کور / تازه خبرونه / من موهن سنګ د زړه عمليات کوي

من موهن سنګ د زړه عمليات کوي


د هندوستان صدراعظم من موهن سنګ د زړه د ناروغۍ له کبله د ډهلي په يوه روغتون کي بستر سو.
ډاکټران وايي د ښاغلي سنګ زړه ته تللي د وينو ځيني رګونه بند سوي دي، چي د شنبې په ورځ به يې عمليات شروع سي. دا په داسي حال کي ده چي نوموړي څو ځله د زړه د ناروغۍ غټ او کوچني عمليات کړي دي او په لومړي ځل يې په ١٩٩٠ کي خپل زړه د همدې ناروغۍ له کبله عمليات کړى وو.
هندي چارواکو د صدارعظم روغتيا د ډاډ وړ ښودلې ده، خو وايي نوموړى به تر ډېرو ورځو په روغتون کي پاته سي.
من موهن سنګ د هند د تر ټولو غټ ګوند (ګانګرس) غړى او د دې ګوند د مشري سونيا ګاندي له باوري کسانو څخه دئ.
د هند حکومت وايي که د ښاغلي سنګ ناروغي اوږده سي، پر ځا‌ى به يې د بهرنيو چارو وزير پرناب مکرجي د سرپرست صدراعظم په توګه دنده ترسره کړي.
من موهن سنګ په داسي حال کي د زړه د ناروغۍ له کبله په روغتون کي بسترېږي، چي د دې هندوستان پارلماني انتخاباتو ته فقط پنځه مياشتي پاته دي.
کارپوهان وايي ښايي په راروانو انتخاباتو کي کانګرس د ګوند د مشري سونيا ګاندي ٣٨ کلن زوى راهول ګاندي د صدراعظمۍ دپاره ونوموي.
او که راهول ګاندي د هند صدراعظم وټاکل سي، نوموړى به د جواهرلال نهرو د کورنۍ څلورم غړى وي، چي دې مقام ته رسېږي.