کور / تازه خبرونه / مولانا فضل الله: سياستوال دي محكمې ته راسي

مولانا فضل الله: سياستوال دي محكمې ته راسي

د سوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله په يوه راډيويي وينا كي د سوات په سيمه كي خپلو مخالفو سياستوالو ته ګواښ وكړ، چي كه د ځان سپيناوى ونكړي، دوى به يې له كورنيو سره په نښه كړي.
مولانا فضل الله په دې وينا كي د څه باندي ۴۰ سياسي كسانو نومونه اخيستي دي او وايي دوى دي په سوات كي د طالبانو محكمو ته حاضر سي او د ځان سپيناوى دي وكړي، چي د دوى پر ضد د حكومت په عملياتو كي لاس نه لري.
د مولانا فضل الله وياند مسلم خان بي بي سي راډيو ته وويل چي پر دغو كسانو باندي شك دئ، چي حكومتي ځواكونه د دوى پر ضد عملياتو ته هڅوي.
ځايي اوسېدونكي وايي په ياد سوي ليست كي ډېر كسان د عوامي نيشنل او پيپلز ګوند غړي دي، چي د ځايي طالبانو سره ايډيالوژيك مخالفت لري.
د كارپوهانو په وينا له دې كاره د طالبانو هدف دا دئ، چي په سيمه كي خپل سياسي مخالفين وځپي او هغوى پرېنږدي چي د دوى پر ضد يو قومي تحريك جوړ كړي.