کور / تازه خبرونه / سږ کال د افغان حاجيانو چاري ښې تنظيم سوي دي

سږ کال د افغان حاجيانو چاري ښې تنظيم سوي دي

لراوبر ويبپاڼه – مکه شريفه ( حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي )


په افغانستان کي د ارشاد حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي چي له افغانستانه د افغاني حاجيانو وروستۍ ډله نن سعودي عربستان ته راورسېده .



دغه راز دلومړي ځل   لپاره په مكه مكرمه كي دافغاني حاجيانو لپاره دمينا اوعرفات په   پاكو ځايونو كي دافغانستان  حاجيانو لپاره   دعبادت ځايونودمعلومولو لپاره ولاړي خيمېي دافغانستان په بيرغونو وپوښل شوېي  اوهغه تبليغاتي لارښووني چي وبه كولاي شي حاجيانونو دوركيدو مخه ونيسي په اروندو زايونو كي بند شول .



په مكه مكرمه كي دپعثي كميتي چاواكي وايي چي دغه خيمې يي سږكال دحج دپيل نه وړاندي معلومي كړي اودافغانستان په دري رنگه بيرغ باندي يي پوښلي   ترڅو افغان حاجيان و كولاي شي په گڼه گونڼ كي خپل   ځای په اسانه پيداكړي .
 په مكه مكرمه كي دپعثه  كميتي ريس مولوي  اسرارالحق وايي   جچ په سلگونوبيرغونه اوتبليغاتي سټيكرونه يي برابر كړي  دي اوپه مينا اوعرفات كي يي په څرگندو ځايونوكي لگولي ترڅو افغاني حاجيان وكولاي شي چي په اساني سره خپل  ځاي پپداكړي .


 



نوموړی وايي چي دغه تبليغاتي مواد چي د بعثې د فرهنګي څانګي له خوا چغاپ او نصب سوي دي د حج په اړه لازمي لارښووني او ګټور معلومات په کي شته دي .
هغه وويل چي په پلان کي لري چي درې لويي خېمې چي دافغانستان د بيرغ د رنګ په شان به وي په مينا کي ودروي تر څو حاجيان دخپلو ځايونو د پيدا کولو په وخت کي له ستونزو سره مخ نه سي .
د افغانستان د بعثه کمېټې چارواکي سعودي عربستا ن ته د حاجيانو د وروستۍ ډلي د رسيدو خبره په داسي حال کي کوي چي د حج د فريضې د اداکولو په موخه د راغلو کسانو له ډلي څخه اووه تنه په داخل د حرم شريف کي د غلا او کيسه برۍ په تور نيول سوي دي .



دا په داسي حال کي ده چي له دې وړاندي په مدينه منوره او جده کي ۱۸ تنه د نشه يي توکو او غلا په تور نيول سوي وو .
په مکه مکرمه کي د افغانستان د بعثه کمېټې د ورکو شويو او شهيدانو د کمېټې مشر حاجي عبدالصمد رشحه وايي چي شپږ تنه يې د ارشاد حج او اوقافو وزارت له خوا د راغليو حاجيانو له ډلي څخه او يو تن له  هغه کسانو څخه دی چي د مجمله ويزې په واسطه د پاکستان لهلاري سعودي عربستان ته راغلی دی .
سږکال په سعودي عربستان کي افغاني حاجيانو ته د پخوا په پرتله ډيري اسانتياوي برابري سوي دي ، ځايونه يې د حرم شريف مسجد ته د پخوا کلونو په پرتله نژدې دي ، ښوونکي او معلمان ورته په سمه توګه ګمارل سوي او هم يوداسي شپيته کسيز روغتيايي ډله له کابله ورسره راغلې چي د تکړه ډاکټرانو او ښو درملو درلودونکي دي .