ولايتي شورا: ۲۳ ولسي كسان وژل سوي دي
د لغمان ولايتي شورا وايي د ايتلافي ځواكونو په وروستيو بمباريو كي ۲۳ ملكي كسان وژل سوي دي، خو د لغمان والي دا خبر ردوي.
پرون ايتلافي ځواكونو داسي خبرونه خپاره كړل، چي د لغمان ولايت په مهترلام ولسوالي كي يې د عملياتو پر مهال ۱۵ طالبان وژلي دي، خو ځايي اوسېدونكي وايي وژل سوي كسان ملكيان دي.
د لغمان والي لطف الله مشعل په پورتنۍ پېښه كي د درو طالبانو وژل مني او وايي ۱۰ تنه ملكي كسان هم پكښي وژل سوي چي دوې يې ښځي او درې ماشومان دي.
ايتلافي ځواكونه وايي له دغه ځايه يې داسي ښځه ليدلې چي راكټ لانچر يې پر اوږو وو او پر دوى يې ټكان كول، خو والي لطف الله مشعل له آزادۍ راډيو سره په مركه كي د ايتلافي ځواكونو دغه ادعا ردوي.
بلي خواته د اسدالله وفا په مشري له كابل څخه د دې پېښي د څېړني په موخه يو پلاوى د وژل سوو كسانو د هويت معلومولو دپاره سيمي ته خوځېدلى دئ.
د لغمان ولايت په سوونو اوسېدونكي نن د يوې احتجاجي مظاهرې دپاره راغونډ سوي دي او پر ملكي كسانو د ايتلافي ځواكونو د عملياتو غندنه كوي.