کور / تازه خبرونه / اوباما د افغانستان د شپې پر نهه نيمي بجې لوړه کوي

اوباما د افغانستان د شپې پر نهه نيمي بجې لوړه کوي

 


ټاکل سوې ده چي د امريکا لومړنى تور پوستى ولسشمر باراک اوباما به نن د افغانستان د شپې پر نهه نيمي بجې، چي په واشنګټن کي د غرمې دوولس بجې کېږي، د جمهور رئيس په توګه لوړه وکړي.


د باراک اوباما د لوړي مراسمو ته په واشنګټن کي ټينګ امنيتي تدابير نيول سوي دي.


د امريکا د انتقالي مراسمو رئيسه هيئت وايي باراک اوباما او مېرمن يې ميشل اوباما به د واشنګټن پر ١١ او د افغانستان د شپې پر اته نيمي بجې د سپيني ماڼۍ له مېلمستون څخه د امريکا کانګرس ته انتقال سي.


که څه هم باراک اوباما د امريکايانو په ګډون له ټولي نړۍ سره ژمنه کړې چي د امريکا په پاليسۍ کي به د پام وړ بدلون راولي، خو د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتين له مخکي لا په دې اړه خپله نهيلې څرګنده کړې ده.


پوتين وايي د ډېرو اوميدونو پايله ناهيلي ده، خو وايي دى هيله لري چي ښاغلى اوباما به خپلي ژمني پوره کړي او د نړۍ په ميليارډونو اوسېدونکي به له نهيلۍ سره مخ نکړي.