کور / شعر / ازاد نظم

ازاد نظم

 


دیو ښه احساس څښتن شه
دکرم له نوره ډک شه
دیو پټ عبادت زور دې
دریا پر مرض راوړه
دخالق تر قوت لاندې
دهغه په کاینات کی
تمه پریږده بې پر واشه
لدې تمې په ژړا شه
مه پردی واده کی وله
پردي سپي په لوډبرو
ګوره ګوره
مغرورمه شه
پر سپیڅلو خلګو باندې
هرسړئ ځان ته سپیڅلئ
په خپل فکر شهنشاه دئ
له بنده مدد مه غواړه
خپل خالق ته په ژړا شه
سی چلیږی یي حکمونه
پردې لمر
پر دې سپوږمۍ
آن له هرڅه یې
وهر څه ته
خپل قوت دئ رسیدلئ
تا ته ډیري لاري ګوري
دا ژوندون لوړي ژوري
پکي څه دي
پکي هیڅ دي
ستا وروستئ هدف زړګیه
سپیري خاوري دلحد دئ