کور / تازه خبرونه / حامد كرزى: كه لوېديځ مرسته نه كوي، له بل هيواده يې اخلو

حامد كرزى: كه لوېديځ مرسته نه كوي، له بل هيواده يې اخلو

د افغانستان ولسمشر حامد كرزى وايي كه لوېديځ هيوادونه پوځي مرستي ورسره ونكړي، دوى به يې له نورو هيوادونو څخه واخلي.


ولسمشر كرزي چي د دفاع وزارت د پوځي اكاډمۍ د لومړۍ دورې فارغينو ته يې وينا كول، د كوم هيواد نوم وانه خيست، خو تېره اونۍ د روسيې ولسمشر ديميتري ميديوف له افغانستان سره په دفاعي پوځي چارو كي د مرستي ټټر وهلى و.
كارپوهان وايي حامد كرزى له دې لاري غواړي د امريكا نوى حكومت تر فشار لاندي راولي، چي كه له ده څخه د ډبليو بوش د حكومت په څېر ملاتړ ونكړي، افغانستان به له روسانو سره چي د امريكا غټ حريف دئ، پوځي قراردادونه لاسليك كړي.
ولسمشر كرزي وويل لوېديځو هيوادونو د پوځي سامان آلاتو، الوتكو او ټانګونو ژمنه ډېره پخوا ورسره كړې ده، خو تر اوسه افغانستان نه دي ترلاسه كړي.