کامیابی ناکامیدونکی ده(دډاکټرنثاراحمد صمد ليکنه)

د لراوبر اداره | دسمبر 14th, 2007


ناپلئون بوناپارټ وایی چي : « جګړه د وحشیانو تجارت دی »
لیکوال : ډاکټر نثار احمد « صمد »




په اصطلاح « د ټروریزم پر ضد جګړه » هغه ګرداب دی چي واشنګټن په عجله سره ورکښته سوی او داسي ښکاری چي ورو ورو پکښې ډوبیدونکی دی . دا جګړه ظاهراْ د ټروریزم د ځپلو په نوم داشپږ کاله کیږی چي روانه ده خو په واقعیت کي هغې نور ټروریزم هم پسې وزیږاوه . جورج بوش تر بل هر امریکایی ولسمشر د ټروریزم تورئ ډیر استعمال کړی او د ریګن ریکارډ یې مات کړی دی .


   څیړونکی او حقوق پوهان وای چي ټروریسټـي اعمال ( د هر فرد یا کوم ګروپ لخوا ) اصلاْ جرم ( یعنی   Crime) دی چي هغه په جګړه سره نسی اعلان کیدای او د هغه مخنیوی یا ورسره مخامخ والی د پولیسو کار دی نه د پوځ   . نو ځکه د سپټمبر د یوولسمې د حملې کارروایی یا رسیدګی هم باید داخله وزارت کړې وای نه پنټاګون  . واشنګټن خپل امریکایان او نړیوال « وبیرول » او د ټرور پر ضد یې وسلواله «  جګړه » اعلان کړه ، د هغه پر ضد یی « اوږده جګړه » اعلان کړه، د هغه پر ضد یې « نړیواله جګړه » اعلان کړه او دا معلومه نده چي په راتلونکی کي به کوم بل لمسونکئ « نوم  » پسې ورکړی .


    خو نن پسله شپږو کالو ګورو چي واشنګټن د ټروریزم پر ضد په خپله اعلان کړې جګړه کي ګیر راغلی دی  . روانی ناسالمی پرمختیاوی ښئ چي د بوش د حکومت څخه هم عیناْ هغسی لاره ورکه ده لکه زموږ او ستاسو څخه چي ده . پرون ترکیې د عراق پر کردستان د حملې ګواښنه کول ، نن پرویز مشرف پوځي حکومت اعلانوي، سبا هیڅوک هم ( د بوش په شمول) نه پوهیږی چي بل کوم اغزن سر به راپورته سی . دا چي سپینه ماڼۍ ادعا کوی چي اوس بالاخره دا دی د « ټرور پر ضد جنګ » خپلي مرکزي جبهې یعنی عراق ته داخل سوی دی ، غلطه ثابته سوه . ځکه نړۍ په سترګو وینی چي دا جنګ اوس برعکس « متمرکزه » سوئ نه  بلکی نورهم « سره کش » سوی دی . یعنی په ختیځ کي تر پاکستان پوری، په لویدیځ کي تر ترکیې پوری، او په جنوب کي هم د افریقا تر ښاخ ( یعنی سومالیا او ایریتریا  ) پوری پراخ او سره کش سویدی . لدې نه ښکاره چي واشنګټن پخپله ځان د پیکړو یرغمل کړی دی  . یوه ته زارۍ کوی چي لطفاْ پر کردستان حمله مه کوه ، بل ته زارۍ کوی چي لطفاْ نظامي حکومت بیرته لغوه کړه ، بل ته زارۍ کوی چي له شدته کارمه اخله  . . . . ښه، نو که د واشنګټن کوم « مأدون » د هغه د ننواتو پر خلاف عمل وکړی، نو آیا دا « جګړه » به نور ابعاد پسې ونه مومی او له سره به تازه نسی ؟  آیا په هغه صورت کي به حریفان یعنی ایران، سوریه ، حزب الله، حماس او القاعده . . . نور هم پیاوړی او خوځنده نه سی ؟  آیا پدې توګه به د واشنګټن ددې خپل سري « جګړې » شپږ کلني «لاسته راوړني ! » ضایع نسی   .


