ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په حواله لیکلي دي چې د ناټو د عمومي منشي یاپ دې هوپ شیفر وروستۍ څرګندونې د افغان دولت لخوا د نوې طرحې غبرګون وو.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې دغه طرحه لس ورځې مخکې شیفر ته استول شوې وه چې پکې د نړیوالې ټولنې فعالیتونو ته یو قانوني چوکاټ وړاندې شوې وو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د ناټو د عمومنشي په څرګندونو تبصره کړې چې پکې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي یو علت اداري فساد ښودل شوې دې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د ناټو د عمومي منشي وروستیو انتقادونو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې افغان دولت د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوې او د چارو افغاني کول غواړي خو ناټو منفي غبرګون ښۍ.
ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د ملي شورا د څلورم کاري کال پیل ته په اشارې لیکلي دي چې خلک پدې دوره کې له خپلو استازو نه د چارو لا ښه سمون غواړي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په زندانونو کې د پرتو میرمنو او ماشومانو حالت څیړلې او لیکلي دي چې دوې زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د حزب اسلامي د پلاوي دا غوښتنه راغستې چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش باید وټاکلې شي.
ورخپاڼې په یو بل مطلب کې د امریکا د نوي ولس مشر بارک اوباما کار پیل ته په پام سره افغانستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر حمید اله طرزي په حواله لیکلي دي چې افغانان له اوباما نه د سترو بدلونونو هیله نلريږ
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د اپیمو ستونزه څیړلې خو پوښتلي دي چې ددې ستونزې مسؤل څوک دې.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د جمهوري ریاست له راتلونکو انتخاباتو نه سیاسي ملاتړ وکړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له افغانستان سره د پوځي مرستو لپاره د روسیې په وړاندیز تبصره کړې او پدې ترڅ کې يې له افغان ولس مشر نه غوښتې دي چې احساساتي پریکړه باید ونکړي.
ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې په افغان دولت د امریکا او لویدیځ وروستیو انتقادونو ته په اشارې لیکلي دي چې دوې د افغانستان په اړه هم نظره شویدي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د ناټو د عمومي منشي انتقاد ته په اشارې لیکلي دي چې اوس نو نعرې سورې وهل فایده نلري.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په سپینه ماڼۍ کې راغلې بدلون ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې په افغانستان کې هم کوم بدلون راشي او که څنګه.
دې ورخپاڼې هم پخپله سرمقاله کې له افغانستان سره د پوځي مرستو په اړه د روسیې وړاندیز څیړلې خو لیکلي دي چې افغان دولت باید پدې برخه کې له ټول احتیاط نه کار واخلي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روانو حالاتو او پیښو ته کتنه کړې او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په افغان دولت د ناټو د عمومي منشي وروستي انتقادونه د ناټو یوه پلمه بللې ده.
خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د ناټو عمومي منشي یاپ دې هوپ شیفر د افغاني ټولنې له ځانګړتیاووو او واقعتونو نه بې خبره دې.
او د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د ناټو د عمومي منشي د انتقادونو په ځواب کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت غبرګون راغستې او لیکلي دي چې په افغانستان کې په شتو ګډوډیو کې نړیوال ځواکونه هم مسؤل دي.
او دې ورځپاڼې هم د ملي شورا د کار د څلورم کال پیل ته په اشارې لیکلي دي چې دا کال برخه لیک ټاکونکې کال دې.