کور / راپور / دکرکټ د دريم پړاو وروستي جزيات

دکرکټ د دريم پړاو وروستي جزيات

افغانستان د کرکټ دريم پړاو د سياليو اتل
شو


د جنورئ ۳۱، ۲۰۰۹


افغانستان دکرکټ د
نړيوالې ټولنې د غوراوي د دريم پړاو په سياليوو کې کيمن ټاپوګانو ته په ماتې ورکولو
سره د ۲۰۱۱ نړيوال کپ د غوراوي  آخري پړاو  ته  پرمختګ وکړ. 


 

افغانستان دا لوبه په ۸۲ منډو وګټله. دوی لومړی بيټنګ وکړ او د
اتو لوبغاړو په اوټ کيدو يې ۲۳۰ منډې جوړې کړي. د افغانستان کپتان نوروز منګل
۷۰  او اصغر ۶۶ منډې وکړي.    په مقابل کې د کيمن
ټاپوګانو  لوبډله په ۱۴۸ منډو اوټ شوه. د افغانستان له خوا محمد نبي ۴ او حميد
حسن ۳ لوبغاړي اوټ کړل. 

 

د يادونې وړ ده چې  دا لوبه پرون د باران له امله پاتې شوي
وه. پرون د افغانستان حالت ښه نه وو او کيدای شوه چې لوبه يې بايللي وای خو  د
افغانستان د کرکټ د فډريشن د چارواکو په وينا د افغانانو دعاګانو  ورته باران
رحمت وګرځاوه او دوی يې له بايللو څخه وژغورل.

افغانستان په ۳۱ اوورونو کې ۶۸ منډې کړي او ۵ کسان يې اوټ شوي وو
چې باران شروع شو. کله چې باران تر ډيره ونه دريد نو  د کرکټ  د ډک ورت
لويس د قانون له مخې د افغانستان لوبه په همدې ځای ودرول شوه او  کيمن ټاپو
ګانو ته په ۲۰ اوورونو کې  د ۶۳  منډو د پوره کولو هدف وټاکل شو. د
کيمن  ټاپوګانو لوبغاړو په ډيره چټکۍ سره لوبه وکړه او په ۷  اوورونو کې
يې  د دوو لوبغاړو په سوځيدو ۳۵ منډې وکړي خو دا مهال باران راښکته شو او لوبه
پاتې شوه.  

د يادونې وړ ده چې د دې لوبو فاينل د
بارانونو له امله منسوخ کړل شو  او  پريکړه وشوه چې د سر دوه 
لوبډلې  به  د ۲۰۱۱ کال د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي لوبه ته وځي او دا
دوه لوبډلې افغانستان او يوګانډا دي. خو دا چې نني بري د افغانستان د منډو اوسط صفر
اشاريه ٩٧  ته ورساوه  چې د يوګانډا په ګډون تر ټولو لوړ دى، نو د
ټورنمنټ  ګټونکي لوبغاړي شوه. افغانستان له دې وړاندې د پنخم او څلورم
پړوا  اتل وو او دا يې پرله پسي دريم غټ بری دی.

په يوه بله سيالۍ کې يوگانډا  ارجنټينا ته په ۹۰ منډو ماتي
ورکړه او د صفر اشاريه ٧٦ په اوسط يې دويم مقام خپل کړ. د پاپونيوگيني پواينټونه د
افغانستان او يوګانډا سره  مساوي وو خو دا چې د لوبو اوسط يې له دواړه کم وو
نو د پواينټونو مساوي والی يې په درد ونه خوړ.

وېډيو
:






افغانستان خپله لومړۍ لوبه د يوګانډا څخه په ۱۴ منډو بايللي وه خو
وروسته يې ټولې (څلور)  لوبې وګټلي.

افغانستان او يوګانډا به اوس د ٢٠١١ کال د نړيوالو اتلوليو د
غوراوي وروستي پړاو ته ځي چې د اپريل په مياشت کې به په جنوبي افريقا کې کيږي . په
دغه لوبو کې به ١٢ هيوادونه  سيالي کوي . څلور لومړني به يې  د
۲۰۱۱  کال نړيوال جام ته لار پيدا کړي. پنځمه او شپږمه لوبډله به که څه هم
نړيوال جام ته ونه وځي خو د نړيوالو يوې  ورځنيو لوبو د کولو حق به لاس ته
راوړي. 

په دې سياليوو کې به لاندې لوبډلې په لاندې  ګروپونه کې سره
ولوبيږي. 

A   ګروپ  : کاناډا ، آيرلينډ، نميبيا، عمان، سکاټ
لينډ او يوګانډل

B ګروپ  :  افغانستان، برمودا، ډينمارک، کينيا، هالينډ
او متحده عرب امارات


د دې لوبو د نورو جزياتو، تبصرو او انځورونو د کتلو 
لپاره د لر او بر په لومړۍ پاڼه د (کرکټ  د دريم  ډويژن د سياليوو
ورستيوو جزيات)  سرليک او يا هم  دا ځای کليک وکړئ.




