کور / تازه خبرونه / په کابل کې دسولې او پخلاینې جرګه پای ته ورسیده.

په کابل کې دسولې او پخلاینې جرګه پای ته ورسیده.

نن دکابل په انټرکانتیننټل هوټل کې دافغانستان دقومونو داړیکو ددفتر له لوري دسولې او پخلاینې تر سرلیک لاندې دافغانستان دختیځو او ختیځ لویدیزیو لسو ولایتونو قومي مشرانو ګډه جرګه دیوه پریکړه لیک په خپرولو او دافغانستان له حکومت نه دبشپړ ملاتړ په څرګندولو سره پای ته ورسیده. دسولې او پخلاینې دغې جرګې ته له لسو ولایتونو ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان ، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، وردک او غزني ولایتونو نه په لسګونو قومي مشرانو او ملکانو وربلل شوي وو. دجرګې په دوو ورځو کې قومي مشرانو په خپلو ولایتونو کې دامنیتي ستونزو او داقتصادي پرمختیا د کموالي په سر بحثونه وکړل، ددې جرګې په وروستۍ ورځ دجرګې دبرخوالو له لوري یو ګډ پریکړه لیک هم خپور شو پدغه پریکړه لیک کې راغلي وو چې نړیوال ځواکونه دی باید دبمباریو او پلټنو په وخت دسیمې قومي مشران په جریان کې واچوي، دپریکړه لیک په یوه ماده کې دافغانستان دملي امنیت په اداری باندې هم نیوکې شوي غوښتل شوي وو چې دملي امنیت اداره دی په واقعي ډول سره ملي شي او دیوې ډلې له انحصار نه دی ووځي. په پریکړه لیک کې دافغانستان له ټاکل شوي حکومت نه دملاتړ خبره راغلې وه، ویل شوي وو چې دبندي کولو او پلټنو دپار یوازی افغانستان حکومت حق لري او بهرني ځواکونه دې دملاتړي رول باید ولوبوي. په پریکړه لیک کې دافغانستان له حکومت نه غوښتل شوي وو چې پدغو ولایتونو کې دې دښوونې او روزنې برخې ته هم جدي پام وکړي. دافغانستان دولسي جرګې غړي خیال محمد حسیني دخپلو خبرو په وخت وویل چې دطالبانو له رژیم را وروسته دبن په پریکړو کې ډیرې نیمګړتیاووې وی لومړی دا چې دافغانستان برخلیک یوازې شمالي ټلوالې ته ورکړل شو او دافغانستان نورې ډلې تر وویستلې شوی. په ملي شورا کې دکنړ ولایت استازی مولوي شهزاده شاهد دجرګې ددوهمې ورځې په غونډه کې وویل چې دافغانستان دمعضلې اوارې ولسمشر، پارلمان او دا ډول جرګې یوازې نه شي کولای ترڅو چې القاعده وي امریکا به وي او ترڅو کې امریکا وي القاعده به وي، نوموړي وویل هغه وخت افغانان به په امن کې وي چې له دواړو نه ځان خلاص کړي. دافغانستان دقومونو داړیکو ددفتر له لوري په تیر وخت کې هم دوه نورې داسې ورته جرګې ترسره شوی.