښې يبلې او سرتوره په خيرات پسې راوتې
                   روانه په پردي ښار کې نجلۍ زموږ دکلي


ثاقب             خداى زده چې کوم ښکاري ورباندې بيا دي ډزې کړې
                   په منډۀ دي په دښتو کې هوسۍ زموږ دکلي


انګار              چې شپه شي دغزل نشه دې مسته شي انګاره!
                   په خيال کې دې راوتې چينه ګۍ زموږ دکلي


افتخارسبا      نشه به شې فکرونه بۀ دې وران شي
                   وانه ورې افتخاره بيا مصرۍ زموږ دکلي


انګار              شراب شراب سيندونه مې په سترګو کې روان کړي
                   يوه لپه اوبۀ له صراحۍ زموږ دکلي


مظلوم           ما هم د ليوني غوندې له ځان سره ژړاکړه
                   چې چا به سره ياده کړه فلانۍ زموږ دکلي


ثاقب             په هيچا دعوه نه کوم ده ښۀ راته معلومه
                   زړګى راځينې وړى غلچکۍ زموږ دکلي


ثاقب             له ډېرو سندرېزو نغمو هم يې مزه ډېره
                   څه مستې ټپې وايي صحرانۍ زموږ دکلي


افتخارسبا      ته ما له خدايه غواړه زه بۀ تا له خدايه غواړم
                   اوس ورکې ها کيسې دي پخوانۍ زموږ دکلي


انګار              زړګى مې مين دوه ځايه دى لاره رانه ورکه
                   پر شنه متون چنار او پر سيګۍ زموږ دکلي


خېرخوا          جشنونه او مېلې بۀ درنه هېرې شي جانانه!
                   که ووينې اشنامبارکۍ زموږ دکلي


مظلوم           د سترګو مې مظلومه عجيبه تورول زده کړل
                   يوه نيمه ورجوړه کړي لکۍ زموږ دکلي


ملنګ            پسرليه! د ګلونو لمن ډکه ورته راوړه
                   سپېره خزان ځپلي لولکۍ زموږ دکلي


مظلوم           چې لوى شي هلکان او جينکۍ په کې باتورې
                   مظلومه ډېرې کلکې دي سوزنۍ زموږ دکلي


انګار              خاونده بياخو داسې جګړه رامه ولې چم ته
                   چې سوځي درمندونه او دلۍ زموږ دکلي


مينه وال        بې وسه يم جانانه شيش محل ماڼۍ مې نه شته
                   قبوله کړه د خاوروکوټنۍ زموږ دکلي


انګار              زرګرهم ورته ګوته په غاښ پاڅي په دوکان کې
                   چې چا په غاړه کړې غاړه کۍ زموږ دکلي


ملنګ            که خداى کول سهار راغى نسيم دسولې راغى
                   په يو شڼ به جارو کړي تربګنۍ زموږ دکلي


انګار              له چا سره دې نوي کړل لوظونه چېرته لاړې؟
                   له چا سره دې پرې کړلې خپلوۍ زموږ دکلي


مظلوم           اشنا چې داسې کډه دې په زېړ مازيګر لاړه
                   چې چا دي درته کړي شيطانۍ زموږ دکلي


انګار              د چا خونه به ورانه  کړي د چا په زړه به کېني
                   بيا ووته سرتوره غرڅنۍ زموږ د کلي


ملنګ            جانانه ځان تياره کړه چې څو ورځې ترېنه لاړ شو
                   ظالم رقيب نيولې پاچاهۍ زموږ د کلي


خېرخوا          خاونده دا زموږ کلى به هله ښاد اباد شي
                   که يو ځلي شي ورکې ځان ځانۍ زموږ د کلي


مظلوم           راځه چې سره لاړ شو او په غرونو کې اوسېږو
                   سندرې به کړو غبرګې غرنۍ زموږ د کلي


انګار              شېخانو پستنه لاړ شئ پښې باسئ له مالته
                   اوس نشته د دار پړي او زندۍ زموږ د کلي


ملنګ            دا ولې څوک يې لر او څوک يې بر په کوم نوم وايي
                   کابلۍ زموږ د کلي پېښورۍ زموږ د کلي


انګار              جانانه ستا چنار چنار ځواني شوه څانګې څانګې
                   ور واچوه ټالونه او بندۍ زموږ د کلي


ملنګ            دا کلى دى د مينې او د مينې نوم همدا دى
                   فرهاد زموږ د کلي او شېرينۍ زموږ د کلي


انګار              را درومې قطار ځاڼۍ پسرلى به هم را درومي
                   چې وششنېده مسته شوه بياڼګۍ زموږ د کلي


انګار              لاهو به وي د چا د زړه کشتۍ په کې پوهېږم
                   دانګلي چې درياب ته ماڼوګۍ زموږ د کلي