د
افغانستان د ملي کرکيټ لوبډلي او کپټان نوروز منګل ته د ستر بري په
وياړ!







 



 


د لوبو
عکسونه لپاره دا ځای کليک کړئ






د افغانستان او کيمن ټاپوګانو لوبه سبا ته پاتې
شوه

 
دکرکټ د نړيوالې ټولنې د غوراوي د دريم پړاو په سياليوو کې
د افغانستان او کيمن آيلنډ (ټاپوګانو)  لوبه د باران له امله وځنډيده او سبا
ته پاتې شوه.


د باران له پيليدو مخکې کيمن ټاپوګانو ټاس وګاټه او افغانستان ته يې د بيټنګ
کولو بلنه ورکړه.


  افغانستان په ۳۱ اوورونو کې ۶۸ منډې کړي او ۵ کسان يې اوټ شوي وو چې
باران شروع شو. کله چې باران تر ډيره ونه دريد نو  د کرکټ  د ډک ورت لويس
د قانون له مخې د افغانستان لوبه په همدې ځای ودرول شوه او  کيمن ټاپو ګانو ته
په ۲۰ اوورونو کې  د ۶۳  منډو د پوره کولو هدف وټاکل شو. د کيمن 
ټاپوګانو لوبغاړو په ډيره چټکۍ سره لوبه وکړه او په ۷  اوورونو کې يې  د
دوو لوبغاړو په سوځيدو ۳۵ منډې وکړي خو دا مهال باران راښکته شو او لوبه سبا ته
پاتې شوه. 


د يوګانډا او ارجنټاين ترمنځ لوبه هم د باران له امله سبا ته وځنډيده.


سبا به دا لوبې له سره پيل کيږي او افغانستان او يوګانډا چې پواينټونه يې
سره يو برابر دي،  ته موقعه شته چې دا ځل ښه لوبه وکړي او ځان د پايو نيوګيني
ترڅنګ  د وهمه غوره لوبډله کړي.


نن په يوه بله لوبه کې هانګ کانګ له پاپو نيوګيني څخه په ۹ ويکټونو ماتي
وخوړه او په دې ترتيب  دوی د ۵ لوبو څخه د څلور و لوبو د ګټلو او اته
پواينټونو په درلودلو سره  په  لومړي نمبر ودريد. 


د يادونې وړ ده چې د دې لوبو فاينل به نه کيږي  او دوه د سر ټيمونه
به  د ۲۰۱۱ کال د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي لوبه ته وځي.  دا مهال د
يوګانډا او افغانستان پواينټونه سره يو شان دي او که دواړه خپلې خپلې لوبې
وګټي  نو بيا به د منډو په اوسط  پريکړه کيږي. که څه هم دا مهال  د
افغانستان د منډو اوسط له يوګانډا څخه ښه دی  خو د سبا لوبې به  د
آخري  پواينټونو او  اوسط څرګندوی وي.


د دې لوبو د نورو جزياتو، تبصرو او انځورونو د کتلو لپاره د لر او بر
په لومړۍ پاڼه د  (کرکټ  د دريم  ډويژن د سياليوو ورستيوو
جزيات)  سرليک  او يا هم دا ځای کليک
وکړئ.





د افغانستان او کيمن ټاپوګانو لوبه سبا ته پاتې
شوه


د جنورۍ۳۰ ـ ۲۰۰۹


دکرکټ د نړيوالې ټولنې د غوراوي د دريم پړاو په سياليوو کې د افغانستان او
کيمن آيلنډ (ټاپوګانو)  لوبه د باران له امله وځنډيده او سبا (شنبې) ته پاتې
شوه.


د باران له پيليدو مخکې کيمن ټاپوګانو ټاس وګاټه او افغانستان ته يې د بيټنګ
کولو بلنه ورکړه.


  افغانستان په ۳۱ اوورونو کې ۶۸ منډې کړي او ۵ کسان يې اوټ شوي وو چې
باران شروع شو. کله چې باران تر ډيره ونه دريد نو  د کرکټ  د ډک ورت لويس
د قانون له مخې د افغانستان لوبه په همدې ځای ودرول شوه او  کيمن ټاپو ګانو ته
په ۲۰ اوورونو کې  د ۶۳  منډو د پوره کولو هدف وټاکل شو. د کيمن 
ټاپوګانو لوبغاړو په ډيره چټکۍ سره لوبه وکړه او په ۷  اوورونو کې يې  د
دوو لوبغاړو په سوځيدو ۳۵ منډې وکړي خو دا مهال باران راښکته شو او لوبه سبا ته
پاتې شوه. 


