کور / تازه خبرونه / براون:پرطالبانو بری پرنړيوال تروريزم بری دی

براون:پرطالبانو بری پرنړيوال تروريزم بری دی

 (گزيتا .رو)Газета.Ru ژباړونکي   : ح .غمخور 


دا خبره دانگلستان لومړی  وزير کابل ته د خپل ناڅاپی سفر پر مهال  وکړه
دبرتانیې لومړی وزير ګورډن براون په يوه ناڅاپي سفرددسمبرپر لسمه  کابل ته  ورسېدل  په افغانستان کې دانگلستان دسياست  پردوام  دلالت کوي .د((The Times )) ورځپاڼه ليکي ګورډن براون  په خپلو خبرو کښي دافغانستان دحکومت څخه دملاتړ په څرگنولوسره  داهم په گوته کړه چې کېداي شي دبرتانيې  پوځی ځواک دنورو لسوکلونولپاره په افغانستان کې پاته شي  . ګوردن براون دخپلو سربازانو دسرښندی  څخه مننه وکړه ،مگر دائې څرگنده نکړه چې  له افغانستان څخه به پوځيان  کله باسي  .



دانگلستان صدراعظم ګورډن  براون په خپلو خبرو کې چې دکيمپ  بستون په کمپ کې ئې(( ۳۰۰ )) انگليسی سربازانوته کولې  دهغوي څخه دستاينې  په څرگندولوسره هغوي ته وويل :  زموږ لپاره پر طالبانوبرۍ پر نړيوال تروريزم باندي دبری معنی لري . د ((The Times)) ورځپاڼه دانگلستان په پوځ کې دخپلې منبع دخبر په حواله لکې چې ګوردن براون  په دغه سفر کې له ولسمشر حامد کرزي سره د يولړ مسايلو پر سرخبرې  وکړې  اوهغه ته ئي  دانگلستان دهراړخيزو مرستواوهمکاری  ددوام وعده ورکړه . براون به ددسمبرپر ۱۲ نېټه دانگلستان دپارلمان په وړاندي وينا وکړی  په کومه کې چي به د افغانستان په اړوند دانگلستان دراتلونی پلان  راڅرگند شي . دانگلستان دحکومت يوه له اساسي دندونه  په سيمه کښي  دافينودجنت له منځه وړل دي .


The Mastiff armoured vehicle in action in Afghanistan [Picture: Andrew Linnett]. Opens in a new window.




لندن اعلان وکړچي  اړينه ده هغه سيمي چې دافينوڅخه پاکې شوی دي هلته  ددهقانانو لپاره دا  امکانات برابر شي چې  غلې دانې وکري .
مگر آمريکا پدي هکله راديکال سياست لري ،هغوي وايي  دکوکنارو پر کروندي  بايد دسمپاشی پوسيله له منځه ولاړی شي .ولي لويه برتانيا داتشويش لري که دکوکنارودکرلو په هکله داډول سياست پلی شي بزگربه دژوندکولو لپاره هيڅ  شۍ ونلري ،دابه  ددي لامل شی  چي وروستۍ بزګر  به هم  دطالبانوپه پلوی ودرېږي .



يادونه :
درانه لوستونکي پوهېږي پر هغه کرونده چې دسمپاشۍ په پايله کيماوي مواد استعمال شي ،په هغه کرونده کې څوکاله کرهڼه ناشونې ده . ژباړن