کور / تازه خبرونه / فرانسه د ګوانتانامو ۶۰ بنديانو ته د پناه غوښته كوي

فرانسه د ګوانتانامو ۶۰ بنديانو ته د پناه غوښته كوي


فرانسې پر اروپايي هيوادونو ږغ كړى، چي په ټولو د ګوانتانامو زندان هغو شپېتو بنديانو ته پناه وركړي، چي وايي كه خپلو هيوادونو ته ستانه سي ښايي د حكومتونو له خوا وځورول سي.
اروپايي هيوادونو لا تر اوسه د فرانسې دې غوښتني ته غبرګون نه دئ ښودلئ.
د ګوانتانامو زندان چي د امريكا نوي ولسمشر يې د تړلو ژمنه كړې، د نړۍ د ډېرو هيوادونو له خوا نيوكي پر كېږي، چي د بنديانو پر حقونو تېرى پكښي كېږي.
د يمن پاچا علي عبدالله صالح ويلي د خپل هيواد د هغو ۹۴ اتباعو دپاره يې د نوي هستوګنځي د جوړولو امر كړى، چي په راتلونكو درو مياشتو كي به له ګوانتانامو څخه خوشي او يمن ته به وسپارل سي.
پاچا عبدالله وايي له دې كاره يې موخه د دغو كسانو څارنه ده، چي بيرته له پخوانيو تروريستي ډلو سره يو ځاى نسي.
بلي خواته يوې ويبپاڼي چي د عربي جنګياليو له خوا كارېږي، د ګوانتامو د دوو هغو بنديانو ويډيو خپره كړې، چي د تحقيق پر وخت امريكايي مستنطقينو ته وايي كه له بنده خوشي سي، دوى به بيرته له جهادي ډلو سره يوځاى سي.