د يوګانډا او ارجنټاين ترمنځ لوبه هم د باران له امله سبا ته وځنډيده.


سبا به دا لوبې له سره پيل کيږي او افغانستان او يوګانډا چې پواينټونه يې
سره يو برابر دي،  ته موقعه شته چې دا ځل ښه لوبه وکړي او ځان د پايو نيوګيني
ترڅنګ  د وهمه غوره لوبډله کړي.


نن په يوه بله لوبه کې هانګ کانګ له پاپو نيوګيني څخه په ۹ ويکټونو ماتي
وخوړه او په دې ترتيب  دوی د ۵ لوبو څخه د څلور و لوبو د ګټلو او اته
پواينټونو په درلودلو سره  په  لومړي نمبر ودريد. 


د يادونې وړ ده چې د دې لوبو فاينل به نه کيږي  او دوه د سر ټيمونه
به  د ۲۰۱۱ کال د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي لوبه ته وځي.  دا مهال د
يوګانډا او افغانستان پواينټونه سره يو شان دي او که دواړه خپلې خپلې لوبې
وګټي  نو بيا به د منډو په اوسط  پريکړه کيږي. که څه هم دا مهال  د
افغانستان د منډو اوسط له يوګانډا څخه ښه دی  خو د سبا لوبې به  د
آخري  پواينټونو او  اوسط څرګندوی وي.


د لوبو
عکسونه لپاره دا ځای کليک کړئ






افغانستان پاپونيوګيني ته ماتي
ورکړه


د ۲۰۰۹ کال د جنوري ۲۸ 
 
افغانستان دکرکټ د
نړيوالې ټولنې د غوراوي د دريم پړاو په سياليوو کې پاپونيوګيني ته په  اتو
ويکټو ماتي ورکړه. 


پاپونيوګيني پچه وګټله او د لومړي بيټنګ  کولو په ترڅ کې
يې  د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۹۲منډي جوړي کړي. د افغانستان له خوا حميد حسن ۳
مخالف لوبغاړي اوټ کړل. په ځواب کې افغانستان دغه هدف په ډيره اسانۍ او چټکۍ 
په ۱۶ اوور  کې  د دوو لوبغاړو په اوټ کيدو تر لاسه کړ.  هره لوبه
۵۰، ۵۰ اوورونه لري.


دافغانستان ويکټ ساتونکي او کپتان کريم صادق ۵۰ منډې جوړې کړي او
۶ کيچونه يې ونيول چې د افغانستان له خوا د کوم لوبغاړي له ټولو زيات کيچونه دي.


نن  د پرون په شان د افغان لوبډلې مشر نووز منگل  په
لوبه کې نه وو او پر ځای يې  د ډلې مشري کريم صادق کوله. نوروز له دې امله له
دوو لوبو وويستل شو چې له هانگ کانگ سره افغانستان په خپل ټاکلي وخت کې اوورونه نه
و بشپړ کړي.  د قانون له مخې بايد د لوبډلې له کپتان او ياهم نورو لوبغاوړو
دمعاش څخه  د ناغې (جريمې) په توګه پيسې گرځول شوې واى خو افغان لوبډله معاش
نه لري نو په بدل کې يې کپتان له دوو لوبو وويستل شو .


د دې پړاو په دوو نورو لوبو کې  هانګ کانګ د 
يوګانډا  او ارجنټاين د کيمن آيلنډ (کيمان ټاپوګانو) سره په لوبه بوخت
دي.. 


افغانستان خپله لومړۍ لوبه د يوګانډا څخه په ۱۴ منډو بايللي وه او
په دوهمه سيالۍ کې يې هانګ کانګ ته په ۱۳ منډو ماتي ورکړه. افغانستان دا مهال 
شپږ پواينټونه لري او يوه لوبه يې پاتې ده. دوی به خپله راتلونکې لوبه د جمعې په
ورځ د کيمن آيلنډ سره کوي.


دا مهال د ټولو لوبډلو پواينټونه په لاندې ډول دي.