  ځینی څیړونکی پدې عقیده دی چي اوسنۍ اوضاع د ۱۹۷۹  ــ ۱۹۸۰  مودې بوی ورکوی چي هغه مهال په ایران کي اسلامي اوښتون پيښ سو، شورویان په افغانستان ورننوتل ، د پاکستان صدراعظم ذوالفقار علی بوټو د جنرال ضیأ الحق لخوا اعدام سو، په سعودي عربستان کي اسلامي  بلوا پيښه سوه، د سومالیا او ایتوپیا ترمنځ د « اوګادن » جګړه ونښته څو چي جیمی کارټر هم د سرې بحیرې څخه تر فارس خلیج پوری پوځي شتون قایم کړ . خو نن هغسی اقدام واشنګټن ته ډیر مشکل آن ناشونی دی ځکه هغه مهال د امریکا دوه لکه ( دوه سوه زره ) پوځیان په عراق  او افغانستان کي نه جنګیدل، هغه مهال د امریکا پښه هر ځای دومره ښوئیدلې نه وه ، هغه مهال امریکا د دومره نړیوال مخالف حتی نفرت سره مخامخ نه وه ، هغه مهال د سیمی څخه د امریکا پيژندنه دومره مشکله نه وه لکه دا ټول چي نن ورپيښ دی .  څیړونکی وایی چي ځان وژونکو د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر یوولسمه پر امریکا حمله ونکړه ( لکه سیاسي مشران او رسنۍ چي یې څرګندوی ) ، بلکې هغوی اصلاْ د امریکا پر بهرنۍ تګلاره حمله وکړه . دا ځکه چي د دوولسیزو راهیسی د امریکا بهرنۍ تګلاره  ( خصوصاْ د مسلمانانو پر خلاف ) بی پروا، مداخله ګره ، پوځي ډوله او جګړه ماره  ثابته سویده . وګورئ په سي آی اې کي د اسامه بن لادن د شعبې مدیر « مایکل شیور » څه ښه ثبوت وړاندی کوی : « امریکا د ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۹۵ پوری اووه لس پوځي عملیات کړی چي دا ټول یې د مسلمانانو پر ضد مخته بیولی دی » همدا علت دی چي د پنټاګون د دفاعي سائنس بورډ هم اعتراف وکړ چي « مسلمانان زموږ د آزادۍ څخه کرکه نلری بلکې  هغوی زموږ د تګلارو څخه نفرت لری . »


