کور / شعر / اشعار

اشعار





پښتنه خاوره

ته هیواد د شاه ځلمو یې
تل ساتلۍ ننګیالو یې
ته غیرت د هر پښتون یې
ته ناموس د توریالو یې
ستاساتنه په مونږفرض دۍ
مونږ ته پاتې د پلرو یې
قرباني ته دې حاضر یو
ته له خداي پرمونږ پیرزویې
ته لوې کورد لوې افغان یې
مونږ ساتلۍ د پردو یې
ستا شمله به اوچت ساتو
ځکه کور د میړنو یې
تل سر لوړاوسي هیواده
چه ته ځاله د زمرو یې
که له سره پرې تیرنه شوې
جبار خیله بې پښتو یې

(عبدالقاهر جبارخیل سیدنې آسترالیا)




ستر مبارز خان شهید


ښکلی جنت دي په نصیب شه صمد خان شهیده
د پښتونخواه د وطن خاوري قهرمان شهیده

ته د چا هیر نه ئي تاریخ خو څه جابره نده
ته یو اتل وې زحمتونه دي د قام ګاللي

تا د دښمن د لاسه رنګ په رنګ غمونه یوړو
څنګه دردونه دي بې شماره په دې نام ګاللي

تا د یو والي ځولۍ کلی په کور ګرځوله
د سر کښیو دوزخونه دي مدام ګاللي

تا د ځواني سپرلي لوګي کړل د پښتو د پاره
د ځان په غوښو دي اورونه پټ نهام ګاللي

تا به يي ذکر کاوه درسته شپه د ښکلي وطن
د پښتونخواه د سترګو خوبه ستر افغان شهیده

ښکلی جنت دي په نصیب شه صمد خان شهیده
د پښتونخواه د وطن خاوري قهرمان شهیده

تا د شعور تخمونه وشندولو ولاړې ځیني
ښکلي دعا درته درلیږې نن افغان وګړي

ستا د میړاني په صفت د وطن غرونه ګواه
ځکه چیغاري کړي ژړیږي نن افغان وګړي

تا يي د حق غوښتنه وکړه له مکار دښمنه
په لار ښودنه دي نازیږي نن افغان وګړي

ستا په کاروان کي دي ګډ سوي د وطن میړنې
څنګه په مینه ترې جاریږي نن افغان وګړي

د یوویشتمي پیړۍ زېری بختور زېری دی
ښکاري بیرغ ورپوو په خړ بولان شهیده

ښکلی جنت دي په نصیب شه صمد خان شهیده
د پښتونخواه د وطن خاوري قهرمان شهیده

هاغه وخت ندی چی دښمن به راته لاس آچوه
ستا ولسونه د شعور د قلم ژبه لري

د بې وزلۍ پیټی يی وغورځاوه غټ ګړنګ ته
د اومیدونو ستوري ښکلي د خپل ربه لری

چاته به نه نیسی سوالګر لاسونه کله په ژوند
زما جانان دومره غني دی زر سببه لری

دغم توپان د ارمانونو کښتۍ نه ډوبوي
د سمندره کله ویره د غضبه لري

و تورو شپو ته بل څراغونه تر سهاره لرو
وړانګې په غیږه کي رانیسو د آسمان شهیده
ښکلی جنت دي په نصیب شه صمد خان شهیده
د پښتونخواه د وطن خاوري قهرمان شهیده
موږ خپل غورځنګ یو هڅولي د شعور په لاره

