کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته كتنه

ورځپاڼو ته كتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې د ایساف د یو قومندان په حواله  لیکلي دي چې د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د دولت د مخالفینو د فعالیتونو زیاتیدل د اندیښنې وړ دي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې افغانستان ته د نورو سرتیرو او وسایلو د استولو لپاره د برطانیې تیارې ښودلې دې.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان او روسیې ترمنځ په اړیکو او له افغانستان سره د پراخو همکاریو لپاره د روسیې په وړاندیز تبصره کړې خو پوښتلي دي چې ایا روسانو ته اړتیا شته.


د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم په پاکستان کې په افغان ټلویزیوني چینلونو لږول شوې بندیز څیړلې دې.

ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د اداري فساد په ستونزې او د هغې د مخنیوي په لارو چارو تبصره کړیده.

د ورځپاڼې بل مطلب د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د نوي حکومت د استازي ټاکلو او په سیمه کې د امریکا سیاستونو ته ځانګړې شوې.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د سي ان ان د ټلویزیوني چینل د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې د پاکستان په اړه د بارک اوباما ستراتیژۍ ګونګه ده.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې امریکا ته د څلورو افغان سیاستوالو سفر ته په اشارې چې هدف يې  د امریکا له نوي ولس مشر سره لیده کاته بلل شویدي لیکلي دي چې ایا د امریکا له ولس مشر سره د ملاقات انتظار دومره مهم دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په دوام تبصره کړې او لیکلي دي چې د بارک اوباما د بدلون سیاست د ملکي خلکو په وژنې سره نه عملې  کیږي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه په یو مطلب کې د ولسي جرګې د یو غړي په حواله لیکلي دي چې دولت نشي کولې د امنیتي ستونزو له کبله دا انتخابات وځنډوي.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان په اړه د امریکا د نوي ولس مشر اقداماتو ته په پام سره لیکلي دي چې د ا د شرم ځاې دې چې د حکومت د اصلاح لپاره د بارک اوباما په تمه وسو.

دې ورخپاڼې هم د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د دولت د مخالفینو په زیاتوالي د نړیوالو ځواکونو اندیښنه راغستې ده.


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو بیلابیلې تبصرې خپرې کړیدي.

هیواد پخپله سرمقاله کې د افغانستان له پوځي اکاډمۍ نه د پوځي افسرانو د لومړۍ دورې  فراغت ته په اشارې لیکلي دي چې یوازې ملي اردو کولې شي د هیواد ګټې خوندي کړي.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې په نشه يې توکو د روږدو میرمنو په شمیر کې په زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړې ده.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا له جهادي مشرانو سره د ولس مشر کرزي ناستو ته په اشارې لیکلي دي چې د یو نوي ایتلاف د جوړولو لپاره د ولس مشر  کرزي له هڅو سره سره هیڅ یو اړخ ورته زرغون څراغ ندې ورکړې.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې د القاعده په شبکې د ګوانتانامو د زندان د تړلو اغعیزې څیړلې  دي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د ملي شورا په کړنو تبصره کړې او د څلورم تقنیني کال د فعالیتونو په اړه يې  وړاندوینه کړې  ده.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې په افغان سیاستوالو انتقاد کړې چې سم عمل يې ندې کړې چې  په پایله کې افغانستان لا هم کمزورې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په شتو ستونزو تبصره کړې او لیکلي دي چې سم او هم غږي اقدامات کولې شي دا ستونزې هوارې کړي.

دې ورځپاڼې هم د ګونتانامو د  زندان د تړلو په اړه یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې د نړۍ والې ټولنې زیاته برخه ددې زندان تړل غواړي.