په بادغیس کي درې تنه پولیس ووژل سول
دبادغیس ولایت یولوړپو ړي مقام نن (۲۰۰۹/۱/۲۰” لراوبر” ته وویل چي : تېره شپه طالبانوددې ولایت دبالامرغاب ولسوالۍ دموریچاق بندرپر پوسته چي د ترکمنستان سره ګډه پوله لري برید ترسره کړ،چي له کبله یې درې تنه پولیس وژل سوي اواوه تنه نور یې طالبانو دځانونوسره کوم نامالوم ځای ته بېولي دي .
نوموړي مقام داهم وویل چي : په جګړه کي طالبانوته هم مرګ ژوبله وراوښتې خودقیق شمېر یې تردم ګړۍ نه دی مالوم .
دیادوني وړده چي څه موده مخکي هم په بالامرغاب ولسوالۍ کي دطالبانوپه یوه برید کي ملي اردو اوملي پولیسو ته زیاته مرګ ژوبله ورواښتله اودپرله پسې جګړو له امله دسیمي خلګ هم زیانمن اودخپلوکورونوپرېښوولوته مجبور سول .