کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني په ارزګان کي شپږ تنه ووژل

د ماين چاودني په ارزګان کي شپږ تنه ووژل

د ارزګان ولايت د ترينکوټ په سيمه کي د لاري پر سر ښخ سوي ماين  پر يوه مساپر وړونکي موټر وچاود او شپږ تنه يې ووژل.


د ارزګان دولتي چارواکو ددې پېښي پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده او وايي چي وسله وال طالبان ددولتي او بهرني ځواکونو موټرونو ويجاړولو لپاره د لاري پر سر ماينونه ښخوي چي زيات وختونه ولسي وګړي ، ښځي او ماشومان د هغوی قرباني کيږي .


څو اوونۍ مخکي د فره ولايت د امنيې قومندانۍ يوه چارواکي اريانا تلويزيون ته په مرکه کي وويل چي د ايران څخه راتلونکي موټرونو کي د ايران جوړ وسلې او ماينونه نېولي دي چي ګومان کيږي په افغانستان کي د وسله والو طالبانو لاسونو ته رسيږي ، خو په کابل کي د ايران سفير د وسله والو طالبانو سره د وسلو مرسته په کلکه رد کړه .


کارپوهان په دې وروستيو کي د ډيورنډ پر دواړو خواوو پښتني سيمو کي د مرګ ژوبلي پر زياتېدو اندېښنه لري او باور څرګندوي چي که يې په سوله ايز ډول د حل لاري چاري ونه سنجول سي افغان دولت ، بهرنيو ځواکونو او ګاونډيو هيوادونو ته خطرناکه اغېزي لرلای سي .