کور / شعر / زمان

زمان

دا زمان لكه برېښنا ځي او كه موږ ځو په تلوار
لېونى سومه خالقه راته ووايه اسرار
نه جنت دى چا ليدلى نه دوږخ څوك سوځولى
نه كوثر د چا تر شونډو نه څوك وسو په انګار
ورك داستان پټه كيسه ده نا پايانه افسانه ده
زر د ژمي شپې سوې تېرى زر كلونه د بهار
هغه لمر هغه سپوږمۍ ده هغه ورځي هغه شپې دي
له هغه ستورو ښايسته ده د اسمان سينه سينګار
نه يې سر چاته معلوم دى نه په سور يې څوك پوهېږي
ښوروي ورته سرونه په هر موړ كي صدهزار
له آدمه تر دې دمه سر پرسر پيالې تشېږي
دا خمار له نشې زېږي كه نشه ده له خمار
چي د مينى نوم راغلى د بېلتون زڼي كرلي
نه هجران له شپو وتلى نه څوك وصل سو د يار
نه په كلي د جانان كي د اغيار قدم سو ستړى
نه د ګلو له بستره زخم و وتى د خار
نه لمبې د شمعي مړې سوې نه پانوس ووت له بزمه
نه پتڼ په لمبو سوړ سو نه محفل خپور سو د يار
دا كاروان به لا تر كومه سر پر سر وهي مزلونه
پاى ته كله به رسېږي په اغزيو پټه لار
خبر نه دى چا راوړى د كاروان له سر منزله
ملا جانه راته وايه خلګ تا بولي هوښيار

ويرجينيا
23/4/2004

تبصره نسته

  1. ZA HAM DEAR HAYRAN WAM, CHI DA MASHAL SANGA DAR WAGH WAIE ,WROSTA MI FIKAR WAKI CHI SHAYD, WA DA TA YA 4000$ WAR KRDAI WEE,,KHOO PA HAR SORAAT ,,,
    KALA CHI, KHALID DA KANDAHAR WALII WOO, NO DA MORDARAI LARGAI HAM DA KHALID WOO,,,NO BYA MASHAAL, SANGA DA KHALID DIFA KAWEE,?????? AYA DA KARONO TA CHI MYA KHAIL ISHARA KRDAI DA,DA RISHTYA NA WAA????AOW KA TA HAM NA YA PA KHBAR??? AOW KA TA DA KHALID DA SHARABOO, AOW AYASHAI MALGARI YA,??????BACHOO TA NAST PA GERMANI KA YA,,AOW DIFA DA KHALID KAWEE,,,
    MYA KHAIL SAHIB,
    DEARA DEARA MNANA,STASO SAKHA, CHI DA LIKANA MO KRDAI DA,,,

  2. da har sa dar makha salamona wa mani
    lka saranga chi ta si likli di chi wolsi jargee da khapal tol kar pa dwran ki par zay fisla kri da zma pa and taso ham da yw dir ghat hqiqt pa srgandwlo ki da lomri zal da para dasi da spino khabro daka mqala likli da chi zma sra bikhi dasi khas da manani alfaz na sta chi sta skha mnana wkram

  3. وروره پرقلم دي افرين شه چي داسي حقيقت دي ويلي دي، دمور شيدې دي سه، اسدالله خالد خو ټول افغان ولس پېژني چي يو ***دئ ، دى خو پرېږ ده هرډول چي دى وي به ، پاته سو كرزى لالا!! ديوه ولسمشر په صفت دي دده هم *** سي چي دداسي يوه *** سړي ملاتړي، اصلا كرزي *** نلري ، څوكاله مخكي كله چي اسدالله دكندهاروالي وو خلكوكرزي ته يو اوږد ليك وليكه اودكندهاردمشرانودزړه درد يي ورته ښكاره كړيوو، په ليك كي يي دهغو *** نومونه هم ليكلي وه چي *** ، همدارنګه دكندهارولايت لپاره دبازسازى هغه پيسي چي كندهارته وركول كېدې ټولي يي په *** او په ***مصروفولې، دې *** په دوبۍ كي په هغه هوټل كي هفتي هفتې تېرولې چي يوه شپه يي په ۴۰۰۰ ډالره ده! ( داخبره ماته يوه عيني شاهد وكړه)، كرزي ته دليك له رسيدوسره سره هغه ملاماتي پاړسيبان هم غوږ كوڼ واچاوه او ده ته يي نور شاباسى هم وركړ

    اوس چي خلكوله كندهاردهرچاپه واسطه چي وي پسي واخيست نو بيا داپاړسيبان كرزي دده شا ته ودرېد اودوزارت چوكۍ يي وركړل، خو شكردى چي دا پارلمان سته !!، پارلمان چي دا ***يي ښه پېژندلئ لا يي پسي رسواكړ اوله وزارته يي پيسي واخيست، خو پاړسيبان كرزي دوهم واري بيالكه هغه مات *** پارلمان ته دور پوري وهلوهڅه كوي، سياف كه داسدالله خالد ملاتړ كوي خو *** به يي وي او خپل *** يي لده قربان كړيوو مګر په دا (( قرضي)) صاب څه وسول چي داسي پوري موښتى دى؟ دى خو نه *** دى او نه يي په *** كي ګذاره ورسره كړېده. لوستونكوكه مي په ليكنه كي بې ادبي كړېوي معاف مي كړى ځكه زړه مي ډېر درد كوي ، داخبري مي هم كرزي ته اوخالي ته دزړه له درده ليكلي اوزړه مي ددې حقايقودپټولووس نه درلود!!! تماس : sadiq_kdr@yahoo.com

  4. ولسي جرګې په خپل تاریخ یوازی دا شه کار وکړ چی دا خاین او جنایت کار یی رد کړ = له موږ سره هم دا هیلی پیدا شوی چۍ یو څوک سته چې د خوارو افغانانو پوشتنه وکی.
    هغه ورځ لریي نه ده چې سیاف ، ربانی ، قانوني ، دوستم او نور خاینان هم محکمی ته را کش شي