کور / تازه خبرونه / د جمهوري رياست د انتخاباتو نېټه اعلان سوه

د جمهوري رياست د انتخاباتو نېټه اعلان سوه


د افغانستان د انتخاباتو کميسون اعلان وکړ، چي د دغه هیواد د جمهوري ریاست انتخابات به د ۱۳۸۸ کال د اسد پر ۲۹ –مه نېټه ترسره سي.
سره له دې چي د افغانستان د ولسي جرګې ځینو غړو او د حامدکرزي مخالفینو (متحدي جبهې) پر خپل وخت د انتخاباتو ترسره کېدل غوښتل، خو نن له اصلي مودې په درې میاشتي ځنډ اعلان سول.
د افغانستان د اوسني جمهور رئيس حامد كرزي واك د را روان كال د جوزا پر لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي او د افغانستان د اساسي قانون پر بنياد بايد نوموړى له واك څخه ولاړ سي، په تېرو مياشتو كي ولسمشر حامد كرزي خپله هم ويلي وو، چي يوه ورځ هم نه غواړي چي تر خپل قانوني وخت زيات حكومت وكړي.
د انتخاباتو د كمېسون اوسنۍ پرېكړي ته په جواب كي حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي او نه هم د حکومت مخالفي جبهې خپل دریځ څرګند کړی دئ، خو د ناټو قواوو د دې ګام هرکلی کړئ او وایي چي په دې ډول به دوی وتوانېږي چي په نا ارامو سیمو کي امنیت ټینګ کړي او د نوم لیکني پروسه به هم په ډاډه زړه ترسره سي.
د انتخاباتو کمېسون د ټولټاکنو د ځنډ لامل اقتصادي او لوجستیکي ستونزي په ګوته کوي.