لوبډله                                
کړي
لوبې                          
ګټلي                               
بايللي                        
پواينټونه                                      


افغانستان                                         
۴                                           
۳                                          
۱                                          
۶


پاپوانيو
ګيني                               
۴                                           
۳                                     
۱                                               
۶                                            


يوګانډا                                                 
۳                                          
۲                                            
۱                       
۴                   


هانګ
کانګ                                   
۳                                          
۲                                            
۱                       
۴                    


ارجنټاين                                             
۳                                          
۰                                           
۳                                                                
۰            


کيمن
آيلنډ                                         
۳                                          
۰                                            
۳                       
۰                       


 دا مهال  د افغانستان د منډو کولو (رنزونو) اوسط 
صفر اعشاریه ۷۸۰ ، د پاپونيوګيني  صفر اعشاريه ۱۹۱، د هانګ کانګ صفر اعشاريه
۸۵۵ ،   د يوګانډا صفر اعشاریه ۶۲۵ ،   د ارجنټاين  منفي
صفر اعشاريه ۷۵۵  او د کيمن آيلنډمنفي ۲ اعشاريه ۱۲۶  دی. د منډو
اوسط دې کبله مهم دی که  چيرته د دوو يا ډيرو  سيالو ډلو پواينټونه يا
نومرې سره مساوي وي نو بيا به پای لوبې ته هغه ډلې ځي چې اوسط  يې
ښه  (ډير) وي.


د لوبو
عکسونه لپاره دا ځای کليک کړئ





افغانستان ارجنټاين ته ماتي
ورکړه
  –  بشير ګواښ – امريکا


د جنوري ۲۷ ،۲۰۰۹
 


افغانستان د ٢٠١١ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي د درييم پړوا په
سياليوو کې کوربه ارجنټاين ته په ۱۹ منډو ماتي ورکړه
افغانستان پچه وګټله او د
لومړي بيټنګ  کولو په ترڅ کې يې  د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۵ منډي جوړي
کړي. د افغانستان له خوا احمدشاه له ټولو ډيرې ۴۴ مڼډې وکړي. د ارجنټاين بارټن درې
افغان لوبغاړي اوټ کړل.


دافغانستان له خوا احمدشاه ۳ او حميد حسن او سميع الله شينواري
دوه دوه تنه اوټ کړل. احمدشاه د ۴۴ منډو کولو او دريوو لوبغاړو د اوټ کولو له امله
د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


نن د افغان لوبډلې مشر نووز منگل  په لوبه کې نه وو او پر
ځای يې احمدشاه ولوبيد. هغه له دې امله له دوو لوبو وويستل شو چې له هانگ کانگ سره
افغانستان په خپل ټاکلي وخت کې اوورونه نه و بشپړ کړي.  د قانون له مخې بايد د
لوبډلې له کپتان او ياهم نورو لوبغاوړو دمعاش څخه  د ناغې (جريمې) په توګه
پيسې گرځول شوې واى خو افغان لوبډله معاش نه لري نو په بدل کې يې کپتان له دوو لوبو
وويستل شو .


د دې پړاو په دوو نورو لوبو کې  پاپوا نيوګيني يوګانډا ته په
۲۶  او هانګ کانګ کيمن آيلنډ ته په ۴۹ منډو ماتي ورکړه. 


افغانستان خپله لومړۍ لوبه د يوګانډا څخه په ۱۴ منډو بايللي وه او
په دوهمه سيالۍ کې يې هانګ کانګ ته په ۱۳ منډو ماتي ورکړه. افغانستان دا مهال 
څلور پواينټونه لري او دوه لوبې يې پاتې دي. دوی به خپلې راتلونکې لوبې د  د
چار شنبې په ورځ د پاپو نيو ګيني او د جمعې په ورځ د کيمن آيلنډ سره کوي.


دا مهال د ټولو لوبډلو پواينټونه په لاندې ډول دي.


لوبډله                                   
کړي
لوبې                               
ګټلي                               
بايللي                          
پواينټونه                                      


پاپوانيو
ګيني                               
۳                                          
۳                                          
۰                                               
۶                                             


هانګ
کانګ                                   
۳                                          
۲                                            
۱                                             
۴  


يوګانډا                                                 
۳                                          
۲                                            
۱                                               
۴                                           


افغانستان                                         
۳                                          
۲                                            
۱                                         
۴     


ارجنټينا                                               
۳                                          
۰                                            
۳         
۰                                                             


کيمن
آيلنډ                                         
۳                                          
۰                                            
۳                                      
۰         


                                     
۰         


د لوبو
عکسونه لپاره دا ځای کليک کړئ


د ارجنټاين او افغانستان  د لوبې وېډيو :



     



افغانستان هانګ کانګ ته ماتي
ورکړه
  –  بشير ګواښ – امريکا


افغانستان د کرکټ د دريم ډويژن د سياليو په لړ کې په خپله دوهمه
لوبه کې هانګ کانګ ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه.


هانګ کانګ پچه وګټله او افغانستان ته يې د بيټنګ کولو
وويل.افغانستان لوبه ډيره ښه پيل کړه خو ټول لوبغاړي يې د ۲۰۱ منډو په جوړولو
سره  اوټ شول . د افغانستان له خوا محمد نبي ۴۰، کريم ۳۶ او نورزو منګل ۳۵
منډې جوړې کړي.


د هانګ کانګ عرفان احمد او لمسام ۳،۳ تنه  اوټ کړل.


