کور / تازه خبرونه / هيلري کلنټن له حامد کرزي سره ټلېفوني خبري کړي دي

هيلري کلنټن له حامد کرزي سره ټلېفوني خبري کړي دي

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره ټلېفوني خبري کړي او د امريکا د همکارۍ ډاډ يې ورکړى دئ.
دا په داسي حال کي ده چي تېره اونۍ آغلي کلنټن افغانستان د نشيي توکو هيواد بللى وو او د کرزي حکومت يې په دې کښت کي په لاس لرلو تورن کړى وو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند رابرټ ووډ وايي آغلې کلنټن د پاکستان له جمهور رئيس آصف علي زرداري، د فلسطين له ولسمشر محمود عباس، د اسرائيلو له صدراعظم يهود اولمرت، د برتانيې له صدراعظم ګورډن بروان، د فرانسې له ولسمشر سرکوزي او د هند د بهرنيو چارو له وزير پرناب مکرجي سره هم ټلېفوني خبري کړي او د دغو هيوادونو پر حالاتو ورسره ږغېدلې ده.