کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د سعودي عربستان د استخباراتو د پخواني مشر په حواله لیکلي دي چې امریکا د بن لادن د نیولو لپاره جدي هڅې نه کوي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په ناټو کې د امریکا د استازي په حواله لیکلي دي چې  ددغه سازمان راتلونکې  ناسته به په افغانستان او په هغې کې د ثبات په راوستلو متمرکزه وي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې  د عامه خلکو په وژنې تبصره کړې او پدې ترڅ کې يې پوښتلي دي چې ایا رنډې وژنې د کومې نوې  معاملې نښې  دي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په پاکستان کې د افغان ټلویزیوني چینلونو په خپرونو د پاکستان د حکومت بندیز څیړلې دې.

ورخپاڼې په عینې حال کې په یو جلا مطلب کې د افغانستان د روانو پیښو د انځورولو لپاره د لودیځو رسنیو رول څیړلې او لیکلي دي چې دوې بحران ته لمن وهي.

ورخباڼې په یو بل ځاې کې دا خبر ورکړې چې ولس مشر کرزي له خپل پخواني امریکايې سیال بوش سره په ټلیفون خبرې کړیدي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د لغمان د والي په نقل لیکلي دي چې د خلکو په کورونو بمبار کول پر  افغانانو ښکاره تیرې دې.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو ستونزې  راسپړلي او دا يې هم لیکلي دي چې له دغه هیواده د افغان کډوالو په زوره شړل دوام لري.

ورخپاڼې په یوه جلا تبصره کې په افغانستان کې شتو ستونزو ته په پام سره  د سولې او ثبات د  ټینګښت لپاره روانو هڅو ته کتنه کړې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا هم د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کولو مسله راغستې  او لیکلي دي چې خلک باید ددې بهیر قربانیان نشي.

ورخپاڼې په یو بل ځاې کې په افغانستان کې د قانون په پلې کولو تبصره کړې او هیله يې څرګنده کړې چې یوه ورځ په هیواد کې قانونیت پراخه شي.

ورخپاڼې په بدخشان ولایت کې د چارواکو په خلاف روانو مظاهرو ته په اشارې د بدخشان د والي په حواله لیکلي دي  هغو کسانو چې د نشه يې توکو د قاچاق له امله خپلې ګټې له لاسه ورکړیدي خلک هڅوي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ غټ سرلیک دې مسلې ته ځانګړې کړې چې امریکا نوې ولس مشر د افغانستان به اړه فکر کوي

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا لخوا د ټاکل شوي استازي ماموریت څیړلې دې او په عینې حال کې يې په سیمه کې د شتو ستونزو د هواري لپاره د هغه وړتیاو ته کتنه کړې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې  په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د امریکا لخوا د افغانستان او پاکستان لپاره د یو ځانګړي استازي په ټاکلو تبصره کړې او د هولبروک ماموریت يې څیړلې دې.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې  په پریکنډه اقداماتو سره په ټولنه کې د جرایمو مخه نیول کیداې شي.


د  هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومکړي مخ کې د  بارک اوباما د یو انځور په خپرولو سره لیکلي دي چې نوموړې د کرزي د  نه ملاتړ لپاره تیارې نیسي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي پداسې حال کې چې د افغانانو له مشر نه ملاتړ د کمیدو په حال کې دې رقیبان يې واشنګټن ته تللي څو د امریکا له نوي ولس مشر سره وګوري.

ورخپاڼې په یو بل ځاې کې دا خبر ورکړې دې چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه د پیرودل شویو تیلو له واریدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د تیلو بیې راټیټې شي.