کور / سياسي / ایا اوباما په رښتیا د امریکا پالیسۍ بدلوي؟

ایا اوباما په رښتیا د امریکا پالیسۍ بدلوي؟


اوباما ته د بوش د ټیم څخه ډیرې ورانۍ په میراث پاتې دي .
په ۱۹۹۷ کې د امریکا د لوړتیا غوښتنې له پاره د امریکا د نوې پیړۍ پروژه جوړه شوې وه.


مهم غړي یې ډک چیني، خلیلزاد، د بوش کورنۍ، ارمیتاژ او نور ډیرووچې بیا د بوش په اداره کې په لویو څوکیو کیناستل او لا هماغه وخت یې ویلي وو چې امریکا د نړۍ یوازنی ځبر ځواک دی او باید راروانه پیړۍ په هرځای کې د امریکا د بریواو تفوق پیړۍ وي. دوی ویل د امریکا مشرتابه (leadership) هم د امریکا او هم د نړۍ له پاره ښه او کافي دی.


دوی غوښتل چې:
امریکا باید په اروپا، منځني ختیځ، منځنۍ او جنوبي او خثتیځې اسیا، افریقا او د انرژۍ زونونو کې خپل نفوذ زیات کړي.


د امریکا پوځي بود جه باید لوړه شي،
فضایي اردو جوړه او پیاوړې شي
بحري ځواکونه پیاوړي شي
هوایي قواوې پیاوړې شي
نوې ذروي وسلې جوړې شي


امریکا باید په یو وخت کې په څو جبهو (تر دوه زیانو) کې په اسانۍ وجنګیدای شي.
دوی به ویل چې یو بل پرل هاربر ته اړتیا ده چې دوی ته د جګړې جواز پیدا شي.(په پرل هاربر د هټلر بمبارۍ امریکایانو ته زمینه جوړه کړې وه چې په اسانۍ په جګړه کې ورشامله او ډيره ګټه تر لاسه کړي)


د همدې جګړه غوښتونکو دوکتورینو له مخې د ۹/۱۱ په باب دوه نظره دي:


دا امریکا یانو(د بوش ټیم) پخپله را منځ ته کړې صحنه سازي وه، او یو جعلي پرل هاربر یې ځان ته جوړ کړی دی.
امریکا (د بوش ټیم) یې مخه نه نیوله او ځان ته یې د جګړې بهانه پیدا کول، چې پیدا یې کړه
چې دا دوهمه نظریه ډیر پلویان لري.


اوس د اوباما په وړاندې دا چلنج پروت دی چې دې د بوش د ټیم جنګي سیاستونه به څنګه پریږدي، په داسې حال کې چې افغانستان ته د لا زیاتو پوځونو د را لیږلو پریکړه یې کړې ده. دا یوه اشتباه ده او اوباما له افغانانو سره د سولې په راتګ کې داسې مرسته کولاې شي چې ددغو نوو رازیاتیدونکیو پوځونو د لګښتونو د پنځمې برخې او افغانانو ته د یو با وقاره متحد حیثیت په قایلیدلو سره سوله راولي. او که نه وي نو دا به د امریکا د نوې پیړۍ پروژې د مذبوحانه بري له پاره نا شعوره هڅه وي.


د امریکا د نوې پیړۍ پروژې په باب زیانو معلوماتو له پاره لاندې کرښې وګورﺉ:


http://www.newamericancentury.org /
http://en.wikipedia.org/wiki/Project_for_the_New_American_Century