     نن پيښی او پرمختیاوی ثابتوی چي د امریکا بهرنۍ تګلاره د « سیاسي » حالت څخه « نظامي » حالت ته اوښتې ده  . ځکه نو د همدې اوښتون له امله امریکا په عراق کي ښوئيدلې او په افغانستان کي د ریدلې ده . واشنګټن د خپل دغه غلط سیاست له مخی عراق د القاعده په خوله ورکړ ، د کورنۍ جګړې په غیږیې وروست ، د ایران د آینده نفوذ وړیې وګرځاوه او یوه پیړۍ یې شاته بوت او ( د تل لپاره یی ) د دیموکراسۍ څخه پردئ کړ. په همدې ترتیب، په افغانستان کي يې د دیموکراسی عاشقان او د دیموکراسۍ قاتلان سره پر یوه کاسه کړل ، هلته یی د دیموکراسۍ د را زرغونیدو پر ځای تریاک راشنه کړل  ، جنګسالاران یې له غارونو څخه قصرونو ته ورسول ، جنګ مشران یی « مارشالان  ! » او « ملی اتلان   !  »  کړل، مخالفت یې په مقاومت سره بدل کړ، طالبان یې راويښ او فعال کړل، بیګناه او ملکي خلک یې د خاورو میلمانه کړل . . .  بله خوا یی خپل نور ملګري لکه سعودي عربستان، پاکستان، لبنان، اردن، مصر او ترکیه د جدی خطرونو  آن ځینی خو د نړیدو سره مخامخ کړیدی . هلته یې ایران تر بل هر وخت پیاوړی او د ځان سیال کړی دی ، حزب الله یې د یو سیمه ییزه تهدید په توګه اسرائیلو ته ودراوه ، غزه او حماس یې د مقاومت په یو مورچل سره واړول ، اسرائیل یې تر بل هر وخت نن ډیر زیانمنیدونکی او آسیب پذیر کړی دی . او بالاخره اسامه بن لادن او الظواهری یې په اسلامي نړۍ کي د اتلانو په توګه راوستل، القاعده یې بیرته فعاله او د ځان په وړاندی د یو باالقوه تهدید او خطر په توګه ودرول،  « ټروریسټان  !  » یې په ګڼون خورا ډیر کړل او  « تروریسټي حملې  !  » کال په کال مخ پر زیاتیدو دی . که د امریکا داخلي ( اقتصادي، روحیاتي، تعقیبي، پولي، امنیتي، اجتماعي، حقوقي  . . . ) ستونزی هم پرې ورعلاوه کړو چي دا ټولي نړیوالو ته عملاْ ثابتي هم دی ، نو دې نتیجې ته به ورسیږو چي «د ټروریزم پر ضد د واشنګټن جنګ د بایللو پر خوا روان دی . » فلهذا،  القاعده د امریکا د یرغلیزه بهرنۍ تګلاری څخه اعظمی ګټه پورته کوي او مسلسل لګیا ده عادی مسلمانان د امریکا او اسرائیلو مخالفین کوی او مخالفین یې ور د ښمنان کوی  . پوهاند رابرټ پيپ په خپل مشهور کتاب  کي چي « مړکیدل د بري لپاره » نومیږی، دا ثابتوي چي « د ۱۹۸۰ څخه تر ۲۰۰۴ پوری ټول فدایی بمی ژوبله ور یوه ګډه ځانګړتیا سره لری چي هغه اسلامي وجه نه بلکی د دوي په هیوادو کي د جګړه مارو بهرنیو پوځیانو شتون دی . »


   نن دنیا په سترګو ولیده چي روان کال د امریکایی پوځیانو لپاره په عراق او افغانستان کي تر ټولو مرګونی کال و ( په عراق کي څه باندی ۸۶۰ پوځیان او په افغانستان کي یې هم څه باندی ۱۰۳ پوځیان سږکال وژل سوی دی . )


نړیوالی رسنۍ په عراق کي د امریکا پر ښوئیدو ښه متمرکزه دی حال دا چي د امریکا بله بایلونکې جګړه لږ منعکسوی چي هغه افغانستان دی . هو ، دا یوه بله ضربه ده چي د امریکا بهرنۍ تګلاره یی خوری . مهم  ټکئ دا دی چي له بده مرغه په نړۍ کي دافغانستان د روان پوځي اشغال په وړاندی جدی مخالفت نسته  ، نو ځکه د ملکی افغانانو وژل  امریکا او ناټو  ته مهم نه ښکاری او په ډاډه زړه خپلی بم ورۍ کوی، ځکه خلک وژنی او د هیچا پروا هم نلری خو ژر یا وروسته به ضرور په ناکامۍ سره انشأالله محکومیږی .


غربي دولتونه ادعا کوی چي زموږ پوځونه د ملګرو ملتونو په اراده د افغانانو سره د کومک په غرض ورغلی دی مګر واقعیت خو دا دی چي د امنیت شورا پدې هکله هیڅ د افغانستان نوم ندی ذکر کړی ، او بل دا چي افغانان پرې خبرهم نه وو ، او نه یې هیڅکله دا « مرسته ! » غوښتې بلکې دوی پخپل سر او د اوسني رژیم  تر زوکړی مخکی هلته ورغلی دی .


هو  ، په افغانستان کي  د لویدیځوالو د پوځي شتون پروسه غلطه ده ، د دوي جنګي طریقه غلطه ده او بالاخره د دوي اصلي اراده غلطه ده  . کامیابي د خلکو همکاری او د اشغالي پوځونو نرمی غواړی نه د خلکو مخالفت ، د مخالفینو مقاومت او د دوي شدت . دا ټول هغه څه دی چي فعلاْ په افغانستان کي روان دی خو حالاتو ثابته کړې چي « کلي په زور نه آبادیږی  » .


