کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پښتونخوا لومړی وزير : د کړکيچ تارونه څوک د لرې نه خوزوي

د پښتونخوا لومړی وزير : د کړکيچ تارونه څوک د لرې نه خوزوي

هينډ اؤټ نمبر ١ – ٢٨مه جنوري کال ٢٠٠٩ء



د پختونخوا صوبې وزير اعلے ښاغلي امير حېدر خان وئيلي دي چې په سوات اؤ قبائيلي سيمو کښي د کړکيچ تارونه لکه چې څوک د لر ې نه خوزوي ـ د پښتنو په دې سيمه کښې د لګيدلې بد امنيت اور د دېرش کلن افغان شخړې اؤ په دې ډول د پښتنو پرضد د يو منظم سازش نتيجه ده ـ د سوات اؤ باجوړ په لانجه کښې ځنې کورنۍ اؤ باهرنۍ لاس وهنې کيږي اؤ که پښتون قام په وخت سره په دې لګيدلي اور قابو بياونه موند نو ددې شعلې به په ټول وطن کښې خورې شي ـ دوئ زياته کړه چې تر څو په افغانستان کښې حالات ارام ته نه وي تلي ، په فاټا اؤ نوره پښتنه صوبه کښې امن راتلل ګرانه خبر ه ده ، ځکه چې د افغانستان معامله زمونږ د سيمې پر حالاتو اثر پرېباسي ـ

دا خبرې اميرحېدرخان هوتي د تېمرګره پرېس کلب د يو پلاوي سره د ملاقات په وخت کولې ـ دا وفد د پرېس کلب د چيئرمېن هارون الرشيد په مشرۍ کښې راغلے وۀ چې پکښې عمومي سيکتر حنيف الله ، د قانوي چارو صلاح کار ضياء الرحيم ، محبت شاه اؤ نور شامل وو ـ

وزير اعلے اووئيل چې د مرکزي حکومت د منظورۍ نه وروستو به صوبائي حکومت په مالاکنډ ډويژن کښې زر په زر شرعي نظام نافذ کړي ـ دا د ملاکنډ د اولس يوه زړه اؤ جائزه غوښتنه ده ـ

دوئ اووئيل چې په د صوبې په بېلابېلو غاړو کښې د جاري شورش ، سرکشۍ اؤ بدامنۍ زېلې چرته بل ځائې دي ـ خو پښتنانه ددې د اثراتو ډېر لوئې قېمت ادا کوي ـ دوئې زياته کړه چې يو کوټلے امن صرف اؤ صرف د سياسي خبرو اترو په لار مېنځ ته راتللے شي ـ د طاقت اؤ زور ازمائې په لار عارضي حل خو وتلے شي ، مستقل اؤ دائمي حل نه شي راوړلے ـ

دوئ يو ځل بيا د خپلې دې خبرې پخلے اوکړلو چې مونږ سياسي اؤ د جرګو مرکو خلق يو ، هروخت خبرو اترو ته کېښنو خو تشدد ، قانون شکني اؤ جرګه په يو وخت نه شي کېدلے ـ

دوئ زياته کړه چې په امن راوستلو کښې د حکومت اؤ سپاهيانو سره سره د عام اولس کردار هم ډېر مهم رول لوبوي ـ دوئې په کوز دير کښې د امن په موجوده صورتحال خپله خوښي ښکاره کړه اؤ وېوئيل چې دا ټول څه د مشرانو ، سياسي همکارانو اؤ سول سوسائيټۍ له مخه شوي دي ـ اؤ ددې مشرانو کردار د ستائېنې وړ دے ـ

ښاغلي وزير اعلے موجوده کړکېچ د بد امنۍ نه زيات د سرکشۍ اؤ شورش صورتحال اوبالۀ ـ دوئ وئيل چې د امن و امان د مسئلې اؤ شورش کښې د مزکې اسمان فرق وي ـ دوئ وئيل چې د افغانستان د حالاتو په نتيجه کښې کچرې د وزيرستان نه شورو کېدونکې د عسکريت پسندۍ اور هم هلته کښې سوړ کړلے شوے وے اؤ پر وخت سره ځنې مهمې پرېکړې اؤ ګامونه اوچت کړل شوے وے نو حالات به مونږ ته نن دومره کړکېچن نه وے ـ

وزير اعلے تمه ښکاره کړه چې د اولس په ملګېرتيا به مونږ ډېر زر په حالاتو بيا قابو اومومو ـ

د کوز دير خلقو ته د راپېښو مسئلو په باب له امير حېدرخان هوتي وئيل چې د حکومت ترجيحات همېش لپاره د حالاتو سره اړه لري ـ په موجوده حالاتو کښې يقينن چې د حکومت ، عوامي استاذو بلکه د هر وګړي ترجيح د امن راوستل دي ـ نو په دې حقله زمونږ د حکومت ترجيحات د نورو حکومتونو سره سمون نه خوري ، نه ورته په هغه سترګه کتل پکار دي ـ

دوئ وفد ته ډاډګېرنه ورکړه چې په دير پايان کښې به خلقو ته د بنيادي ضرورتونو اؤ سهولتونو په رسولو کښې حکومت عملي قدمونه واخلي ـ

دوئ جورنالستانو باندې هم زور راوړو چې حالات بېرته امنيت پله د راوستلو لپاره دوۍ هم خپل رول اولوبوي اؤ په خلقو کښې شعور اؤ خبرتياوې اوکړي ـ