د افغانستان د ۲۰۱ په ځواب کې هانګ کانګ خپله لوبه ډيره خرابه پېل
کړه او داسې معلوميده چې افغانستان به ډير زر  دا لوبه وګټي خو  د هانګ
کانګ اتم نمبر لوبغاړي، منير احمد لوبه راټينګه کړه او  د محمد نبي به دريوو
مسلسلو بالونو يې  د دريو سيکسو په وهلو سره ۱۸ منډې جوړې کړي او په دې ترتيب
يې  د افغانستان انديښنې زياتي کړي خو نوموړی د سميع الله شينواري له
خوا  په ۴۹  منډو اوټ  شو.


د هانګ کانګ آخري لوبغاړي، نديم احمد هم ډيره ښه لوبه وکړه او په
تلسو بالونو يې ۲۷ منډې جوړي کړي چې پکې د سميع الله شينواري په دريوو مسلسلو
بالونو دولس منډې هم شاملي وي. نوموړی د محمد نبي له خوا وسوځول شو او په دې توګه
هانګ کانګ ۱۸۸  منډې جوړې کړي او افغانستان لوبه په ۱۳ منډو وګټله.


د افغانستان له لوري هستي ګل، ميرويس او محمد نبي دوه دوه لوبغاړي
اوټ کړل.  محمد نبي د ۴۰ منډو کولو او دوو لوبغاړو د اوټ کولو  له امله د
لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د يوګانډا څخه په ۱۴ منډو ماتې
خوړلي وه. افغانستان دا مهال  دوه پواينټونه لري او درې لوبې يې پاتې دي. دوی
به خپلې راتلونکې لوبې د سه شنبې په ورځ د ارجنټينا، د چار شنبې په ورځ د پاپوا نيو
ګيانا او د جمعې په ورځ د کيمن آيلنډ سره کوي.


دا مهال د ټولو لوبډلو پواينټونه په لاندې ډول دي.


لوبډله                                   
کړي
لوبې                               
ګټلي                               
بايللي                          
پواينټونه                                      


پاپوانيو
ګيني                              
۲                                          
۲                                              
۰                                                  
۴                                              


هانګ
کانګ                                
۲                                          
۱                                                
۱                                                   
۲


يوګانډا                                              
۲                                       
۲                                               
۰                                                  
۴                                           


افغانستان                                    
۲                                        
۱                                               
۱                                                
۲     


ارجنټينا                                         
۲                                          
۰                                             
۲       
۰                                                                    


کيمن
آيلنډ                                  
۲                                         
۰                                              
۲                                                                                   
۰


د لوبو
عکسونه لپاره دا ځای کليک
کړئ

تبصره نسته

  1. ده مهربان څښتن تعالی په زرګونو ځله شکر ادا کوم چې دا دی یوځل بیا یی افغانانو ته د بریالیتوب او کامیابۍ ویاړ ور نصیب کړ او ددې بری له امله د زړه له کومې خپلې مبارکۍ زموږ رښتنیو ملی اتلانو (دکرکټ د ټیم لوبغاړو) ته او ټولو افغانانو ته وړاندي کوم او هیله من یم چې ټول افغانان به دا بری په ښه ډول سره ولمانځي.
    د لوي خداي (ج) دربارته د دعا لپاره لاس لپه کوم چې په راتلونکی سیالیو او ټول ژوندانه کې افغانان بریالی او سرلوړی ولری

  2. خدايه شکرزرواري شکربې شمېره شکرونه ايله چې اوس مي فکرسم سو
    پرون مي ټوله ورځ بيادشپې ترهغه وخته پوري لوبه پايته ورسېده ستاسودلوبوپايلوته په انتظارکې وم الله شکربياهم شکر
    افغان کرکټ بازانودژوندپه هرډګرکې موالله بريالي ولره په لسم لوبغاړي سوځېدوباندې خوموهيڅ طمع نه وه چې نوردي دبري چانس ولروخورښتتيايې ويلي دي

    چې الله درسره مل نه وي رحمانه ـ که لښکري درسره وي يک تنهايې
    افغان کرکټ بازانوتاسودخپل ټول ملت دوعاګانې له ځان سره لري اوپه هره لهزه ستاسودبري انتظارکوي .
    پرافغان چارواکوباندې ږغ کوچې دخداي لپاره دخپلولوبغاړولپاره حتمآيوڅه وکړي .

