کور / شعر / مومیایي هډونه

مومیایي هډونه

 
د وخت غږونه چې څوک نه اوري کاڼه دي هغوئ
پېښي چې ګوري او درس نه اخلي ويده دي هغوئ


د اوریدلو او لیدلو نتيجه پوهه وي
ژوندي به وي خو تم په ځای لکه د مړه دي هغوئ


د زمانې له اوښتون سره چې وړاندې نه ځي
د انساني روح له جوهره نه په واته دي هغوئ


له احرامونو نه وتلي موميايي هډونه
د عصر زړه کې  خو بې یونه دي وراسته دي هغوئ


مهال هيڅ بیرته ترشا نه ګوري ځي مخته درومي
له بهير پاتې خامخا په ورکیده دي هغوئ


ځنې جنت پاتې ترشا په کنډوالو کې ګوري
جنت دی مخکې خو ترشا په ښویده دي هغوئ


د زاړه نوي ښکون راښکون همیشنی شخړه کې
څوک پلوي چې د زاړه کا ژوند ته پړه دي هغوئ