کور / شعر / سوله د ژوند سندره

سوله د ژوند سندره

اوس هم ګلونه ننګرهار يادوم


خپل د ځوانې د مينې هار يادم


د کونړ سيند سره نغمه نغمه يم


د ماشومتوب ګرم بازار يادوم


****


اوس د پامير څوکه مې ډير ياديږي


تل د سپين غر په نښترو کې ګرځم


وطنه ستادعشق ملنګه شومه


ستاديادونو ګل دروکې ګرځم


****


سپين غره ته به داسې وايي کنه


چې د مودو افساني هير شوې رانه


درته د مينې غزل نه ليکمه


د نښترو ترانې هير شوې رانه


****


وطنه  اوس هم ګيله منده يم زه


ته د جنګو سنګر خوږ منده يم زه


سوله را وغواړه مونږ څار يي کوو


دا ډير کلونه انتظار يې کوو


****


کله پغمان کله مزار ته ځمه


خيال کې سخي صاحب دربار ته ځمه


په کې د ورکۍ سولې سوال کومه


دا ډير کلونه انتظار کومه


****


سهارما ښام  خداې ته سجده کومه


د پاکې مينې ايراده کومه


وايم چې اور د نفاق ورک کړئ خدايه


د سولې سوال مخ په قبله کومه


****


کونډيا نې ژاړي، يتيم پلار غواړي


معيوب خپل ژوندلره خوږ يارغواړي


په هر قدم کې هديري جوړې شوئ


سولې راتګ ته هم يولار غواړي


****


مشرانو سوال کوم جرګه جرګه شئ


دا مرور وروڼه پخلا کړئ سره


سوله د مينې په ډالۍ کې ورکړئ


کينئ په يو ټغرسلا شئ سره


****


سوله د مينې په الهام راوړئ


يو ه خوږ زيرې په جانان راوړئ


چې جنګ د ماتې غشي وخوري په زړه


داسې شيبو ته امتحان راوړئ


****


سولې تل ويل د ژوند سندره يمه


ځانته مې خپل کړئ جادو ګره يمه


د خپلواکي دژوند الهام درکوم


د جنګ رقيب  يم نغمه ګره يمه


****


ځانته ته مې وغواړئ نګار مې کړئ


د پګړۍ ول ګل د دستار مې کړئ


سوله  د حفيظ د مينې ګل يم خلکو!


د هرافغان دژوندسينګارمې کړئ