  3. مبارکي مبارکی مبارکي مبارکي

    ددغې ستری بريامبارکې ټولوهيوادوالواوپه خاص ډول هغوهيوادوالوته چې له هيواده دباندې دپردېسی شپې اوورځي تېره وي وایو.
    هورشتيادبهرمېشتوهيوادوالونوم موځکه يادکړچې تربل چاله به هغوی سره ددې شي قدرزيات وي چې( دکوربه هیوادونودغه ډول بریاوي يې لیدلی اودخپل هيواد دلوبغاړوددغسې برياهيله به يې لرله )
    دسولي دغوسفيرانونړۍ ته وښودل چې افغانان سوله غوښتونکی قوم دي خوجنګ ورباندې تپل سوی دی .
    پرخپلولوبغاړوباندې ږغ کوچې له خپل افغاني مېړاني څخه کارواخلي اونورهم مخ ته ولاړسي .
    دالمپيک له مسولينوڅخه غواړوچې خپل زيات امکانات دغولوبغاړوته په واک کې ورکړي .

  4. د دغې لوبى په ګټلو سره اوس زمونږ هيله بيا را وټوكيده او اميد مو پيدا شو چې انشاء الله همداسې به زمونږ ملي لوبډله پاى لوبو ته هم ورسيږى او برى به زمونږ د افغانانو وي. دې لوبې دا ثابته كړله چې افغانان يوآځې د جنګ په ډګر كې بريالي نه بلكه په ټولو ډګرونو كې دښمن ته ماتې وركولاى شي. د ملي لوبډلې د لازياتو برييو په هيله!

  5. الله شکرچې يواربیاافغان لوبغاړي پرخپلوسيالانوباندې لاس بري سول –
    افغان لوبغاړوټول افغانان وروڼه اوخويندي ستاسوپايلوته هره لحزه انتظاروي اولاس په دوعاګانوستاسودبرياوهيله کوي .
    کله چې په هرپړاوکې ترازمون په بري سره تېرېږي دخوشعالي نارينه اوښځينه يوبل ته مبارکې ورکوي اودهري راديوستن اودهرتلوېزيوني چينل کانالونه ګوري چې ستاسوپه اړه تازه خبرونه واوري اوويني .
    دخپلودغوملي اتلانودلازياتوبرياوپه هيله

  6. الله شکرچې یواربیاافغان لوبغاړي پرخپلوسيالانوباندې لاس بري سول –
    افغان لوبغاړوټول افغانان وروڼه اوخويندي ستاسوپايلوته هره لحزه انتظاروي اولاس په دوعاګانوستاسودبرياوهيله کوي .
    کله چې په هرپړاوکې ترازمون په بري سره تېرېږي دخوشعالي نارينه اوښځينه یوبل ته مبارکې ورکوي اودهري راديوستن اودهرتلوېزيوني چينل کانالونه ګوري چې ستاسوپه اړه تازه خبرونه واوري اوويني .
    دخپلودغوملي اتلانودلازياتوبرياوپه هيله

  7. درنو دووستانو! له ښکلو ښکلو تبصرو او د زړه له کومي د دعا ګانو مو مو ډيره ډيره مننه. د کلات ځوانانو! تبصرې مو ډير خوند کوي. خدای مو په درسونه کې بريالي لره. تاسې د اولس ريښتيني باتور بچيان ياست چې په سور اور کې هم ښوونځي ته ځئ. الله مو راته ستر کړه چې هيواد ته مو د چوپړ وياړ وګرځئ!

    خوښ اوسئ
    بشير ګواښ
    http://www.tolafghan.com/mor
    http://www.afghancorner.blogspot.com

  8. سلامونه او احترامات !!!!
    زه د خپل وطن د کرکټ لویې ډلې او خپل ملت ته د زړه له کومې مبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــارکې او نیکمرغي تقدیم وم

  9. سلامونه او احترامات د ښه بریالیتوبونو په هیله همیش کامیاب او موفق اوسی ښه بریاوی تاسوته څما هیله ده سرلوړی هو غواړم

  10. مبارک مبارک مبارک مبارک

    دخپلولوبغاړودغه ستره بریاټولوهیوادوالوته ،که په کوردننه دي اوکه له کوره دباندې دزړه له تله مبارکي وايو

    دڅښتن تعالی(ج) له دربارڅخه شکراداکوچې افغانانووکولای سول چې په وږي نس اونشت امکاناتوباندې خپلوسيالانوته په ډیره مېړانه ماتې ورکړي .
    افغان کرکټ بازانوله بري څخه چې وروسته تاسودخپل هيوادملي بیرغ په میدان کې ګرځاوه اوسرپه سجده الله تعالن ته پراته واست دډيري خوشعالی څخه زيات کسان احساساتي ول .
    دهيواداتلانو(کرکټ بازانو)نه موويل خومجبوريوچې اخيرووايو(پښتانه یاست که نه نواوس به هرهغه امکانات درته برابروايې لکه چې نوروته برابردي )
    وبخښی چې په خوشعالي کې ددغسې یوې خبري یادونه وسول
    خوموږبه خپل دژوندانه هرپړاوپه برياليتوب سره وهوخداي مهربانه دي چې په هرپړاوکې به بريالي کېږو
    بیاهم ددغه ملي ویاړمبارکي خپلوټولوهیوادوالوته وايو
    اوپدې هيله چې نورنودموراومیرې چلندله خپلولوبغاړوسره ونکړي

