کور / تازه خبرونه / په شمال کي دوسلوزېرمه کشف سوه

په شمال کي دوسلوزېرمه کشف سوه

نن ۲۰۰۹/۱/۲۰دسرپل ولایت امنیه قوماندان جنرال محمدبلال “لراوبر” وویل چي : دپولیسواوملي امنیت  دګډوعملیاتو په ترځ کي دسوزمه ولسوالۍ دشاه عبدالله په کلي کي دمهماتویوزېرمتون  کشف سو.


هغه زیاته کړه چي په دې وسلتون  کي یې اته صندخه دراکټ ګولۍ ، دوه راکټونه  اودګرینوف ماشین ،ثقیل اودهشکې په سلهاوومرمۍ اودوسایطوضد یوماین یې ترلاسه کړي دي .


قوماندان داهم  وویل چي  : دپیښي په تور یې څلور تنه نیولي اوتحقیقات جریان لري .


دسیمه ییزوخلګوپه ویناپه شمال کي اوس هم دهیواددنوروسیموپه پرتله دناقانونه وسلواوملیشوښه پرېماني ده اودملیشو دخپل منځي جنګونو،غلاوو،جنسي تېریواو….. څخه یې وخت په وخت ولس کړول کیږي اوځوریږي  .