د خیانت د قدم لاري ته اسرې نه کوو
موږ دوزخي نه یوو سپیڅلي یو په ښکلی ایمان

د وخت جدال ته په سودا کي سجدې نه کوو
داسی مین یوو په سکروټو قدمونه ایږدو

ګرانې لیلا سره د تشي خولې وعدې نه کوو
د وخت بادار به زورور وي خو منمه دومره

په ټیټو سترګو يی سلام د دروازې نه کوو
د پښتو پت مو دی ساتلی د اغیارله سترګو

زیری به دروړو د آزاد پښتونستان شهیده
ښکلی جنت دي په نصیب شه صمد خان شهیده

د پښتونخواه د وطن خاوري قهرمان شهیده
په پښتانه تندي دي مات کړل کاڼي کاڼي غرونه

د پښتونخواه خاوري فرهاد وې په جانان مین وې
ته د غریب ولس په غم کي ورشریک وې مدام

د دوې د زړونو د سلګیو په ارمان مین وې
تا خو غوښتل چی سپیرې دښتي جنتي غوندي شي

ته په یو دارنګه حسین غوندي جهان مین وې
تا په تڼاکو پښو ستړي مزلونه کړي

په تورو سترګو د ښکلا د یوه افغان مین وی
د پښتون نثل تخیل کي به زرغون غوندي يی

طلايی پاڼو دي نو لیک شو په جهان شهیده
ښکلی جنت دي په نصیب شه صمد خان شهیده

د پښتونخواه د وطن خاوري قهرمان شهیده
چاته مي سترګي ټیټي ندي هسکه غاړه ګرځم

ستا په میړاني تر قیامته افتخار کومه
چاته ګونګی نه یم د حق غوښتني ژبه لرم

د دردیدلي زړه په ورین تندي اظهار کومه
نن خو ړوند نه یم چی رڼا او تیاره نه پیژنم

د ژوند په غیږه کي توپیر د ګل او خار کومه
تا د پښتون ولس کلتور را پیژندلی دی سم

لکه د غره اوبه و زړو ته داسي لار کومه
د دښمن مخ ته سم ولاړ دي محمود خان شهیده

ښکلی جنت دي په نصیب شه صمد خان شهیده
د پښتونخواه د وطن خاوري قهرمان شهیده

بشرمل ناصر






د جهان په نقشه

نسیم ستوری

په ژوند نن خوشحالې ده چې دا نوم رسمې اعلان شو
د میـنې ګلستان کـې دغـه نــوم مــو د خپل ځان شو

زخمې زړګی د قام شو په دې نوم باندې ټکور اوس
ژوندون د خپلواکۍ کې چې دا نوم د خپل جانان شو

نــېـکـمـرغــه دا نــامــه ده مـــبــــارک او بــخـــتــوره
ښـایـست ښـکلا ګـډیـږی محبت کور هم ودان شو

جـونـګـړه د پښـتـون تـل د تـاریـخ پاڼې عـنوان هـم
قامونو سره سیال شو چې دا نوم د زړه درمـان شو

تړون د محـبت ؤ پښـتونـخـوا نـوم چـې رسمې شو
په نوم د خپلې خاورې تل خپل نوم هم ترجمان شو

نسیم ستوري به تل هم په خـوبـونــو کـې لـیــدلــه
د خوب لیدل رښتیا اوس په نقشه کې د جهان شو

 

غزل

دغلامۍ پـــړی پــــه غاړه خـــنجرڅــــه پــــیژنــــي
ســـوری، ســوری پــــه مردکونوټـــټرڅـه پیژنـــي

دچاله لاسه چي ېتیم پــه سانــدو،سانـــدوژاړي
هــــغه له خـدایه ناخـــــبردی محشرڅــــه پیژنــــي

چي خپل سرونه ماته وي دبل په کاڼــــوبانــــدي
دالېونیان زمـــــوږدکلــــي ګـــــودرڅــــه پیژنـــــي

زه لکه ستورئ دسحاردلمراحوال به وروړمــــه
خـو دتیاروغېږکي لوی شوي به لمر څه پیژني

دافــــغان (آه)بـــــه یـــې دظلم خــــــونه ونـــــڼه وي
رقیب زموږدتړمــواوښکــــواثـــــرڅـــــه پیژنــــي

محمدنعیم افغان – هرات
۱۳۸۷/۱۱/۷



وطن په شان دمور دۍ

دا وطن په شان دموردۍ دۍ دمور سره دوکه کړي
ځان دڅو پیسو دپاره ټول جهان ته شرمنده کړي
د مظلوم او خوار ملت وینه که دۍ نوې زبیخلۍ
دا قصرونه او محلونه یی په کوم پیسو جوړ کړۍ
د ګناه په سیلابونو نور به څومره ځان غوټه کړي
ځان د څو پیسو دپاره ټول جهان ته شرمنده کړي
دا هستي او دا دنیا یی د کوم ځاې نه پیدا کړۍ
دا باران د دولت کوم ځاې نه ددې په سر راغلۍ
بس ددین او دایمان خبرې هسې پدې خوله کړي
ځان د څو پیسو دپاره ټول جهان ته شرمنده کړي
دۍ به هله پدې خاوره کې ملي قاعد رهبر شي
چه د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو نه خبر شي
د دولت او د شهرت به سر به نور څه چلوټه کړي
ځان د څو پیسو دپاره ټول جهان ته شرمنده کړي
طاهري ته هم نور بس که لږ خوږې خبرې زده که
لږ دې نور خلکو ته ګوره د مزې خبرې زده که
په ترخو وینا دا خلک به دې یو ورځ آزرده کړي
ځان د څو پیسو دپاره ټول جهان ته شرمنده کړي

