کور / رسنۍ / دعوت پرله پسې۲۱۲مه ګڼه چاپ شوه

دعوت پرله پسې۲۱۲مه ګڼه چاپ شوه

دعوت پر له پسې ۲۱۲ ګڼه چې د سریزې تر څنګ دا مطالب پکې خپاره شوي دي:


سرلیکنه په روغتیا د ځمکې د اقلیمي بدلون اغیزې
د سرطان په هکله نوې څیړنه
د یوه سیاسي الترنتیف جوړول هاري
په پاکستان کې وروستی بحران او طالبیزم وروستۍ برخه ډاکټر خوشحال روهي
جنګ د ستونزو د حل لار نه ده! الحاج غلام محی الدین زرملوال
جنګ اقتدار بر علیه اراده بر سر مقایسه هرات با فلسطین عارف ذره بین
د سپو په ژبه پوهیدونکی سافټ ویر اختراع شو
 


د وریښمو کارون


د دعوت د وریښمو کاروان په دې ګڼه کې لاندې شعرونه خپاره شوي دي:


د هیواد او نړۍ ټولو ژبو ته درناوی محمد عیان عیان
د پښتو ضرورت ارواښاد ډاکټر کبیر ستوری
مرد رحمن الدین اکبري
نامرد رحمن الدین اکبري
د درخو مړوند اباسین کامه وال
هلمندۍ خور محمد نعمان دوست
دعوت ادارې ته رسیدلی کتابونه


د دعوت په دې ګڼه لاندیني کتابونه معرفي شویدی:


احکام قرآن و وجیزه ها دوکتور محمد نادر عمر
نښه اغلۍ بریښنا وردګ
ترخه حقایق سراج الدین منګل
 


او نور ډیر په زړه پورې مطالب
 


انګلیسي مطالب


U.S in Contravention of UN Convention Against Torture by: Bruce G. Richardson 
 
  په سرلیکنه کې لولو:


سرليکنه په افغانستان کې عام وژنې


کیدای شي يو شمیر لوستونکي تعجب وکړي چې ولې د دې سرلیکنې سرلیک


(په افغانستان کې عام وژنې) لیکل شوی . په لنډه توګه باید وویل شي چې په


افغانستان کې د دریو لسیزو وحشت او بدبختي د هیچا او د هیڅ افغان له سترګو پټ نه دی.


په تیرو څو کلونو کې د افغانستان په ډیرو برخو کې د لویدیځو قواوو د لوري په مختلفو نومونو د افغانانو د کورونو نه جنازې وځي، افغانان په مختلفو نومونو او پلمو د دوی د لوري په ډیر وحشت وژل کیږي، سره له دې چې افغان ولسمشر کرزي ډیر ځله دا غوښتنه کړې چې د ملکي افغانانو د وژنو مخه دې ونیول شي، خو هغه د چا خبره د کرزي په خبره چا غوږ نه دی ګرولی او ائتلافي قواوو یې په ستوني کې خبره وچه کړې ده.


افغانستان د افغانانو هېواد دی، افغانستان د افغانانو کور او جونګړه ده، او د دې خاورې واک او حق باید د افغانانو سره وي. خو په ډیر افسوس سره باید وویل شي چې افغانستان په تیرو دریو لسیزو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پردیو له خوا اداره او واکمني پرې کیږي.


د امریکااو ناتو قواوو په راتګ سره افغانان په دې تمه وو چې ګوندې د افغانانو غمیزې ته به د پای ټکې کیښودل شي خو لوبه د افغانانو د غوښتنو برعکس بل خوا روانه شوه.


د افغانانو وژل په دې او هغه نوم زور وموند، پښتون په خپله خاوره کې د تعقیب، توهین او شکنجې لاندې ونیول شو او خبره دې حد ته راورسیده چې د افغانانو د خوښیو مراسم هم د ړندو بمباریو خوراک شول کلي او بانډې په بیرحمه توګه د هوایی اور لاندې ونیول شوې او په لسګونو او سلګونو ماشومان، نر او ښځې پکې د ژوندانه د نعمته بی برخې شول.


چې په نتیجه کې د افغان ولس کرکه او نفرت دې حد ته ورسید چې اوس په دغه بل شوي اور کې افغان ولس، امریکایی او د ناتو نور پوځونه سوځي او د دوی نه د حل لاره ورکه ده.


عام وژنه به بل څه وي چې د یو څو پلورل شوو د معلوماتو له مخې له یو مخې هر چیرې چې افغانان راغونډیږي که هغه د جنازې، فاتحې او یا هم واده مراسم وي د امریکایی بمونو پواسطه د بیګناه افغانانو په وینو رنګ کیږي.


موږ په داسې حال کې چې په کلکه د بیګناه افغانانو عام وژنه غندو په ټیګه غوښتنه کوو چې امریکایی قواوې دې په غلطو معلوماتو دې ځان او افغان ولس ته نور اور نه بلوي.


یادونه:


درنو هېوادوالو که وغواړۍ چې دعوت ستاسې په پوستي پته تاسې ته درورسیږی نو په خپل ګډون سره دا کار کولای شئ.


دعوت د افغان ولس غږ چې د خپلو هېوادوالو د مالي مرستو پرته مو.هیڅ مالي منبع نه لرو.


Dawat
P.O.Box 289,
2001 Lillestrøm
Norway


www.dawatnetfreemedia.org


www.dawat.no


e-mail: dawatnet@start.no


http://www.dawatfreemedia.org/ariki.shtml