افغانان، امریکایان او نړیوال شاهدان دی چي وسلوال مقاومت مسلسل زیاتیږی، رژيم پرله پسې تجرید او فاسد کیږی، ثبات او امنیت ورځ تر ورځی مختل کیږی. ځکه نو « کامیابۍ   !  » هم په بیړه ناکامه کیدونکی دی .


دا هغه  « انتخابی او اختیاری » جګړه ده چي امریکا ورو ورو نوره هم په ځان کي ډوبوي .


فلهذا، سپیني ماڼۍ چي یو « دیموکراتیک ! » منځنی ختیځ او « آزاد افغانستان  !  »  غوښت، نن دومره له آسمانه مځکی ته راکښته سوې چي صرف دا کوښښ کوی چي هغه دانارشی او سقوط څخه راوګرځوی او بس . دا ځکه چي سپینی ماڼۍ د خپلو غلطیو له امله ځان په منځني ختیځ کي په یوه قطۍ کي اچولی دی  . دا چي د بوش د حکومت وخت په بیړه ختمیدونکی دی ، نو ځان د متضرر کیدو او زیان رسیدو څخه ژغوری . ځکه نو ویلی سو چي د سپینی ماڼۍ لخوا « د ټرور پر ضد جنګ  » اصلاْ پای ته رسیدلی دی مګر دا اعلان به هیڅکله هم د واشنګټن څخه وانه ورو . دا ځکه چي هغه د خپل تکبر او غرور څخه د سترو ضایعاتو او تلفاتو سره سره نه راکښته کیږی څو چي د الهی قانون په منګلو به ورځي .


نو د خلاصون او سمون لار یی کومه  ده  ؟


لومړی :  ښه به دا وی چي امریکا خپل پوځي، مالي ، ديپلوماتیکي او اقتصادي ضایعات او تلفات مرمت کړی ځکه  عراق او افغانستان دا ثابته کړه چي د واشنګټن طاقت محدود دی او هغه باید بیرته ډک کړه سی .


دوهم : ژمني او وعدې صرف په عمل کي ثابتی کیدای سی نه په دوه مخی، غولولو او ځاني اراده کی .


دریم :اسلام باید پريښودل سی چي اسلام وی . ځکه واشنګټن په تیرو دوو  ــ درو لسیزو کي دا کفایت ثابت نکړای سو چي د نړۍ ۴ر۱ بلیونه مسلمانان د خپل تعبیر له مخی « آزاد او د یموکرات  !  » کړی . تحمیل نه ځای نیولی او نه یې هم نیولای سی .


څلورم : د هغسی اقداماتو او تګلارو څخه ډ ډه چي نتیجه یې د مقابل  لوری غصه، ګوښه توب، د نورو دقربانۍ وړګرځیدل او تشدد « یا ټروریزم ! » وی .
پنځم : ددې پر ځای چي نورو ته د ژوند کولو لار وروښودل سی بهتره دا ده چي د خپلو مؤسساتو مرمت ته متوجه اوسي . باید د خپلی چړپیدلې او رپیدلی دیموکراسۍ نه یې راپیل کړی تر څو نورو ته د سرمشق نمونه سی نه دا چي هغه نورو ته ( که یې هغوی غواړی یا نه ) ورصادره سی لکه نن چي یې په افغانستان او عراق کي د سوټی په زور تحمیلوی .


که پورتني څو عمده ټکی مرعی الاجرأ سی ، نو صرف یو تورئ به په لاس راسی چي هغه ریالیزم دی .


ریالیزم یا واقعیت هغه عینی پدیده ده چي هر ډول چي  موږ یو هغسی به مو وښئ او نړۍ به هم هغسی وښئ لکه څنګه چي په حقیقت کي هم ده . که داسی ونه سی نو ژر یا وروسته به ټولی کامیابۍ ناکامیدونکي وی او د وحشیانو تجارت به ښه پر مخ ځي چي هغه جګړه ده .


والسلام


نثار احمد « صمد »
nsamad57@hotmail.com
دافغان رسالې د (۱۰۳ ) ګڼی څخه

Copyright Larawbar 2007-2024