شکرالله طاهري



غزل


نه ګلاب یم نه وږمه یم یوبڅری ستادعشق یم
څه چې یمه بس دغه یم یو بڅری ستادعشق یم

سپین سحر دهیلو جوړکړم بیرته زیړ مازدیګری شي
کله مسک کله خفه یم یو بڅری ستادعشق یم

زه چې ستاتصویر ته ګورم تصور رانه یاغي شي
وایم زه هم ستاجلوه یم یوبڅری ستادعشق یم

دهجران توفیق مې نه شته دومره لري رانه مه ځه
غم ځپلی غم زده یم یوبځری ستا دعشق یم

لاس مې جګ کو ساقي ګوره ستاپه لویه میکده کې
دعوه ګیر په یوه پیاله یم یوبځری ستادعشق یم

دالماسو په دې پړک کې دسپږمۍ دوطن خدایه
چري زه هم یوه ټوټه یم یو بڅری ستا دعشق یم

حق مې شته دی غضري خو دانګر لامل یې بل دی
ځکه زه هم پټه خوله یم یو بڅری ستا دعشق یم

عبدالرحمان غضري – ۲۰۰۹/۱۲۶ – ساجر




محمدحنيف حيران

ټپيزې

دنګه ځواني زما د خـــوښـــــــې
د يارانې دې ټـــــــــولې نــــــــښې
درپسې ويلې مې شوې غوښې
زما خـــالـــــونه دا ستــــــــــا زخې
زما خو خوښ يې وايه تاتــه څنــــــګه يمــــه

ژړا د زړه خنـــدل د سترګو
دعا د زړه کنځل د سترګو
ګناه د زړه ژړل د ســـــترګو
مينه د زړه ليدل د ســترګو
لاس اچول خو د کم عقلو خـــــلکو وينـــــــــه

راسره نشتــــــه يار په خوا کې
جوړې مې شوې په زړه تڼاکې
تل يادوم يې پـــــه ژړا کــــــــــې
اوښکې ناولې دي که پاکـــــې
زما په څيرې ګرېوان ځي لمــــونځ پرې کومه

په نه خـبر باندې خــــفه شوې
لږه شېبه کې تکه ســـره شوې
خپلو خولو باندې لنده شوې
د کافر ګل په شان کږه شوې
چې راسمېږې نيــــمه ورځ به تېره وينــــــــه.
په ژوندانه به خـــوار و زار وي
تل به په غم کې را ايســـار وي
بس ګيله من به له خپل يار وي
که د چا روغ زړګی په کار وي
زمـــا دې واوري يارانه دې نـــــه کوينــــــه

جانانه څنګ ته مې درپرېږده
لـــکه ډنډر جګ دې ورمېږده
لکه ګلاب پســته دې غېږ ده
په چيلم دوه سـکروټې کېږده
لکه دوه بنې په سيالي خولې ورکوينه

له دې نه وړاندې مې ژوند ښه و
کورکــــی ړنــــګ د بېلتــــانــــه و
غم به د مرګ په خوب ويــــــده و
اول مـــــــې فــــــــکر درتــــه نــــه و
اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دينه

په خپل ښايست دې ورحمېږه
ډېره مې څنګ ته مه ودرېــــږه
راته په سترګو کې موسېـــــږه
بند په بند مه رانـــــه تاوېـــــږه
که مسافر شوم بيا به نه درځي خوبونه

خوشبو يې راوړله هوا شـــوه
وطن يې سپين کړلو رڼا شوه
پاڼو چکچکې کړې شڼا شــــــوه
د سپينو غاښو دې برېښنا شوه
چا ويل ږلۍ ده په تــــيرا يــــــې وروينــه

څوک چې مين شي نو پاګل شي
له خپل حالت څـــــــخه بدل شــــي
خس يې په ګيره کې وي غل شي
زما په سترګو کـــــې دې ګل شي
که زه به يې ستا پـــــه مينه بل ته غړومه

زړه خو هغه و چې غلو يوړو
چا د بڼو پــــــه چــــړو يـــــوړو
رانه يې لرې پـــه شـــپو يوړو
پېزوان مې خړو اوبـــو يوړو
په غمشريک لاليه نيـــسه ګودرونه.


 

تبصره نسته