د ويده کېدو له بڼې سره د انسان د شخصيت اړيکه

د لراوبر اداره | جنوري 26th, 2009


 


هرومرو مو اورېدلي دي چې فلانى نن په چپ اړخ له خوبه راويښ شوى نوځکه خښمېږي او هېڅ کاريې هم ښه پاى نه مومي ،ستاسې د ويده کېدو ډول ،چې په کوم اړخ ويده کېږئ کېداى شي ستاسې د شخصيت بيانونکى وي .


ورستيو څېړنو ښودلې چې په ټوليز ډول د ويده کېدو لپاره شپږ حالتونه وجود لري ،چې هريو يې د انسان د شخصيت بيانونکي دى .لکه څنګه چې اشاره وشوه پوهان په دې باور دي چې ټول انسانان  په شپږو بېلابېلو حالتونو ويده کېږي او دا متفاوت حالتونه کېداى شي د دوى د شخصيت نښانې واوسي ، د بي بي سي د خبر له مخې ، موږ ټول د ويښتيا په وخت کې د خپلې ژبې څخه خبر يوو ،خو په اوس وخت کې په هغو څېړنو چې سرته رسېدلې کولاى شو زموږد(ناخود اګاه) ضمير په باره کې معلومات لاس ته راوړو چې زموږ د شخصيت په باره کې څه،څه وايي ،له همدې سره په تړاو دادى په هغو شپږو حالتونو خبرې کوو چې موږ په ويده کېدو کې ترې استفاده کوو او زموږ د شخصيت ښکارندويي کوي.


په اړخ ويده کېدل:  هغه کسان چې په اړخ ويده کېږي او خپلې پښې د ګېډې لور ته راټولوي په داسې حال کې چې لاسونه يې يو د خپل مخ لاندې ايښى وي او بل يې په خپل پورتني اړخ غځولى وي    دا کسان معمولاً ډېر حساس دي ، کېداى شي دا ډله  خلک چې له نورو سره په لومړي ځل ګوري شرمندوکى وي ، سام او اغېز د مقابل جانب ورباندې پرېوځي ،خو ډېر ژر ورسره عادي کېږي او ښې اړيکې ټينگوي ، د خوب دا حالت د زياترو کسانو تر منځ ډېر دود دى .


په اړخ ويده کېدل په داسې حال کې چې پښې او لاسونه يې سيده غځولي وي :


دا کسان چې په اړخ ويده کېږي په داسې حال کې چې پښې او لاسونه يې سيده غځولي وي ، اجتماعي کسان دي ،ډېر ژر په ناپېژاندو کسانو باور کوي چې کېداى شي کله،کله له همدې لوري ګول هم وخوري.


په نيم خم شوي حالت ويده کېدل: هغه کسان چې په اړخ ويده کېږي په داسې ډول چې تنه يې يو څه د مخې خواته راوتلې وي او دواړه لاسونه يې هم له بدن سره مساوي غځولي وي دا خلک د معمول په ډول سپينې خبرې کوي او په چا دومره بند اوخلاص نه دي او په عين حال کې شکاکي او عيب پلټونکي هم دي ، دوي ډېر وروسته تصميم نيسي خو چې تصميم يې ونيو بيا يې هېڅکله نه بدلوي.


ستوني ستغ ويده کېدل(چې شاه يې د ځمکې خواته وي)


هغه کسان چې ستوني ستغ ويده کېږي په داسې حال کې چې لاسونه يې دواړو خواوو ته اوږده غځولي وي ،غالباً دا کسان ارام او محتاط دي ، دوى غالمغال او ډېر غرهار نه خوښوي ، د ځان اونورو لپاره لوړ معيارونه ټاکي.


څټ مخ ( پړمخي ) ويده کېدل (چې گېډه يې د ځمکې خواته وي):


معمولاً هغه کسان چې څټ مخ ويده کېږي په داسې حال کې چې دواړه لاسونه يې په بالښت وي او سر يې يوه لوري ته اړولى وي له هغو کسانو څخه دي چې ټولنيزاو بې پروا دي، دوى په ځان نيوکه نه مني او افراط هم نه خوښوي.
ستوني ستغ ويده کېدل په داسې حال کې چې لاسونه يې په بالښت ايښي وي:


داکسان معمولاً ځان ته ښه دوستان پيدا کوي ،ځکه دوى همېشه د نورو کسانو د خبرو اورېدونکي دي د اړتيا په صورت کې له هر چا سره  مرسته کوي .


دې څېړنو کې همدارنگه مشخصه شوې ده چې دا شپږ د ويده کېدو حالتونه د انسان په روغتيا هم ځانگړې ښې او بدې اغېزې لري د بېلګې په ډول هغه کسان چې ستوني ستغ ويده کېږي په خوب کې خرهار کوي او د نورو د اذيت سبب کېږي په چپ اړخ ويده کېدل هم د بدن په ځينو غړو لکه زړه او سږو باندې د فشار د راتلو لامل گرځي .


خو په دې ټولو سربېره په ښي اړخ ويده کېدل چې مخ مو د قبلې په لوري وي او يولاس مو د مخ لاندې سر ته ايښى وي او بل لاس مو سيده غځولى وي  په مسنونه طريقه ويده کېدل دي او د ويده کېدو تر ټولو ښه ډول دى ځکه ستاسې د بدن اوسپنه به منظمه وي او له ډېرو ناروغيو څخه به ژغورلي ياست او تر ډېره بريده به د زړه په ناروغۍ هم اخته نه شئ ،ځکه د مقناطيسي جريان سره سم مخ په قبله ويده يئ،په دې حالت کې به ستاسو زړه لکه د اوبو يا د تېلو ټانکۍ په څېر ستاسې د بدن په زېاترو غړو برسېره او له پاسه واقع وي او وينه به په ډېره اسانۍ سره ستاسو د بدن ټولو غړو ته جريان مومي او که چېرې په بل ډول ويده کېدئ نو ستاسې د بدن اوسپنه به ستاسې د رګونو په جدار کې کېني ، داوسپنې له کموالي سره به مخامخ شئ ،رګونه به مو سخت شي ،چې دا ټول د زړه ناروغي رامنځ ته کوي او وينه چې بدن ته داوسپنې وېشونکې ده زيان رسوي نو د روغتيا لپاره هڅه وکړئ چې د ځمکې له مقناطيسي بهير سره سم مخ په قبله او مسنونه طريقه ويده شئ.

Copyright Larawbar 2007-2024