کور / شعر / خطر

خطر

دشپې په راز ځان پوهوی دسرخطر لري وای
زمــــونږ دچــــم هریوزلـمی دسرخطرلري وای


په ډېرغروریې راته وویـل چې مـات نـه کړې
زمادمړوندهریو بنګړی دسرخطرلري وای


داخورقیب وایي تکړه شه پرې چاړې پڅې کړه
دلته په چاباندې زړه سوی دسرخطرلري وای


قیامت خودی بس تر یوه اتوم خبره پاتې
ددې نړۍ هریوسړی دسرخطرلري وای


بختیاره ډېرې داغیارومیندې بورې کړلې
زمونږ دخاورې هر غمی دسرخطرلري وای