مظلوم           ملا ځکه غوسۍ نه ږيره خوله کې تاوه کړې
                   پرون مې جنګولې چې هګۍ زموږ د کلي


مظلوم           د هسکو غرو سرونه  مو چې نېغ ولاړ په برم دي
                    دا لوى يې نښانې د کاميابۍ زموږ د کلي


انګار              چې کله راته سر خوځوي کله راته نه، کړي
                   واله ډېرې مې خوښې سوال زارۍ زموږ د کلي      


مينه وال        ماغزه به دې کرار کړي هر يو ځوان يې ننګيالى دى
                   رقيبه چېرې ونکړې بدۍ زموږ د کلي


انګار              يو ته ويشتى، يو تا ويشتلى سر پر سر جګړه ده
                   راځئ چې سره ړنګې کړو ټوپۍ زموږ د کلي


ملنګ            الله دې فضل وکړي د پينځو مينو جنګ دى
                   چې کوم مين به وګټي چوکۍ زموږ د کلي


ثاقب             لږ وګورئ په دې څپېرو دښتونو کې هم خوښ يو
                   څه ډکۍ  دي له ټنګ او خرپ ښادۍ زموږ د کلي


مينه وال        تر اوسه يې لا خوند په خوله کې پاتې دى ملګرو
                   يو چا راته راکړې ده خولګۍ زموږ د کلي


انګار              غليمه په غرور په هسکه غاړه که ته راغلې
                   تياره دې ده غاړې ته رسۍ زموږ د کلي


انګار              ليدلې به يې خامخا هوسۍ سترګې د چا وي
                   چې داسې په ترپکو دا ورکۍ زموږ د کلي


ملنګ            ملنګ مستانه به شې او سم به په خندا شې
                   که وڅکې يوه ټوټه ډوډۍ زموږ د کلي


مينه وال        د ستا په ګرېوانه کې به هم غبرګ لاسونه خښ شي
                   که ته وړې په اوبو باندې خوارۍ زموږ د کلي


انګار              د خيال خيال مې ويده دى په غزل يې ويښومه      
                     هېر شوي مې نکلونه او کيسۍ زموږ د کلي


ملنګ            پوهېږم چې ورجګ به وي د کلي ورانوونکي
                   د پورې غره پر سر لګي مر مۍ زموږ د کلي


مظلوم           د چا په سر جانان راسره بيا خبرې بند کړې
                   دا وګوره مظلومه نيت کمۍ زموږ د کلي


مينه وال        ځوانان په کې بنډار کړي تر سهاره پورې ناست وي
                   ابادې دې وي تل دا حجرګۍ زموږ د کلي


ملنګ            په هند کشمېر لندن په چين ما چين به يې ورنکړم
                   ښکلا زموږ د کلي رنګينۍ زموږ د کلي


انګار              ګرېوان لرم پاره پاره په خپله يې ګنډمه
                   په تار په ستن په ګوتو په تڼۍ زموږ د کلي


انګار              هر تورى به يې  شرنګ شرنګ  د رباب او د ستار شي
                   که راغله په خبرو دا ګونګۍ زموږ د کلي


انګار              تړي په ځنځيرونو ياغي هوش او عقل دواړه
                   ښکارېږي چې پيالې کړۍ کړۍ زموږ د کلي


مينه وال        رقيبه دا شان ښه يې ګنې کور به دې خراب کړي
                   څپه دې سمندر ده خونړۍ زموږ د کلي


ملنګ            ګومان کوم چې ته به بيا په هغه ځاى دې راشې
                   که و وينې ګلان ګېډۍ ګېډۍ زموږ د کلي


انګار              خيالونه په کې وغځېږي ټول غزل غزل شي
                   دې ډېر سندريزې بې خوبۍ زموږ د کلي


مينه وال        اغيار چې راځې نو دا يوه خبره واوره
                   د سر په وينو ساتو خپلواکۍ زموږ د کلي


ملنګ            جانانه دا د ستا د اوسېدو له برکته
                   چې سپينې اوبه مشک دي او هم مۍ زموږ د کلي


انګار              انګار لا پنا له څنډلي نه هم سم نه وم
                   تپلي يې د عشق واړه کړکۍ زموږ د کلي


ملنګ            هر کار چې په خپل ځاى کېږي هر ګام يې مناسب دى
                   حساب شته د هستۍ او غريبۍ زموږ د کلي


انګار              راياده يې چې سمه کړه هاغه نښه ماته
                   بيا نوې شوه خبره ځنډنۍ زموږ د کلي


ملنګ            د تکو شنو باغونو او د جګو چينارونو
                   خبرې کوي تورې توتکۍ زموږ د کلي


انګار              نه چېرته درنه تللى شم نه چېرته رانه درومې
                   اخيستى دې پر سر يم زندګۍ زموږ د کلي
پاى