کور / کتابتون – اسلام او مذهب / مینا – د حج یونلیک

مینا – د حج یونلیک

 

د حج د دې یونلیک نوم مینا دی دا چې ما ولې مینا نوم پرې ایښی دی غوره ګڼم چې دغه راز زما سره په خپل زړه کې همداسې پټ ساتلی وي خو یوه خبره درته کوم هغه دا چې موږ د دې مبارک سفر هغه ټولې شپې په مینا کې کړې دي چې په مکه مکرمه کې اوسیدلو.

 

هیله ده چې زما دغه سفرنامه تاسو ته د لوستلو پر مهال د ستړیا احساس درنه کړي ځکه زه یې له هغه ځایه پيل کوم کله چې ماته د دې مبارک سفر خبر را ورسید، هغه ځکه ورسره شریکوم چې زه یې په ژوند کې تر ټولو غوره زیری ګڼم او نور ګامونه یې نو ټکي په ټکي له تاسو سره شریکوم. که خدای کول ددې یونلیک په لړ کې به د حج ځینې ضروري احکام او آداب هم له تاسو سره شریکوم او د یونلیک په وروستۍ برخه کې په لنډه توګه یو ځل بیا هم هغه ټول احکام او آداب بیان کړم چې د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره اړین دي. د دې خبرې یادونه باید وکړم چې ما په کابل کې  د سعودي سفیر ښاغلی عزم ملحان د روان کال په جریان کې څو ځلې لیدلی وو او هغه ژمنه راسره کړې وه چې که چیرې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره زموږ د میلمنو پروګرام برابر شو نو تاسو به پکې شامل وی چې د همدې یونلیک په سریزه کې ځانګړې مننه ترې کوم. نور نو ستاسو او د دې یونلیک تر منځ فاصلې ته د پای ټکی ږدم او هغه کسان به وروسته درته معرفي کړم چې له ماسره د حج په دې مبارک سفر کې ملګري وو.

 

 

  1.  مينا ، د حج يونليک ( لومړۍ او دوهمه برخه )
  2.  مينا ، د حج يونليک ( ۳مه، ۴مه او ۵ مه برخه)
  3.  مینا/ د حج یونلیک/ شپږمه برخه
  4. مینا/ د حج یونلیک/ ۷ مه او ۸ مه برخه
  5. مینا/ د حج یونلیک/ پاتي برخي …   /  مینا/ د حج یونلیک/ پاتي برخي …

 

 

مینا - د حج یونلیک