  11. مبارک مبارک مبارک مبارک

    دخپلولوبغاړودغه ستره بریاټولوهیوادوالوته ،که په کوردننه دي اوکه له کوره دباندې دزړه له تله مبارکي وايو

    دڅښتن تعالی(ج) له دربارڅخه شکراداکوچې افغانانووکولای سول چې په وږي نس اونشت امکاناتوباندې خپلوسيالانوته په ډیره مېړانه ماتې ورکړي .
    افغان کرکټ بازانوله بري څخه چې وروسته تاسودخپل هيوادملي بیرغ په میدان کې ګرځاوه اوسرپه سجده الله تعالا ته پراته واست دډيري خوشعالی څخه زيات کسان احساساتي ول .
    دهيواداتلانو(کرکټ بازانو)نه موويل خومجبوريوچې اخيرووايو(پښتانه یاست که نه نواوس به هرهغه امکانات درته برابروايې لکه چې نوروته برابردي )
    وبخښی چې په خوشعالي کې ددغسې یوې خبري یادونه وسول
    خوموږبه خپل دژوندانه هرپړاوپه برياليتوب سره وهوخداي مهربانه دي چې په هرپړاوکې به بريالي کېږو
    بیاهم ددغه ملي ویاړمبارکي خپلوټولوهیوادوالوته وايو
    اوپدې هيله چې نورنوچارواکې دموراومیرې چلندله خپلولوبغاړوسره ونکړي

  12. سهار وختي کي چي کله له بي بي سي راډيو څخه واوريدل چي د افغانستان ملي لوبډله د ارجنټاين د سياليو اتله سوه
    رښتيا وايم چي اوښکي مي نه دريدلې .
    د حيرانتياخبره دلته ده چي موږ تل پر غمونو او خفګان باندي اوښکي تويوو دا سي موقع ديري لږ ليدل کيږي چي د خوشحالۍ احساس زړه و تخنوي او سترګي اوښکي را کښته کړي
    پرون کي کله لوبه لوبه د باران له امله سباته پاتي سوه زما په فکر د اسمان زړه نرم سو او و يې ژړل چي ددې لامل سوه چي لوبه سباته پاتي سوه
    خداى دي موږ ته دمره اوږ ژوند را کړي چي د خپل هيواد ټلي برياوي و وينو او ورسره ټولو هيواد والو ته د زړه له کومي مبارکي وايم
    احمد شاه پاڅون هلمند

  13. د کرکيټ د ملي لوبډلي درنو ښاغلو د افغانانو د سر تاج او شمله ورو ځوانانو پرورديګاردي تاسي هرځای او په هره لوبه کي دغسي سرلوړي ولري لکه تاسو چي تيره ورځ دغه سرلوړی زموږ را په برخه کړی

  14. پوهېږئ چي ډېر لوى غم او لويه خوښي چي کله پر يو چا راسي، نو د خپلو احساساتو په
    څرګندولو کي پاته راځي، او نه سي کولاى څنګه چي ښايي په هغه ډول خپل احساسات څرګند
    کړي.
    نن په ما هم همداسي چم سوى دى، کله چي مي واورېدل اسکېرلي افغان کرکيټ لوبغاړو د بې
    شمېره ستونزو او ناځوانيو سره سره بيا هم په پرله پسې توګه د دريم ډوېژن اتلولي
    خپله کړه او هيواد ته يې د اتلولۍ جام راوړ، ډېر خوښ سوم، او د ډېري خوښۍ له امله
    مي له ملګرو سره يو ځاى سخت لاسونه وکړپول.
    خو!!!
    افسوس دا چي له جمهور رئېس څخه نيولې بيا بيرته تر جمهور رئېس پوري ددې واقعي
    اتلانو په کيسه کي هيڅک نه سول او نه به هم سي. نور هم هڅه کېږي چي دا باهمته اتلان
    پر خوله وغورځول سي او په وړاندي يې خنډونه وزېږول سي. د هيواد د شتمنو او ملي
    سواداګرو احساس هم غلى دى، ځيني په شعوري توګه او ځيني هم په غير شعوري توګه نه
    غواړي چي له دې قهرمانانو سره مرسته وکړي.
    دا ولي؟؟؟
    ددې ولي جواب تاسو ټولو لوستونکو ته بلکل څرګند دى، هغه دا چي دوى خواران
    ((پښتانه)) دي. خو که چيري دا باتوره زلميان (…) واى، نو بيا به تاسو ليدلي واى
    چي ښه راغلي ته يې تر هوايي ميدان پوري څوک څوک ورتلل.
    زه پوره ډاډ لرم چي ددې اتلانو په ستونزو، خنډونو، او دوسو چي د دښمنانو له خوا
    ورته جوړېږي د هيواد جمهور رئېس تر بل هر چا ښه خبر دى، خو دا چي ولي يې په وړاندي
    ګام نه پورته کوي تاسو خپله ښه پوهېږئ.
    خير!
    زه د يو افغان او پښتون په توګه د هيواد پر ټولو شتمنو او هغو کسانو چي څه يې په وس
    وي، هغه که مالي وي او که معنوي، له دغو اتلانو سره دي مرسته وکړي، تشويق دي يې کي،
    او پوره ملاتړ دي يې وکي، که چيري ددې کرکيټ لوبغاړو ستاينه وسي، د ستونزو له منځه
    وړلو ته يې پام وسي، په وړاندي يې د اغلزانو او دښمنانو د دسيسو مخه ونيول سي، نو
    ډاډه اووسئ چي په دوه زره يوولسم کال کي به د نړيوال جام په سياليو کي ولوبېږي
    ، او
    د ټولو افغانانو سر به د خداى ج په فضل او ددې زهره ترکي ولس د دوعا په برکت لوړ
    کړي.
    ژوندي او بريالي دي پښتانه کرکيټ لوبغاړي (اتلان)

