کور / تازه خبرونه / امريکا: افغانستان ته پوځي سامان آلات له شمالي لارو راوړي

امريکا: افغانستان ته پوځي سامان آلات له شمالي لارو راوړي


افغانستان او عراق ته د امريکا لوړ پوړى پوځي قومندان جنرال ډيويډ پيټريوس وايي افغانستان ته يې د امريکايي پوځيانو دپاره د سامان آلاتو او خوراکي توکو د راوړلو دپاره نوې لاره موندلې ده.
جنرال پيټريوس وايي له دې وروسته به دغه سامان آلات د روسيې څخه اوزبکستان او تاجکستان او له هغه ځايه به افغانستان ته انتقالېږي.
تر دې مخکي امريکايي پوځيانو ته پوځي سامان آلات له پاکستان څخه د تورخم پر لاره افغانستان ته ننوتل، چي په قبايلي سيمو کي د وروستيو ناقراريو له امله لومړى ناټو او وروسته امريکا هم دې ته اړه سوه، چي له دې لاري څخه تېر سي.
پاکستان هر کال د دغو مالونو د انتقال په پروسه کي په سوونو ميليونه ډالره ګټه پورته کول.
جنرال پيټريوس پر داسي مهال د دغي نوي لاري د لټون خبر ورکوي، چي امريکا غواړي په نيژدې مياشتو کي افغانستان ته ٣٠٠٠٠ نور پوځيان هم ولېږي.