کور / تازه خبرونه / وزيرستان:پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

وزيرستان:پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په شمالي وزيرستان کي د وروستيو بريدونو په ترڅ کې شپږ تنه پوځيان ووژل شول او ٣٠ تنه نور ټپيان شول.


د پاکستاني پوځ ټپيان سوي پوځيان د پوځي الوتکو په واسطه د درمنلي په موخه لېږدول سوې دي .


 په شمالي وزيرستان کې چارواکې واېې چې د چارشنبې په ماښام د امنيتي ځواکونو دنژدې ١٥ گاډو يو کاروان له ميرانشاه څخه دزرمک په لور روان وو چې د لارې په اوږدو کې سيمه ييزو طالبانو له څيرمه غرونو څخه دغه کاروان تر بريد لاندې ونيوه .


چارواکي وايي چې په بريد کې ٨ گاډي په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي .


سيمه ييز چارواکي وايي چې له دې بريد څخه وړاندې د ټل کلي په سيمه کې دوه بريدونه وشول چې د پوځ دوه گاډي يې زيانمن کړل خو ځاني زيان يې نه درلود.