  15. Congratulation what i say about this i am very very happy .

  16.     دڅولسیزو په سختو لمبو
    سوو افغانانومبارک مو شه
     

    ۰۱ـ۰۲ـ ۲۰۰۹
    دجرمني په بایرن ایالت کې
    دافغانانو کولتوري ټولنه ټول افغان ولس ته مبارکي وايي

    بســــــــــــــــمل 

    خوږوهېوادوالو!

    نن  زموږ  دکرګټ اتلې
    ملي لوب ډلې یو ستر، نه هېرېدونکی، اوتاریخي بری په  داسې حال کې لاس ته راوړ چې 
    له  هر  ډول  پالنې او ملاتړ څخه محرومیت لري  .

    موږ  له افغان  تش په
    نامه دولت  څخه  ځکه نوره ګیله نه کوو چې خپل مشروعیت یې لا ډېر له پخواڅخه  له 
    لاسه ورکړی خوموږ  به خپل رښتیني افغانان  دې ته  راوبولو چې زموږ دا ملي اتلان
    ولمانځي خوښ یې وساتي تر څو زموږ کړېدلي هېواد(ګران افغانستان) ته نورې بریاوې هم
    راوړي، له همدې کبله زموږ دکولتوري ټولنې غړو نن شپه ناوخته په داسې حال کې یوه
    بېړنۍ دخوشحالي غونډه وکړه چې زموږ یوشمېر ملګري  له خپلوکارونو څخه ستړي راغلل
    اویوشمېر ملګري مو په یو واده کې مصروف ووخو بیاهم موږ دا لازمه وګڼله چې داستر بری
    دیوې  غونډې په ترځ کې ولمانځو.

    موږ له کارونوڅخه ستړي 
    په لار راروان و چې دوستانو تیلیفونونه وکړل چې زموږ سرلوړي افغانان بریالي شول
    لوبه یې وګټله .

    ګرانو
    هېوادوالو!

    تاسوباور وکړﺉ چې زموږ
    ملګري  مخکې له دې  چې اول خپلو کورونو ته  ولاړشي دوی  له  خپلو کارونو څخه  دکار
    په جامو کې مخامخ  غونډې  ته راغلل او دا بری مو په ګـډه ولمانځه .

    موږ یوځل بیا تاسو ټولو
    اصلوافغانانو ته مبارکي وایو اوله خپلو ملي سوداګرو اوپانګوالو څخه  هیله کوو چې
    زموږ دا اتل ،نومیالي اوځلانده ستوري ښه ونازوي .
     

                      
                        دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو دکولتوري ټولنې
    مبارکي

  17. سلامونه او احترامات د ښه بریالیتوبونو په هیله همیش کامیاب او موفق اوسی.

  18. Salam To All
    Congratulations to all afghans for the winning of Trophy by the Great Afghanian team.
    Best Luck and Prayers for my Great country

  19. Salam zo deer kush halla shom che afghanistan kpal tool matchona wo gatal ko kwand ba ye la zyat waye ko mong dahag mmatchona live kataly waye mong ba tool shpa wekh wo aw pa shamshad ba mo siraf score card katalo ko bia ba ham nast wo
    aw siraf de score card update intezar ba mo kawo ko ka rarwan matchona mong la live wo kodal she no deer kwand ba woke niamat stanekzai from kabul afghanistan sarobi jagdalak